تاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسون بالاخره نن له خپلو پلټنو وروسته لس کاندیدان د دې جوګه وبلل چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د میاشتې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندیدانو په توګه ګډون وکړي.

د ټولټاکنو خپلواک کمیسون له ۲۶ کاندیدانو څخه ۱۶ تنه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون وړ ونه بلل او د لسو تنو نومونه یې د لومړنیو کاندیدانو په توګه اعلان کړل.

د ټولټاکنو خپلواک کمیسون وايي چې دا شپاړس کسان یې د دې لپاره د کاندیدانو له فهرسته ایستلي چې اسناد یې بشپړ نه ول.

حمید الله قادري، انوار الحق احدي ، داوود سلطانزوی، سيد اسحاق ګيلاني ، فاروق اعظم، بسم الله شېر،  فضل کريم نجيمي، حشمت غني احمدزى، سرور احمدزى، احمدشاه احمدزی، عزيز الله لودين، سلمان علي دوست زاده ، خديجه غزنوي، عبدالهادي دبير، نور رحمن لېوال او ډاکټر داور احمد نادي له لیسته ایستل شوي کسان دي.

خو د توقع او مخکینیو اوازو خلاف زلمی رسول د منل شویو کسانو په لیست کې شامل دی.

 دا لس کسان له لومړني رسمي لیست سره سم د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د کاندیدانو په توګه ګډون کولی شي:

قطب الدین هلال، ډاکټر عبدالله عبدالله، عبدالرب الرسول سياف، هدایت امین ارسلا، عبدالرحيم وردګ، ګل اغا شېرزی، ډاکټر اشرف غني احمدزى، ډاکټر زلمى رسول، سردار محمد نادر نعيم،  او قيوم کرزى.

11 thoughts on “د ټولټاکنو کمیسون ۱۰ کسان په انتخاباتو کې د ګډون جوګه وبلل”
  1. ما نظر شاید خلکو ته زما فکر او زما خیال وګرځی هر څوک د خپل فکر خاوندان دی، یو نفر د چا نه پوشتنه کړی وه ویل دا باران څوک وروی جواب کوونکی ورته اوویل چی نور پوهیړم خو د باران وریدل هم دده په لاس دی او بندیدل هم، نو دا هم همدا ټوکه شوی ده، کچیر کمیسون ددی پلڼنی کړی چی څوک د افغانستان د خاوری او د خلکو خایین دی څوک ظالم دی چا قتل کړی، څوک افغان دی، چا د افغانستان خلکو او خاوری ته خدمت کړی، څوک لوټ مار او قاچاقبر دی، څوک کباړی دی، چا 3 میلیونه خلک مړه کړل دا خو واضع ده چی همدا لس کسان دی، او ددوی معاونین ، اوکه کمیسون دا پلټنی کړی چی څوک شه انسان عاجز انسان خدمتګار انسان دی، څوک خدمت کوی، چا ظلم ندی کړی چا دری میلیونه خلک ندی وژلی، چا غلامی نده کړی، چا خاوره نده خرڅه کړی او څوک قاچاقبر ندی نو زه متمعین یم چی هغه همدا 16 کسان دی چی له انتخباتو لست څخه د اینده کندید کیدو څخه ویستل شوی دی. د انتخباتو کمیسون جیګپوړی غړی همداغه 10 کسانو په خوشه مقرر شوی او دا 10 کسان د خاریجی استخبارتو لخوا نوماند شویدی. اول باید د څو مستقیلو ادارو ته انتخبات وشی لکه . شاروالی، ولایت، ستره محکمه، لوی څارنوالی، د انتخاباتو کمیسون ، دا ځکه دا مستقل شغبی خلکو ته احتیاجی دی پدی کی خلک باید پر هغه چا اعتبار وکړی څوک چی لایک اووسی نو اوبه د لوړی خوا خړی دی هیڅوک څه نشی ویلی

  2. الله(ج)داسی سوک په راتلونکوتول تاکنوکی بریالی کری چی زمونژه غم زپلی اولس ته خوشحالی راوری دحکومت خالیگاوی دی کری ددین اودوطن دوشمنان دپوه شی چی انشاءالله نورافغانستان آرامیژی الله(ج)ددافغانانوداآرامان پوره کری آلهی آمین.

  3. السلام علیکم ورحمت الله وبرکات / زما فه فکر به راتلونکو انتخا باتو کی قیوم خان کرزی کا میا بیږی داځکه چی یو خو زړه خوږی کس دی او بل دخفل ورور فه بعضو فالیسیو هم نیوکی لری ۰ فه خارجی سیا ست استوار دی فه داخل کی ټولو اړ خونو سره شی پیا وړی اړیکی لری دجنګو سخط مخا لف دی خوصرف مشوری له فشتنو سخه زیاتی تا جکو وروڼو سره لری ۰کمی خبری کوی خو هوشیاری با تد بیره خبری کوی۰او تل دخفل ورور د بعضی فالیسیو او سیا ستو مخالف وی خو فه سخا وت کی لږ سخط دی۰شه ډو ډی ماردی او دا ۱۳ کا له یی رنګا رنګ جر ګه ما ره فشتنو او ازبګو او هزاره او تا جکو قبیلو سره نا ستی فاستی لرلی

  4. پدی کی شک نشته چه الله مهربان ذات دی.خوهغه اسباب یا عوامل چه یو ملک یا یو ملت آراموی سوله او خوشالی ورته راولی بدبختانه افغانستان کی دا عوامل نه ترسترگو کیزی ۰افغانستان کی هر سه په درواغو چلیژی . حکومت ددروغو سوله ددروغو اتخابات ددروغو جنگ ددروغو جهاد ددروغو. اوس پدی دروغو وطن آبادول آسانه دی ؟ اوکه سخته؟ اوکه غیر ممکن ؟ فیصله به وخت کوی. الله مو مل شه

  5. دا چی لدی اوږد لست څخه شپاړس تنه لیری شول یوښه ګام دی خوکه قانون دهر نوماند دمرستیال لپاره هم ورته شرایط ایښي وای ښه به ؤ ځکه ددغو کاندیدانو ډیری مرستیالان لدوی څخه په زیاتو جنایتونو کی ښکیل ؤ اودی اوهغو ی دخپل ځان دخلاصون په موخه دمرستیالي لپاره غاړه ایښی ده پدی مرستیالانو کی ډیری داسی کسان هم شته چی په هیڅ ډول قانون لاپریږده چی غاړه نه ورته ږدی بلکه داوسنی دولت زور هم پری نه رسیږی

  6. خدای وکړي څې ګلاغا یی وګټي،ځکه د دآبادۍ لپاره خاص نوم ګټلۍ،اوښه تعلقات له امریکاسره اوښه باډۍ هم لري۰

  7. زه غواړم له ګرانو هیوادوالو نه یو د ریاضی ساده پوښتنه وکړم او هغه دا چی سل افغانی په دو برخو وویشی او بیا هغه یوه برخه یی یوی خواته کیږدی او دا بله برخه یی په نهو برابرو برخو وویشی چی هر یوه ته څو افغانۍ ورسیږی؟ که دا پوښتنه مو صحیح حل کړه نو اوس به پوه شی چی راتلوکی ولسمشر به څوک وی او راتلونکی دولت به د چا له خوا رهبری کیږی او څوک به حکومت او قانون جوړوی . ستاسو د بریالیتوب په هیله

  8. Shagelo aw aghelo!

    Hagha noomandaan de list tsekha leri shewi chey ya dwagoonai tabyat darlod, aw ya kho de raio kaartoona multicopy kerhi woo. Dwoi kho dasey feyker kawe chey de mlatarh 100000 kartoona ba de sehat le para pe lasi toga latel key aw de dwagooney aw dreygooney copy paida kawel ye nashoonai aw ya deyr graan kaar dai. Kho le neyka mergha chey de kaartoono samwali de computer le larey platel shawi. Pe dey waja doka pe key paida shewey da. Deyr noomandaan le dey wajey le list tsekha wistel shewi di.

    Delta ye ham ghoshtel chey de khalko pe stergo key khawrey weshindi, kho de teknaalojai le brakata da dokey norey ne chaleygi.

  9. دهرجا نظر محترم ده که جنیا ت او جرمونه مطرح بحث وی هر چا تر خپل توان پوری په نسبی ډول بد کارونه کړیدی هغه که سواد لری یا بی سواده ټکسی وان ده که دهقان نو پدی اسا س که وغواړو نو رهیه ورکول چا ته؟ زما شخصی نظر دادی چه په خدای با ور وکړی زه اشرف غنی سره هیڅ تعلق نلرم او ما هم نه پیژانی صرف یوه منلی ر ښا نه څیره ده سیاست پوه ښکلی عا لم ده راڅی پری راټول شو تعهد تری واخلو او بیا رایه ورکړو وړ او مستخق کا ند ید ده

ځواب ورکول داکتر سهیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *