پاړه چنار

تاند- د کورمې ایجنسۍ په مرکز پاړه چنار ښارګي کې نن د روژه مات په درشل کې دوو پر له پسې چاودنو لږترلږه ۴۰ تنه وژلي او نژدې ۱۰۰ نور ژوبل کړي دي.

د پاکستان ملي تلویزیون وویل، لومړۍ چاودنه د پاړه چنار په مرکزي یا اصلي بازار کې وشوه خو دوهمه په (سکول روډ) سړک باندې وشوه.

په دې قبایلي سیمه کې د مرکزي حکومت یوه استازي رسنیو ته وویل چې د دېرش تنو مړي شمېرل شوي خو ګومان کېږي چې د تلفاتو شمېر به تر دې زیات وي ځکه چې یو شمېر ټپیان مرګي حاله ښکاري. د ده په وینا په دغو بریدونو کې ۷۲ تنه ژوبل شوي دي.

د حکومتي چارواکو په وینا باور کېږي چې دواړه چاودنې به ځانمرګو کړي وي.

پ

کورمه ایجنسي د نورو ایجنسیو په منځ کې
کورمه ایجنسي د نورو ایجنسیو په منځ کې

ه پاړه چنار کې د اسلام اباد سیاسي استازي (پولیټیکل ایجنټ) ریاض مسود رویټرز خبري اژانس ته وویل چې داوړه حملې د ځانمرګو له لوري شوي او دواړه بریدکوونکي پر موټرسایکلونو سپاره ول.

ځانمرګو ته ویل شوي چې د روژې په میاشت کې د ځان وژلو په صورت کې بې پوښتنې جنت ته ځي.

ښاغلي مسود همداراز وویل چې دواړه بریدونه د شیعه مسلمانانو د دوو امام باړو مخته د یوې دقیقې واټن ترمنځ شوي دي. ځینو نورو چارواکو بیا د چاودنو ترمنځ واټن څلور دقیقې ښودلی او د تلفاتو په اړه یې هم متفاوت ارقام وړاندې کړي دي.

د پاړه چنار اکثره اوسېدونکي په خټه توري پښتانه او له مذهبي پلوه شیعه دي. که څه هم توریان له نورو پښتني قومونو لکه منګلو سره قومي تربګنۍ لري خو منګلو یا تورو تراوسه پوري د یوبل پرضد له ځانمرګو بریدونو څخه کار نه دی اخیستی خو د سپاه صحابه سرزورې ډله، چې د پاکستان د آی ایس آی د عناصرو له ملاتړه برخمنه ده، تل پر شیعه مسلمانانو بې رحمه بریدونه کوي.

په همدې حال کې د پاړه چنار د روغتون کارکوونکي او ډاکتران وايي چې د ټپیانو شمېر شاوخوا سلو تنو ته رسېږي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې په روغتون کې ټپیان نه ځاییږي او یو شمېر ټپیان د روغتون په انګړ کې درمل کېږي.

One thought on “د پاړه چنار په ۲ خونړیو چاودنو کې ۴۰ تنه وژل شوي او نژدې ۱۰۰ ژوبل دي”

ځواب ورکول چودهری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *