تاند- د پاکستان استخبارات وايي چې د دغه هیواد د طالبانو د تحریک مشر حکیم الله مسود نن ماښام ناوخته د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

استخباراتي راپورونه، چې خپلواکو سرچینو او طالبانو لا تایید کړي نه دي، وايي چې حکیم الله مسود د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته نژدې په دنډه درپه خپل کې د ډرون په برید کې وژل شوی دی.

د پاکستان استخبارات ادعا کوي چې حکیم الله مسود له پنځو نورو کسانو سره وژل شوی دی. استخباراتي سرچینې وايي چې عبدالله بهار مسود او طارق مسود په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

سرچینې وايي چې بې پېلوټه الوتکو د حکیم الله مسود موټر وروسته له دې په نښه کړ چې دی په ډنډه درپه خيل کې په یوه جومات کې له غونډې ووت.

که حکیم الله مسود وژل شوی وي دا به پاکستاني طالبانو ته لوی ګوزار وي.

تر دې مخکې د دوی مشر بیت الله مسود هم په ورته برید کې وژل شوی و. په وروستیو کې د حکیم الله مسود یو مرستیال لطیف مسود، چې ادعا کېږي د افغانستان له حکومت څخه د هکمارۍ لپاره کابل ته روان و، له افغان ځواکونو څخه امریکایي پوځیانو په زوره ونیوه.

پاکستاني طالبان د افغان طالبانو خلاف له بهرني ملاتړه برخمن نه دي ځکه یې مشران یو په بل پسې وژل کېږي او د وسلو، او پیسو له ستونزو سره مخامخ دي.

3 thoughts on “د پاکستاني طالبانو مشر د ډرون په برید کې ووژل شو”
  1. It’s very sad news to hear mujahed hakemullah is been shaheed by isi and drone attack , afghan poor corrupt authority must clear arresting of Latif maseed and they must support hakemullah masood anti Pakistani TTP , BLA to save our country .

  2. ددی خبر په اوریدوباندی ډیر خپه شوم ځکه جه امریکا اینګلیس او پنجاپی ای اس ای هغه کسان په نښه کوی چه ددوی اجنتان نه وی او خپلواک وی که نه خو دکوټی شورا د پیښور شورا دکراچی شورا د اوداسی نور د مزدورو طالیبانو مرکزونه خو سری سترګی ګرزی حتی مالی او تسلیحاتی مرستی ورسره کوی

  3. History wetness that Pakistan sold Mujahedeen. Now once again they are repeating their friendship with Taliban militants because we are observing that after the recent Visit of Pakistani Prime Minister Nawaz Sharif to America and British, Hakimullah has been killed by drones. So it means that Pakistan sold their sweet Taliban friends to America like they were sold Mujahedeen. Therefore now they are thinking for another option.

ځواب ورکول Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *