د لغمان والي عبدالجبار نعیمي

تاند – د لغمان ولایت ټولنیزو فعالانو د دغه ولایت د ولایتي ادارې له خوا د شهید اونۍ په پلمه د رباني او مسعود د عکسونو د لګولو له امله غوسه څرګنده کړه.

په لغمان ولایت کې د ټولنیزو رسنیو فعالانوپه خپلو بیانونونو کې څرګنده کړې چې په دې کار سره د لغمان د شهیدانو سپکاوی شوی دی.

عبیدالله جبارخېل لیکلي، «دوى د جناب رباني له هغې وينا نه دي خبر چې په بګرام کې به يې په امريکايي الوتکو غږ وکړ، چې غت غت بمونه پرې راوغورځوئ، دا واله واله کار نه کوي،»

د لغمان ځوان فعالان وایي، چې په لغمان کې تر ټولو ډېر او نومیالي شهیدان دي، او چې داسې ده نو بیا د داسې غلو او جنایتکارانو د عکسونو راځړولو ته څه ضرورت وو. په لغمان کې په تېر کې د نومیالیو شهیدانو په لړ کې د مولوي حبیب الرحمان، اسماعيل طارق او په وروستیو کې د عبدالله لغماني ذکر ډېر کېده.

ښاغلی جبارخېل زیاتوي، «خداى ج مو پخير کړه، له شهيد ډاکټر عبدالله لغماني نه به هم بل داسې دوطن سپيڅلى شهيد وي؟»

یوه بل ټولنیز فعال بصیر پښتون لیکلي، « جبار نعيمى د لغمان والى د لنډغرو ملګرى دی، ولې په لغمان کى شهيدان نه ول، ولى عبدالله لغمانى شهيد نه وه، داسى لنډغر والى مو ندى په کار.»

یو شمېر نور فعالان بیا وایي چې په دې کار کې والي لاس نه لري، د هغه مرستیال شهزاده مظلومیار چې د جمیت ډلې سړی دی په دې ډول هڅه کوي وښیي چې په لغمان کې د رباني او مسعود د ډلو د نفوذ ساحه پراخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر نور بیا برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود جنایتکاران ګڼي او وایي چې د واکمنۍ دوره یې د افغانستان لپاره یوه سپېره دوره وه چې په ترڅ کې یې په هېواد کې انارشي او پاټک سالاري اوج ته ورسېده او د کابل ښار په کنډوالو بدل شو.

د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود پلویان هر کال د سنبلې په ۱۸مه په کابل ښار کې د انډوخر په ترڅ کې په موټرو کې ګرځی او د کلاشینکوفونو، برچو او تمانچو په څېر د ګرمو او سړو وسلو په ښودلو سره د وحشت ننداره وړاندې کوي.‌

5 thoughts on “مدني ټولنو د لغمان د ولایتي ادارې له لوري د مسعود او رباني د عکسونو پر ځړولو اعتراض وکړ”
  1. جبار نعیمي په خوست کی چه کوم وخت والي و ،نو خوست کی يي هم یو پارک د خلکو د عوښتنی خلاف د رباني په نوم کړی و، چه بیا یی خوستوالو د پارک لوحه چه د رباني په نوم وه وغورځوله او د نجیب اله نوم یی ورباندی کښیښوده ، جبار نعیمي سخت د چوکۍ او مقام وږی دئ ، لغمانیان یی باید په مقابل کی پاڅون وکړي . دا ‌‌‌‌‌‌ډير چاپه لوسه انسان دئ .
    محمد علي خوستۍ

  2. خدای ج مو خوار کړه هغه مو شوروا نه درګډوی تاسو وایی هډوکی مونږته پریږده تردی خو به مود هاشم خان لوګری عسکونه ځړول که هغه نه وو نو د خرو سپیو او بزو چغالانو عکسونه ځړول

  3. ПОБЕГ ИЗ КАНДАГАРА
    تیښته له کندهاره۰ دا هغه روسئ مستند فلم دی چې د ۱۹۹۵ کال د اګوست په ۱۶ د یوې روسۍ الوتکې په اړه چې له تهرانه غواړي د کابل په لور والوزي، خوپه ناپوهي کې د کندهارهوائې میدان ته ځي، چې هلته بیا د طالبانو له خوا ښکته کیږي۰۰۰
    په دې فلم کې ښکاري چې په ریښتیا احمدشاه مسعود د روسانو یو ستر مخبر وو۰ داچې نن امریکا او د درستې نړۍ پردي پوځیان زمونږ په کورونو او کوڅو کې توغړیږي، دا ټول د دې غلو، قاتلو، بیسوادو، په قرآن او د اسلام په دین ناپوهو لنډغروجمعیتیانو او شوراې نظاریانوله لاسه۰
    یوه ورځ مې ونه لیدل چې دغه په نامه مجاهد دې د « نبې علیه السلام» د «پیدایښت او رحلت ورځ» په یوه سوله ایزه، انساني او اسلامي یوه شانداره فضا کې ولمانځي۰ ترننې ورځې پورې جامن او پښوته زنوګونه اچوي، د هلکانو د ګډا مسابقې لري او ځانوته قهرمان او مجاهد وائې۰
    هغه چې هیواد ئې پرهاري، ولس ئې ناروغ، معیوب، په بنګوروغدي، په خیټه وږی، په تن او په پښو بربنډ: نودلته دوی په کومه قهرمانۍ ویاړي(د ړندو په ښارکې یوه سترګه پاچاده)۰
    ماته دغه دې شهید ونۍ هر چا چې رامنځ ته کړې د منلو نده، دا د شهید ونې نه، د لنډغرو ونۍ ده۰ ما که د دوی وحشیتوب نه وای لیدلای اوس به مې دا لیکنه نه کوله۰ زه خپل شهیدان پدې ورځ نه ورګډوم، زما شهیدان مانه صبر او دعاغواړي، نه دې ټوبکوشپیلې، ګدا او غوغا۰
    نن هغه ورځ ده چې میړني او باتوران ډاریږي۰۰۰

  4. څومره چي زه عبدالجبار نعیمي پیژنم هغه یو موقع پرسته انسان دي هغه دهیچا نه دي دا فقط د مرحوم جناب پیر صاحب د برکته و همدي ځای ته رسیدلي دي نور هغه صرف په مادیاتو پسي کرځي او خپل موقف ساتي، ښه يي ویلي چي دسلو کالو وږي په سل کاله نه مړیږي، تاسو يي دا سربیرن شو وشاه ته مه ګوري، بیا يي ښه ویلي، واي په ظاهره يي شو او شاه موټر وړاي نه سي په حقیقت کي خپل نوم لیکلاي نه سي.

ځواب ورکول نورالرحمن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *