تاند- د یوې پاکستانۍ ماډلې او د دغه هیواد د یوه دیني عالم ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو او پاکستانیانو د بحث پر تودې موضوع بدله شوې ده.

دا ویدیو پاکستانۍ ماډلې قندیل بلوچ په خپل موبایل ټېلفون کې ثبت کړې او بیا یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده.

قندیل بلوچ وايي چې له دیني عالم مفتي عبدالقوي څخه یې پوښتنه وکړه چې روژه لري او کنه، مفتي په ځواب کې وايي چې روژه یې د دې د مینې لپاره نه ده نیولې.

خو مفتي عبدالقوي دا تور ردوي.

Moftiپه هغه ویدیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې بیا بیا خپرېږي، قندیل بلوچ او مفتي عبدالقوي په یوه خونه کې په داسي حال کې لیدل کېږي چې د دواړو په لاسونو کې موبایل ټېلفونه دي، قندیل په موبایل فلم اخلي او لیدونکو ته په خطاب کې وايي:

«تاسو پوهېږئ چې مفتي عبدالقوي صاحب بیا بیا له ما غوښتي، ټېلفون یې راته کړی چې محترمه قندیل بلوچ چیري ده، زه د میاشتې لیدو ته راغلی یم خو تر میاشتې مخکې باید لومړی تاسو ووینم، خو په هغه وخت کې زه ډېره مصروفه وم، ومې نه کړای شول چې ورسره ووینم خو په تماس کې وو. تاسو هم بیا بیا پیغامونه رالېږل چې کله له مفتي صاحب سره وینم، دا ده بالاخره نن موږ سره ولیدل دلته راغلې یم، باید ووایم چې دی ډېر ډېر ښه دی.»

په همدې ویدیو کې مفتي عبدالقوي وايي:

«زه له دې مننه کوم چې زما لپاره راغله.»

مفتي عبدالقوي د پاکستان د رویت هلال کمېټې غړی دی. په پاکستان کې د روژې او اختر اعلان د دې کمېټې مسوولیت دی.

مفتي عبدالقوي وايي چې قندیل بلوچ په خپله د ده لیدو ته ورغلې وه او غوښتل یې چې له ده څخه د جادو پر ضد تعویز واخلي.

خو قندیل بلوچ دا خبره ردوي او وايي چې مفتي د کراچۍ په یوه هوټل کې د لیدو بلنه ورکړې وه.

مفتي عبدالقوي تر دې دوه میاشتې پخوا په یوه تلویزیوني خپرونه کې قندیل بلوچ ته د ملاقات بلنه ورکړې وه.

One thought on “د پاکستانۍ ماډلې او مفتي ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه پارولي”
  1. افسوس د هغو افغانانو په حال چې ددغه اونورو پاکستانی خبیثو علماو ساتول ته یی خپلی غاړی ایښې دی

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *