طالب مشرانو ته افغان پاسپورټ ورکول کېږي

تاند- د افغانستان د پاسپورټ ریاست د متحده عربي اماراتو له لوري د افغانستان د پاسپورټ پر نه منلو انتقاد وکړ، ویې ویل د متحده اماراتو دا اقدام داسي معنا لري چې ګواکي د افغانانو پر ملي هویت شک لري.

په دوبۍ او کابل کې یو شمېر تریول ایجنسیو ویلي چې د اماراتو حکومت د ډېرو افغانانو د وېزې غوښتنه په دې دلیل ردوي چې د افغانستان پاسپورټ ورته د اعتبار وړ نه دی.

د اماراتو کونسلګریو او د وېزې صادروونکو ادارو په ځینو مواردو کې د وېزې له متقاضیانو غوښتي چې د پاسپورټ د تایید لپاره د افغانستان د پاسپورټ او نورو ادارو جلا رسمي تصویقپاڼه وروړي.

خو د افغانستان د پاسپورټ اداره د متحده عربي اماراتو پر دې اقدام د انتقاد په ترڅ کې له دې هیواده غوښتي چې د افغانستان د دولت رسمي پاسپورټ ته درناوی وکړي.

د دې ادارې ريیس عمر صبور وايي، د متحده عربي اماراتو د کونسلګرۍ دا اقدام سم نه دی او د متحده عربي اماراتو حکومت باید یوازې د مشکوکو پاسپورټونو په برخه کې له افغانستان سره تماس ونیسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکېب مستغني هم د اماراتو اقدام د اصولو خلاف وباله، ویې ویل چې په کابل کې د اماراتو له سفارت سره په دې باب خبرې شوي دي.

په وروستیو کې متحده عربي اماراتو یو شمېر افغانان، چې ډېری یې په خټه هزاره ول، له خپلې خاورې وایستل او ویل کېږي چې د اماراتو حکومت شک لري چې د افغانانو په نوم ځیني ایرانیان دغه هیواد ته تللي دي.

دا هم ویل شوي له دوبۍ څخه ایستل شویو افغانانو په نورو نومونو پاسپورټونه اخیستي او بیا اماراتو ته تللي دي.

ښايي همدا علت وي چې په تېرو دوو میاشتو کې د افغانانو پر پاسپورټونو د اماراتو شک زیات شوی دی.

خو د افغانستان د پاسپورټ ریاست وايي، هماغسي چې نور هیوادونه لکه امریکا، جرمني او فرانسه د افغانانو مشکوک پاسپورټونه له یوه رسمي لیک سره د افغانستان د پاسپورت ادارې ته لېږي، امارات دې هم دا کار وکړي.

8 thoughts on “د پاسپورټ ریاست وايي، امارات باید د افغانستان پاسپورټ ته درناوی وکړي”
  1. د افغانستان د باندینیو چارو وزارت خصوصا د قونسلی ریاست باید په کابل کی د اماراتو له سفیر او د ویزی له مسوولینو سره وګوری او له هغوی نه د موضوع وضاحت وغواړی . که د اماراتو طرف له ځینو اشخاصو سره مشکل لری او نه غواړی چاته ویزه ورکړی دا ددوی صلاحیت دی اما د ټولو افغانی پاسپورتونو ردول او د هر پاسپورت په باب له سره معلومات غوښتل له منطقه لری خبره ده. پداسی حال کی چی د دواړو خواوو ترمنځ اسلامی ، سیاسی او ديپلوماتیکی دوستانه او ښی اړیکی شتون لری نو د دومره لویو بی باوریو سرچینه او دلایل باید وپيژندل شی.

  2. د اماراتو شک پر ځای دی.ډيری پاکستانیانو ، ایرانانو او د نوروملکونو اوسیدونکو او حتی ترهګرو د افغانستان پاسپورتونه تر لاسه کړي. مونږ ولې سترګې پټوو، ټولو ته د تذکرو اوپاسپورتونو مامورین معلوم دي چې دنړۍ تر ټولو مفسد خلک دي او د پيسو لپاره دهر څه نه تیر دي. بل زمونږ لوړپوړي دولتي چارواکي متعدد پاسپورتونه لري تر څو د غلا او فساد پيسې په اسانۍ بهر ته یوسي. بل ته ګوته نیسو او ځان ته مو پام ندی، د یو څو مفسدو دلاسه ټولو افغانانو ته خلک د شک په سترګو ګوري.

  3. السلام. دی کی باید افغانستان دولت ته د سه غبرگون خودلو زرورت نشته ولی ریشتیا هم زیاتره دایران او پاکستان وگری افغانی پاسپورت باندی نورو هیوادنو ته په تیره بیا دوبی کی په افغانی پاسپورت تگ راتگ کوی دی زما په لیدنه دا دافغانستان لپاره یو شه قدم دی. ..

  4. دي وروستیو کي دایران او اماراتو ترمنځ خړپړ سیاست وضعیت داماراتو حکومت دغه هیواد کي پرایراني سوداګرو باندي شکمن کړي دي او غواړي ایرانیان له هیواد څخه وباسي، نو له کومه وخته چي اماراتو له خپل هیواد څخه دایرانیانو دایستلو هڅي پیل کړي، دغه ایرانیان کوښښ کوي چي خپل هویت بدل کړي اکثره ایراني تجار چي اماراتو کي یی زیاتي پانګوني کړي، نه غواړي دغه هیواد پریږدي اوس یی افغانستان ته مخه کړي او افغانستان کي دپیسو په مقابل کي په ډیره اساني سره افغاني تذکري او پاسپورټونه ترلاسه کوي اوبیا دافغانستان له لاري داماراتو ویزي اخلي بیرته په نوي هویت سره اماراتو ته ځي.
    چي دغه کار داماراتو حکومت له غټ تشویش سره مخ کړي او دا پټه خبره نه ده بلکه ډیره عامه ټولو مجلسونوکي خلګ داخبري کوي چي پلاني ایراني ولاړي افغاني پاسپورټ یی واخیست بیرته دافغانستان له لاري اماراتو ته راغي.
    ترڅو چي افغانستان کي دغه فاسدي څیري واکمني وي افغاني پتمن وګړي به په ټوله نړۍ کي له شرمندګي او ذلت سره مخ وي.

  5. سلیمان خانه، ښه ارزونه د کړی، خو دا وایه چی ستا سره د وتلو کومه لار شته؟ کوم بدیل لری؟ هسی هوایی خبری پریږده، که د کار نظر لری وایه کنه دا شکایات تکراری دی.

  6. هوكي همداسي ده زموز اوسني نظام كي فراخ فساد موجود دي دخبرونو فه اساس افغانستان فه اسيا كي لمري درجه مفسد هيواد دي دايران شيعه كان فه اساني سره كولاي شي جه لمري افغاني تذكره جوره اوبيا وروسته افغاني كمفيوتري فاسفورت ترلاسه كري داكار هغه ايرانيان كوي جه داماراتو نه فه زور راشرل شوي وي اوهلته يي سرمايه فاتي وي دوي لمري هرات ولايت ته رازي هلته يا كابل كي دزركونو دالرو فه وسيله تذكري اوبيا فاسفورت اخلي داماراتو دمسولينينو أنديشنه فر زاي ده

  7. ګرانودومره فساد شروع دای چی یرانی ته لس ورځو کی پاسفورټ میلاویږی هو افعانی ته نه ماسره یرانی وه کینسل شو لس ورځو کی بعلان ولایت نه فاسپوټ نقل راوه لیږو هو هعه افعانستان ته تلایی هم نه دایی سبوت هم راسره دایی

  8. په بیرو بار جوړولو کې د مفسدینو درې ګټې دي ، لومړی دا چې په آساته اداري فساد کولی او رشوت خوړلی شي ، دوهم دا چې په ګڼه ګوڼه جوړولو او ټېله ټمبه کې د ایران شیعه ګان ، د پاکستان ترهګر ، د منځنۍ آسیااو کولاب خلک هم د افغاني تابعیت تذکرې او پاسپورټونه په کې تر لاسه کولی شي ، درېیم دا چې انتخابات راروان دي ، په ډېره آسانۍ به پردي ګاونډیان هم د رأیو ور کولو حق په کې تر لاسه کړي او د خپلې خوښې دېکتې شويو وکیلانو ته به خپلې رأیې ور کړي ، هغوی به د تېر په څېر بیا بریالي کړي او له پارلمان او ؤلسوالیو شوراګانو به د پینځو کالو له پاره بیا انډوخر جوړ کړي او راتلونکی حکومت به د خود کوزه ګل ، خود کوزه فروش او خود خوزه خر په څېر مسخ کړي .اصلي پروژه همدغه ده .

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *