تاند، چهار شنبه، د قوس ۱۳مه: د ډونالډ ټرمپ وکیل به نن هڅه وکړي چې د امریکايي ځواکونو لخوا په افغانستان کې د ترسره کړیو جنایتونو په تړاو د هاګ نړیوالې محکمې د پیلېدونکو پلټنو مخه ونیسي.
نړیوالې محکمې ته د دغې محکمې مشرې فاتو بن سودا په اپریل میاشت کې خپل غوښتنلیک وړاندې کړی و چې په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کال کې د امریکايي ځواکونو لخوا په افغانستان کې د ترسره کړیو جنایتونو پلټنې اجازه ورکړل شي.
له همدې کبله به بن سودا سر له نن څخه تر دریو ورځو پورې محکمه دې ته قانع کوي چې په افغانستان کې پلټنې پیل کړي.
خو د ټرمپ شخصي وکیل جی سکولو بیا دغې دندې ته له روانېدو وړاندې ویلي، دی به د امریکايي پوځیانو له حقه دفاع وکړي چې خپل هرڅه قربانوي او د امریکایانو دفاع کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم ولسمشر ټرمپ پخپله په
افغانستان کې د هاګ د څېړنو مخالفت کړی و او د هاګ پر قاضیانو یې د سفر ویزې هم بندې کړې وې.
کچیری د ټرمپ وکیل دا کار کوی او د افغان وژنی جرمنو د څیړنو ممانعت کوی دا پدی معنا چی دوی بشر حقوق ته درناوی نلری نو افغان ولس او سیاسیون ددی محکمی د څیړنی لپاره باید نړیوالی ټولنی او ملګری ملتونو ته د خپل ولس غږ ورسوی ځکه ولس له دواړه طرفه یعنی دولت، طالب او امریکایی ځواکونو او پاکستان د انتحار او انفجار او بمبار په وسیله ترور او وژل کیږی
کچیری نړیوال افغان ولس غوښتنو ته ژمن نه وی نو لدی هیواد چی لاړ شی بیابه ښه وی ځکه چی دوی سولی او ثبات پر ځای د افغان ولس وژلو ته زیات ترجیح ورکوی نو ځکه دوی دلته هر ډول محاکمی د امریکایی او برتانوی ځواکونو په جنګی جرمونو باندی سترګی پټوی