تاند- راپورونه وايي، د پاکستاني طالبانو یو مهم قوماندان ملا یاسر د بې پېلوټه الوتکې په برید کې په کونړ ولایت کې وژل شوی دی.
افغان چارواکو نن /چهارشنبه/ وویل، ملا یاسر تېر ماښام د کونړ په شلتن کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د دوی په وینا د امریکايي بې پېلوټه الوتکې په یوه بل برید کې د داعش قوماندان یاسین د کونړ په ماڼوګۍ ولسوالي کې ووژل شو.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د پاکستاني طالبانو یو بل قوماندان عمر رحمان هم وژل شوی دی.
عمر رحمان، چې په استاد فتاح مشهور و، په شلتن ولسوالي کې وژل شوی دی.
پاکستاني رسنۍ وايي، فتاح پرون /سې شنبه/ سهار ۱۰ بجې د پاکستاني طالبانو د یوه مشر احمد سواتي کور ته روان و چې برید پرې وشو.
تېره میاشت د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم د بې پېلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.
دا ډیر غلط کار شوی دی او زه پری خفه یم ځکه آیا تر اوسه همداسی کوم عمل په چټلستان کی ترسره شوی چی دلته ترسره کیږی همدا پاکستانی طالبان دی چی هغوی چټلستان پیژندلی او هلته جهاد کوی او الله ج د جهاد قبول او د شهیدانو شهادتونه د الله قبول کړی
هغه چی د چټلستان په ضد جهاد کوی هغوی شهیدانیږی او هغه چی د چټلستان په لمسون یا ملاتړ هر ترورستی عمل اجرا کوی هغه سری سترګی ګرځی ددی کار باید مخه ونیول شی او یی مثل عمل هم په بل لوری کی ترسره شی
عابد صيب معقول نظر لري