تاند- د پاکستاني طالبانو یوې غښتلې ډلې اعلان وکړ چې نور به افغانستان ته جنګیالي نه لېږي او د دې پرځای به ټول وسایل او امکانات د وزیرستان دفاع ته متمرکز کوي.

د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د شمالي وزیرستان د مجاهدینو شورا پر وزیرستان د پاکستان د پوځ له بې رحمانه بمباریو او د زرګونو خلکو له بې ځایه کېدو وروسته له خلکو وغوښتل چې د ضرورت په صورت کې افغانستان ته هجرت وکړي.

د شمالي وزیرستان د مجاهدینو شورا په یوه اعلامیه کې ویلي:«د باوري معلوماتو له مخې حکومت د عملیاتو د کولو پرېکړه کړې ده. موږ پر تاسو خلکو د حکومت نور ظلم نه شو زغملی نو تاسو د وزیرستان خلک د جون تر لسمې مخکې د خپلو کورنیو غړي، ماشومان او ښځې  خوندي ځایونو ته یوسئ ځکه چې (د پاکستان د پوځ) د عملیاتو په ترڅ کې خلکو کډې بار کړې، په یاد لرئ چې د حکومت له لوري د اغېزمن شویو کسانو لپاره جوړو شویو کمپونو ته د دې لپاره لاړ نه شئ چې هلته به مو نه دین ساتلی وي، نه ایمان، نه غیرت او نه عزت.»

د مجاهدینو شورا د وزیرستان له خلکو غوښتي چې د پاکستان د حکومت کمپونو ته د تګ پر ځای افغانستان ته لاړ شي.

«داسي لور ته لاړ شئ چې له هغه ځایه د اړتیا په صورت کې افغانستان ته هجرت اسانه وي لکه دته خېل.»

د شمالي وزیرستان د مجاهدینو شورا، چې مشر یې پخوا د پاکستان له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړی و او د تحریک طالبان پاکستان د نورو ډلو په شان یې د حکومت پرضد فعالیت نه کاوه، په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان له حکومت سره یې تړون پای ته رسېدلی دی.

د شمالي وزیرستان د مجاهدینو شورا له خلکو غوښتي چې د وزیرستان د ننګ او غیرت لپاره له دوی سره لاس یوکړي او د جون تر لسمې پوري د دوی له لیکو سره یوځای شي.

دې ډلې ټینګار کړی چې له دې ایسته به افغانستان ته ځواکونه نه لېږي او خپل ټول قوت به د پاکستان د پوځ پر ضد کاروي.

0 thoughts on “د پاکستاني طالبانو یوې ډلې له خلکو وغوښتل چې افغانستان ته هجرت وکړي”
  1. وزيرستان مظلومه دافغانستان ولس ستاسي
    راتگ ته انتظار دي تاسي زمونگ خپل مت او وزر يي
    خپل افغان ورونه به لتاسو سره د خولي مري بيله كرو
    پدي زانته هيس د شرم او پرديتوب احساس ونكري
    ستاسو د راتگ په هيله

  2. پخیر دی راشی مونږ ورته سترګې په لار یاستو څو د خپلو مهاجرینو ورڼو په ورین تندی پالنه وکړو. الله د ناپاک پوځ سره له خپلو ملیشو نیست او نابود کړی

ځواب ورکول Zek Pakhtoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *