حضرت الله رحیمي- د راپور له مخی تیره ورځ د پاکستان په ستر ښار اسلام اباد کی د افغان محصلینو د مختلفو ټولنو او اتحادیو ریئسانو ،استازو او نمایندګانو د افغان محصلینو عمومی شوراـ پاکستان په نامه شوری را منځته کړه.

دپه دې مناسبت په غونډه کې د افغان محصلانو د اسلام اباد په شمول د پاکستان د څلور ګونو ایالتونو پنجاب ،سند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان د محصلانو د ټولنو ريیسانو او استازو ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو له مخی شورا په خپل منځ کی د یوی کابینې د ټاکلو تر څنګ د شورا لپاره اساسی اصول تعین او پورته ابتکار یی د افغانستان د اسلامی جمهوریت لوی سفارت ته هم معرفی کړ چی د سفارت لخوا پرې خورا مثبت غبرګون ښکاره او د شوری غړو ته د هر ډول ملاټړ ورکړل شو.

د شوری کابینه او د ابتدایی غړو نومونه په لاندی ډول دي.

د شورا غړي چې د دې وروسته د مؤسسينو په نامه ياديږی او يو کال لپاره د شورا غړیتوب لری نومونه یې په لاندې ډول دي؛

  • عبدالله سعید، یعقوب بيګ، خالد امرخیل ( اسلام اباد نړیوال پوهنتون)
  •  حضرت الله رحیمی، عبدالرحیم صافی (فیصل اباد زرعې پوهنتون)
  • قاری اعجاز ځلاند ( امام ابوالاعلی مودودی انسټیټوټ لاهور)
  • شمس الهدی (حیدراباد پوهنتون)
  • هارون زاخیلوال، زاهد الرحمن افغان (پیښور پوهنتون خیبرپښتونخوا)
  • محب الله هارون مهمند، محمد اسماعیل کبیر (د افغان محصلینو ټولنه اکوړه خټک)
  • نظام الدین، شریف الله (هزاره پوهنتون)
  •  مصباح الدین صافی (ملاکنډ پوهنتون)
  •  دولتزئ (سوات پوهنتون)
  •   هجرت الله، ابراهم، اسد اطهر ( عبدالولی خان پوهنتون ټولې څانګې)
  • جمال الدین کبیر، شاکرالله (صوابی پوهنتون خیبر پښتونخوا)
  •  واکمن صافی (نادرن پوهنتون نوښار)
  • عبدالله زرمتی (ګومل پوهنتون ډیره اسماعیل خان جنوبی اضلاع)
  •  مطیع الله (نمل پوهنتون اسلام اباد)
  • امیر زاده ( کویټه پوهنتون بلوچستان)
  •  ضیاء الله (يونیورسټی اف لاهور)

  د شورا غړو د خپل منځ نه د يو کال لپاره مشرتابه هییت وټاکه چی . چې په لاندې ډول دی.

  • عبـــــــــــــــــــــدالله سعیــــــــــــــــــــــــــــد (د شورا ریس
  • حـــــــــــــــــــضرت الله رحیمــــــــــی (عمومی سکرتر)
  • هــــــــــــــــــــــارون زاخیـــــــــــــلوال (لومړی مرستیال(
  • مـــــــــحب الله هـــــــارون مهــــمند (دوهم مرستیال (
  • خالـــــــــــــــــد امـــــــــــــــــــــــــــــرخــــــــیل ( مالی مسؤل(
  • عـــــــــــــــــبدالله زرمـــــــــــــــــــــــــتی (کلتوری مسؤل)  هـــــــــــــــــــــــــــــــجــــــــــــــــرت الله (روابـــــــــطو مسؤل (

د شورا د جوړولو تر څنګ د غونډې ګډونوالو د شورا لپاره یو    ځو اساسی اصول تعین کړل

۱- د شوریْ نوم د افغان محصيلينو عمومی شورا، پاکستان.

)Afghan Students’ General Council, Pakistan(

۲- شورا هیڅ ډول سياسی موخی نلری. او نه په کوم سياسی، سمتی، قومی او ژبنی تعصب باور لری، یوازی موخه او هدف یې په پاکستان کې د افغان محصلينو ترمنځ اتفاق، هم آهنګی، همکاری رامنځته کول، د افغان محصيلينو د ستونزو لپاره په شريکه آواز پورته کول، او د ورته مشکلاتو نه د وتو لپاره د حل لاری پیداکول دي

ـ د وخت په تیریدو کې به د ټولو مربوطه ټولنو او اتحاديو چې مشران يې د مؤ سسینو څخه دي د انتخاباتو او نوی کابينې په راتلو سره د يادو ټولنو او اتحاديو نوی ټاکل شوې مشران د مربوطه مؤسس او یا موسسینو په واسطه شورا ته د معارفی کیدو له لارې د شورې غړیتوب ترلاسه کوې. د نوی غړو په راتلو سره موسسين خپل غړیتوب له لاسه نه ورکوي. بلکه د شورا د جوړیدو د ورځی څخه به يو کال موده سرته رسوي.

 ۳- په ټولو هغه پوهنتونونو کې چې ټولنی يا اتحادیې وجود نلری او یا يې نماینده ګان په لومړی مجلس کې حضور نه درلود، د ټولنی په رامنځته کيدو سره او يا د شورا سره د تماس په صورت کې يې ریس يا مشر د شورا د غړو موافقه، د شورا غړیتوب تر لاسه کوي.

 ۴- که چیرې په کوم پوهنتون کې يا په کومه ساحه کې د يو څخه زیاتی دوه، دری يا ډیری ټولنی او اتحادیې وجود ولری او یا رامنځته شی نو شورا ورسره خپل چلن په لاندې دريځ په اساس کوې.

 الف: که چیرې د یاد پوهنتون یا ساحی يو ریس او نماينده د شورا غړیتوب لری او د موسسينو له جملی څخه وی په داسی حال کې چې هلته بله ټولنه او اتحادیه وجود لری او یا رامنځته شی شورا په هیڅ صورت دوهمی يا نوی ټولنی ته غړیتوب نه ورکوی تر څو د شورا د موسسينو څخه هغه غړی چې په ياده ساحه کې د ټولنی استازیتوب کوی موافقه ونکړي.

 ب: که چیرې په کوم پوهنتون يا ساحه کې هیڅ ټولنه نه وی او نه په شورا کې غړیتوب لری په يو ځل د نوو څو ټولنو په رامنځته کیدو سره شورا د يو کمیسون په جوړولو د پوهنتون یا ساحی د ټولو ټولنو سره د لیدنی او اړیکو وروسته يوی فیصلی ته رسیږي.

 ۵- د شورا غړیتوب تر لاسه کول، د غړیتوب موده غزول، د شورا د غړیتوب یا مسؤلیت څخه استعفاء اخستل، منل او ردول د شورا صلاحیت دی چې شورا به یې د غړو په اکثریت باندې سرته رسوې.

۶- د شورا دفعالیتونو د لا ګړندې کولو او دوامدار ساتلو لپاره به وروسته د مؤسسینو د مشورې، د هرې ثبت شوې ټولنې یا اتحاديې د غړیتوب حق را ټولیږې .

۷- د شورا د رهبری هیئت د مؤسسینو په مشوره، د ضرورت په پیښودو، کولای شې اسسنامه کې بدلون راولې.

3 thoughts on “د ټول پاکستان په سطحه د افغان محصلینو د عمومی شورا بنسټ کیښودل شو”
  1. we appreciate u r efforts. and hope that the council should work honestly to solve the students problems. and try to motivate and provide facilities for those who wants to come for master to pakistan.

  2. This is wonderful!

    Its a big achievement for the Afghan students studying in Pakistan. Hope this unity will last for ever and will shoot all the up-coming problems in students affairs. We are optimistic that the council will be useful and supportive for all who are busy studying in Universities of Pakistan.

    Wish you all best of luck with prosperity and ever-ending success.

    Long live Afghan Students’ General Council, Pakistan

ځواب ورکول Hayatullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *