تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله د دوشنبې په ورځ ډیورنډ کرښې ته نژدې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې له حملې روغ ووت.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې د قبایلي سیمو یوه جګپوړي چارواکي تایید کړه چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د بې پېلوټه الوتکې د برید په مهال ملا فضل الله د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د حملې په ځای کې و.

پاکستان تل هڅه کړې چې داسي وښيي چې ملا فضل الله د افغانستان په خاوره کې دی.

پاکستاني ورځپاڼه د قبایلي سیمې د د یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی یاد کړی، په قول وايي چې ملا فضل الله له بریده روغ ووت خو پنځه تنه نور د افغانستان او پاکستان ترمنځ د صفر په نقطه کې ووژل شول.

د دغه چارواکي له خولې همداراز ویل شوي چې دوی د حملې په اړه نور معلومات راټولوي او د افغان امنیتي چارواکو لپاره یو راپور برابروي.

ده په دې باب چې فضل الله له حملې وروسته چیري لاړ، معلومات نه لرل.

د پاکستاني طالبانو مخکینی مشر حکیم الله مسود هم د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و خو په تېرو دیارلس کلونو کې د افغان طالبانو هیڅ مهم مشر د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې نه دی وژل شوی.

2 thoughts on “د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر د امریکا د بې پېلوټه الوتکې له بریده روغ ووت”
  1. ملا جانه ؟
    جستي،جستي اخر به دستي
    دستاسوشخصي كناه كارانو زوند دميزي زوند دي.
    الله ته توبي وباسي دالله خخه دعفوي طلب وكري
    دا دنيا خو مو بر باد شوه جه أخرت مو شه شي.
    كه نه وي أخرت مو هم كو در كو دي.

  2. دا هسی بهانی دی له ای اس ای نه زمونږ د کورنیو چارو وزارت هم نه دی خلاص او هلته هم خپل ځان مرګی او خرمرګی په ډاډه زړه ځای پرځای کوی نو ملا فضل الله څنګه له پنجابیانو په خلاص زړه په افغانستان کی ګرځی. اسامه بن لادن هم امریکاییانو په افغانستان کی لټاووه او آخر په راولپنډی کی ووژل شو . ستاسو داسمبولیک ملا به د ملا عمر په کور کی یوځای په کوټه یا کراچی کی ناست وی او دهغه په نوم به زمونږ هردم شهید خلک هره ورځ وژل کیږی. د دراوغجنو د مخ تور او مړی به یی په تخته وشرمول شی.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *