تاند – د امریکا د متحده ایالاتو د خزانې وزارت له شلو څخه ډېرو ایراني، چینايي او امارتي کمپنیو او افرادو باندې بندیزونه ولګول.

امریکایان وایي چې دغو کمپینو او افرادو د ایران د بالیستیکي توغندیو په انکشاف کې رول لرلی دی.

د امریکا مشهوره ورځپاڼه وال سټریټ ژورنال لیکي، د خزانې وزارت چارواکو همدارنګه د هغو افسرانو او د کمپنیو د مدیرانو نومونه ذکر کړي دي، چې د ایران انقلابي ګارډ سره چې د لبنان حزب الله ډلې سره د مرستې تور پرې لګېدلی دی، ارتباط لري.

امریکایي چارواکو ویلي، دغه بندیزونه له هغه هستوي تړون څخه سرغړونه نه کوي چې تهران له متحده ایالاتو او نورو نړیوالو ځواکمنو هېوادونو سره په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک کړ.

وال سټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو له قوله لیکي چې د ۲۰۱۵ کال تر تړون لاندې، واشنګټن ته دا حق خوندي وو چې هغه ایراني شرکتونه او اشخاص په تور لست کې ونیسي چې د توغندیو په انکشاف او ترهګرۍ کې لاس لري.

ورځپاڼه د امریکا د خزانې وزارت د یوه چارواکي جان سمېت له قوله لیکي، «له ترهګرۍ څخه د ایران دوامدار ملاتړ او د بالستیک توغندیو د پروګرام انکشاف سیمې، د امریکا نړیوالو ملګرو او پخپله متحده ایالاتو ته ګواښ پېښوي.»

کارپوهان وایي چې امریکا په ایران باندې د ترهګرۍ د ملاتړ له امله په داسې حال کې نوي بندیزونه لګوي چې د ترهګرۍ اصلي پالونکی هېواد پاکستان، چې له امریکا څخه یې په تېرو ۱۶ کالونو کې لسګونه میلیارد ډالر په دوکه واخیستل، ورځ تر بلې په سیمه کې او نړۍ کې خپلې ریښې ځغلوي، او په یوه وروستي حرکت کې یې د امریکا له تاریخي دښمن روسيې سره ګډ کار پيل کړی دی.

One thought on “د ټرمپ ادارې په ایران باندې نوي بندیزونه ولګول”
  1. موز د أمريكا له خوا بر ايران د لكول شويو بنديزونو ملاتر كور
    او دا وايو جى باكستان هم له بأمه ونهً غورزول شي

ځواب ورکول SAS ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *