تاند- د امریکايی ډالر او نورو اسعارو په وړاندې د پاکستانۍ روپیو ارزښت په خپل تاریخ کې تر ټولو ټیټ حد ته ولوېد.
نن /سې شنبه/ د پاکستان په بازارونو کې هر امریکايي ډالر په ۱۳۶ پاکستانۍ روپۍ تبادله کېده.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د یوه ډالر ارزښت تر دې ۱۲ روپۍ ټیټ و.
دې ته په پام چې پاکستان پورونو ته سخته اړتیا لري چې خپل پخواني پورونه پرې ادا کړي، نړیوالې مالي موسسې حاضرې نه دي چې پاکستان ته په اسانه پور ورکړي.
ګومان کېږي چې د نویو پورونو په ترلاسه کولو کې ځنډ به د پاکستاني روپیو ارزښت نور هم ټیټ کړي.
دا د هغو افغانانو لپاره په ځانګړي ډول یو خبرداری دی چې په پاکستاني روپیو راکړه ورکړه کوي یا له ځان سره پاکستاني روپۍ ساتي.
د پاکستان حکومت ویلي چې د پیسو له نړیوالې بسپنې (صندوق) څخه د پور غوښتنه کوي خو دې بسپنې ویلي چې پاکستان د پیسو مینځلو د مخنیوي په شمول باید یو لړ شرایط پوره کړي چې پور ورکړي.
پاکستاني چارواکي وايي چې د پیسو له نړیوالې بسپنې سره د پوره په اړه خبرو ته دوام ورکوي او هیله لري چې اسیايي پراختیايي بانک به څه باندې ۷ ملیارد ډالره پور ورکړي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې هڅه کوي له دوستو هیوادونو مرسته واخلي.
چین حاضر دی چې پاکستان ته په اسانه پور ورکړي خو پاکستان پوهېږي چې د چین پور ورته خطرناکې نتیجې لرلی شي.
چین په اسانه نورو هیوادونو ته پور ورکوي او حتي په نسبي ډول لږ سود اخلي خو د پاکستان په شان هیوادونه، چې په خپل وخت پور نه شي ادا کولی، د پور د ورکړې د نېټې د پوره کېدو په وخت مجبوري چې ځینې ستراتیژیک بندرونه یا ځایونه په ګرو ورکړي.
I hope it’ll be : 1Afgh.= 100 pok.rupp.=50 Indian Rps.
In Sha ALLAH