ښاغلی نبیل

لیکوال: داوود اکبرزاده، د لندن په کېنګ پوهنتون کې د معاصرې جګړې د څانګې د ماسترۍ د دورې محصل دی.

ژباړه: م.ف

په ۲۰۱۰ کال کې چې رحمت الله نبیل د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ملي امنیت رییس شو، د افغانستان خلکو لپاره یوه ناپېژندل شوې څېره وه او ځینې وړاندوینې به وې چې ښايي هغه ونه شي کړای چې ملي امنیت سم رهبري کړي؛ خو د نبیل د کار پایلې دغه برداشت برعکس ثابت کړ. نوموړي په ملي امنیت کې د خپلو کارونو په لومړیو ورځو کې ژمنه وکړه چې دغه اداره به ولسي، مسلکي او اغېزمنه کوي. په دغه مقاله کې دغو درېیو هدفونو ته د رسېدو لپاره د هغه د کارونو پر پایلې بحث کوو.

د لومړي ځل لپاره مې چې د خپلې ماسټرۍ دورې د څېړنې په موخه له رحمت الله نبیل سره د هغه د کار په دفتر کې ملاقات وکړ، نبیل مې یو خوش څېره، ساده لباسه او نسبي خاموشه انسان وموند. د هغه سویسي مون بلانک قلم او ساعت خوښېږي او ویل یې چې هره ورځ ۶ پیالې قهوه څښي او تر ډېره سیګرټ څکوي.

نبیل ۴۶ کلن دی، ۱۲ کاله مخکې د افغانستان سیاست ته داخل شوی دی. نوموړی د انجینرۍ له پوهنځي څخه تر فراغت وروسته د افغانستان په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له پروګرام سره همکار شو او وروسته په ملګرو ملتونو کې لوړو پوړیو ته ورسېد. نوموړی په ۲۰۰۳ کال کې د لومړي ځل لپاره د ملي امنیت شورا د داخلي چارو د رییس په توګه وټاکل شو او دغه اداره یې ((د ولسمشر د ساتنې ریاست)) په نوم ونوموله او د هغې مسوولیت یې پر غاړه واخېست. د ولسمشر د ساتنې مسوولیت له امریکایانو څخه دغې ادارې ته وسپارل شو. تر څو کلونو وروسته دغه ریاست د افغانستان په کچه په یو اغېزمن امنیتي اورګان بدل شو. هغه وخت چې نبیل د ولسمشر د ساتنې ادارې رییس و، ۶ ځلې د افغانستان پر ولسمشر بریدونه وشول، چې ۴ ځله یې ډېر جدي وو او ټول دغه بریدونه هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ شول او له همدې امله ولسمشر حامد کرزی څو ځلې له مرګ څخه وژغورل شو. دا مهال د ولسمشر د ساتنې ریاست کاري وړتیا او ظرفیت د سیمې په کچه بې سارې دی.

په ۲۰۱۰ کال کې، د ملي امنیت له لوی ریاست څخه د امرالله صالح تر استعفا وروسته، ښاغلی نبیل د دغې ادارې د رییس په توګه وټاکل شو. په هغه وخت کې د ملي امنیت ریاست د لوړو ظرفیتونو په درلودلو سره د عملیاتي او ستراتیژیکې توانایۍ په لوړولو کار کاوه. نبیل د ملي امنیت ریاست راس ته په راتللو سره، ډېر ژر د ملي امنیت د استخباراتي تحلیل، ملاتړي سېستم او ځانګړو قطعاتو په کاري ډول کې بدلون راوست او دا په دغه اداره کې د ستراتیژیکو ظرفیتونو د جوړولو پیل و. نوموړي دغې ادارې ته د ځوانانو په راوستو سره، د ملي امنیت لوی ریاست له یوې اغېزمنې امنیتي ادارې څخه پر یو اغېزمن ملي ځواک بدل کړ. ښاغلي نبیل، د هغه په خپل تعبیر ((د افغان مغزونو ښکار)) برنامه پیل کړه او تر ټولو وړ مسلکي کسان یې د ملي امنیت اورګان ته را جذب کړل. څه موده مخکې د ښاغلي نبیل په اړه په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې یوه مقاله خپره شوه. په دغه مقاله کې راغلي دي: ((کله چې د ملي امنیت ریاست ته ننوځئ، ډېر شمېر افغان ځوانان به له نازکو نېکټایانو سره وګورئ، چې د لویدیځ په معتبرو دفاعي او اقتصادي پوهنتونونو کې یې زده کړې کړې دي.)) نیویارک ټایمز زیاتوي چې ښاغلی نبیل توانېدلی دی چې په ملي امنیت کې پر یو مهال درې نسله مدیریت کړي: د چپي حکومتونو د وخت مسلکي جنرالان، جهادي قوماندانان او نوی نسل. هغه وايي، لومړی نسل هغه جنرالان دي چې کلونه تجربه لري. دویم نسل هغه مجاهدین دي چې کلونه د معاصرې جګړې تجربه لري او درېیم نسل ځوانان دي چې عصري علوم یې زده دي او د اوس مهال له مهارتونو او ټېکنالوجۍ سره اشنا دي. دغه ټولګی د افغانستان د ملي امنیت ادارې د پرمختګ علمبردار دی. ښايي له همدې امله ده، چې د ملي امنیت اداره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د افغانستان دولت د تر ټولو کاري امنیتي ادارې په توګه شهرت لري.

د افغانستان د ملي امنیت اداره دا مهال د وخت پر پرمختللې ټېکنالوجۍ مجهزه ده او د ځانګړو عملیاتي ظرفیتونو څخه برخمنه ده، چې کولای شي په هر ځای کې شپه او ورځ عملیات وکړي او له سم اطلاعاتي تحلیل سره د هېواد او سیمې امنیتي وضعیت ریښتینی تصویر وړاندې کړي. کله چې ولسمشر اشرف غني ولسمشرۍ ته تر رسېدو وروسته، د امنیتي اورګانونو لېدنه وکړه، د ملي امنیت د وړتیاوو او ظرفیتونو تر لېدلو وروسته یې د هغوی کارمندانو ته داسې وویل: ((د افغانستان ملي امنیت ادارې د نیمې پېړۍ لاره په درېیو کلونو کې وهلې ده.))

دغه دوه بېلګې د ملي امنیت د بریا او اغېزمنتوب کېسه کوي، چې د دغې ادارې د رییس رحمت الله نبیل د سمې کاري ستراتېژۍ ښکارندوی ده. د نوموړي د همدغو موفقیتونو او کاري ډولونو له امله وه چې د هېواد د ملي امنیت اداره د نبیل په وخت کې د دولت په یوه محبوبه او اغېزمنه امنیتي اداره بدله شوه. ناویلې دې پاتې نه وي چې د ملي امنیت په پیاوړتیا کې د امرالله صالح رول هم ډېر و. هغه هم په خپل وخت کې د هېواد د ملي امنیت کړنې او وړتیاوې ډېرې کړې وې. دا مهال د ملي امنیت اداره د افغانانو لپاره له یو وېروونکې اورګان څخه په یوه باوري اداره بدله شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې مسلکي والی، اغېزمنتوب او باور د تېر کال د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته د افغانستان خلکو لپاره څرګند شو. د تېر کال ټاکنې د نړۍ له تاوتریخوالي ډکو ټاکنو څخه وې. دغو ټاکنو د پوځي جنرالانو، لوړپوړو دولتي چارواکو، عالمانو او د مدني ټولنې غړو لاسونه د ټاکنیزو ټیمونو په پلوۍ پورته کړل. خو د افغانستان د ملي امنیت غړي د نوماندانو او ټاکنیزو ټیمونو په پلوۍ تورن نه شول او په پوره ژمنتیا او بې پلوۍ یې خپل مسوولیتونه تر سره کړل او د ټاکنو پر مهال یې د ترهګرۍ پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه او په هېواد کې یې د امن په فضا کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړه. په یاد مې دي چې ټیک د ټاکنیزو جنجالونو پر مهال، ملي امنیت د سیمې په کچه د یو ستر جنایتکار رییس خدایداد په نېولو پسې شو او هغه یې ونېو او د قانون منګولو ته یې وسپاره.

د ښاغلي نبیل د کامیابې او سالمې رهبرۍ پایله وه، چې د ملي یووالي حکومت دواړو ټیمونو د ملي امنیت ریاست ته د نوموړي په معرفي کولو هوکړه وکړه او هغه یې ولسي جرګې ته د ملي امنیت د رییس په توګه ور وپېژانده.

د نبیل لاسته راوړنې، د دښمن لپاره وېره

یو له هغو دلایلو څخه چې د پاکستان د اسختباراتو پام یې را جلب کړ، د افغانستان د ملي امنیت ادارې لویې لاسته راوړنې دي. هغه وخت چې ښاغلی نبیل د ولسمشر لخوا د باور رایو د ترلاسه کولو لپاره پارلمان ته ور وپېژندل شو، د پاکستان د استخباراتو سازمان په جرګه کې د خپلو کسانو په لاس د پیسو په وېشلو سره هڅه وکړه چې نوموړی د ولسي جرګې د باور رایه وانخلي او همدا شان یې له پارلمان بهر ځینو کسانو ته پیسې ووېشلې چې د ده پر وړاندې په رسنیو کې تبلیغ وکړي. اطلاعات ښيي چې جنرال راحېل شریف افغانستان ته د خپلو سفرونو پر مهال په وار وار له ولسمشر او له اجرايي رییس څخه غوښتي دي چې نبیل د ملي امنیت ریاست له چوکۍ څخه ګوښه کړي، چې دغه غوښتنه یې د حکومت د مشرانو له خوا رد شوې ده. د نبیل کامیابي د ده په شخصیت او کړنو کې د درېیو لاملونو له وجې ده: یو، هغه متعصب نه دی. دویم، ژمن دی او پرته د کومې سیاسي ډلې له پلوۍ څخه فعالیت کوي. درېیم، په هوښیارۍ د دښمن د ماتولو لپاره جګړه کوي.

ولې د پاکستان استخباراتي اداره له نبیل وېرېږي؟

په پاکستان کې د خپرېدونکې ورځپاڼې ((دنیا)) د لیکنو له قوله، د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې، د کراچۍ پر هوايي ډګر کې د ۱۰ ترهګرو له خوا خونړۍ برید وشو، چې له امله یې ډېر مالي او ځاني زیانونه واوښتل. پاکستان ډېر ژر رحمت الله نبیل تورن کړ چې نوموړي دغه برید طرحه کړی دی. دغه راز د تېر زېږدیز کال په سېپټمر میاشت کې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر یو پوځي مرکز تر برید وروسته، د پاکستان استخباراتي سازمان نبیل تورن کړ، چې دغه برید یې طرحه کړی و. د نیویارک ټایمز د مقالې په قول، د افغانستان ملي امنیت توانېدلی دی چې د سیمې لوی جګړه ماران او خپل دښمنان د افغانستان په ګټه را وڅرخوي.

د پاکستان د استخباراتو سازمان هره ورځ له طالبانو څخه په ګټه اخېستنې د افغانستان پوځي مرکزونه، پولیس، ښوونځي، روغتونونه، بانکونه او ښارونه تر بریدونو لاندې نیسي. زما په نظر، که د افغانستان ملي امنیت وکړای شي چې جګړه د دښمن د قدرت ځمکې ته ور ستنه کړي، ښه ځواب دی. ښاغلي نبیل، چې کله د ملي امنیت د رییس په توګه پېژندل شوی و، په خپلو خبرو کې وویل: ((پاکستان باید له ترهګرۍ څخه په لاس اخېستو له ځان سره مرسته وکړي؛ له هغې پرته به د دغې جګړې اور د دوی خپله لمن وسوځوي.)) د ښاغلي نبیل دغه خبرې کولای شي د پاکستان د وېجاړوونکو کړنو پر وړاندې د هغه قاطعیت څرګند کړي او دا د پاکستان لپاره یو خبرداري هم کېدلی شي، چې که په افغانستان د جګړې پر دوام فکر وکړي، افغانستان کولای شي له خپلو لارو پاکستان ته ځواب ورکړي.

د افغانستان او پاکستان راتلونکی

۹ میاشتې مخکې، کله چې په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته شو، ولسمشر غني له پاکستان سره د اړیکو نوې پاڼه پرانېسته. ولسمشر له پاکستان سره یوه درې اړخیزه برنامه پیل کړه: لومړی، د پاکستان له پوځیانو سره یې مستقیمې خبرې اترې پیل کړې. دویم، هڅه یې وکړه چې د سیمې د هغو هېوادونو همکاري را جلب کړي چې له پاکستان سره همکاري لري، څو وکړای شي پر پاکستان فشار راوړي چې د سولې په پروسه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. درېیم، هڅه یې وکړه چې د منځنۍ اسیا په اړه خپل اقتصادي لیدلوری روښانه او په هغې کې د پاکستان رول تعریف کړي. خو پاکستان له خپلو دروغجنو ژمنو سره، د افغانستان په چارو کې په خپلې وېجاړوونکې پالیسۍ کې هېڅ ډول بدلون رانه وست. پاکستان ولسمشر غني ته ژمنه ورکړې وه چې د روان کال د مارچ تر ۱۵ به طالبان د خبرو اترو مېز ته کېنوي، چې دغه کار وه نه شو. د پاکستان دولت ژمنه کړې وه چې سږ کال به طالبان خپل پسرلني عملیات نه پیلوي، چې دغه کار هم وه نه شو. بالاخره پاکستان اعلان وکړ چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی؛ خو بیا یې هم پر دغه ژمنه عمل وه نه کړ.

په تېرو ۹ میاشتو کې پاکستان په افغانستان کې درې هدفه تعقیب کړل: لومړی، په عملي ډول یې له طالبانو څخه خپل پوځي او مالي ملاتړ بند نه کړ. دویم، وه یې غوښتل خلکو ته ووایي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت ماتېدونکی دی او ادامه نه لري. درېیم، له افغان دولت سره د خبرو اترو او سیاسي اړیکو د فضا په ګرمې ساتلو سره یې، له موقع په ګټه اخېستو طالبان پیاوړي کړل او په افغانستان کې یې ناامنۍ ته لمن ووهله.

وروستۍ خبره دا چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان دوه مخی سیاست دا ثابتوي چې دغه هېواد هر څومره ژمنې وکړي، پر هغې عمل نه کوي، بلکې په ټوله مانا یې برعکس عمل کوي. موږ نه باید د پاکستان د توطیو او خپلو خوشبینیو ښکار شو. دولت باید تر ډېره خپلې هڅې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر تجهیز، څارنه او مدیریت متمرکزې کړي.

د رحمت الله نبیل په څېر ستراتیژیستان له شک پرته د دښمن له مخالفت سره مخ کېږي؛ خو دولت باید هېڅ ډول فشار، حیلې او فریب ته تسلیم نه شي او د هغه رول او کړنې باید بابېزه وه نه ګڼي.

افغانستان د کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره د مبارزې لپاره وړ پوځي ستراتیژیستانو، ځیرکو سیاستمدارانو او ژمنو سرتېرو ته اړ دی.

8 thoughts on “د پاکستان استخباراتي اداره ولې له نبیل څخه وېریږي؟”
  1. وایی له یو چا نه یی پوښتنه وکړه چی غوښه ، ډوډۍ ، میوه او پيروی خوری؟ هغه بل سړی چی وږی وو ورته ویی ویل چی نوم یی مه اخله ، راوړه یی چی ویی خورو.

  2. رحمت الله نبیل یو هو ښیار ځیرک پخپلو اعصا بو حا کم اود سړې سینې خا وند مد بر انسان دۍ ، له وطن سره بی کچې مینه لري نو ځکه یې ددو ښمنا نو ټولې تو طيي د او بو ځګ شي، څوک چې له خپل هیواد ټا ټو بې سره په اخلا ص مینه لري الله (ج) خپل بري ور په بر خه کوي، خبره یوازې د اخلاص ده نور ې کا میا بۍ او نا کا مۍ د الله په مشیت پورې اړه لري، د لوی رب له در بار څخه په اخلا ص غواړو چې د وطن ریښتوني بچیان پخپل امان کې و سا تي او وطن پلورو نکي اود پردیو نو کران رسوا او بر باد کړي او دا وطن یې له شر څخه خلاص شي آمین .

  3. ګرانو لوستونکو!

    السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

    ښاغلی نبیل زه له نږدې نه پېزنم او نه مې ورسره ترننه پورې لېدنه شوې ده. ددې موضوع لوی لامل دادی چې زه په نړۍ کې څارګرو اداره سخته کرکه لرم خو داهم باید له یاده ونه باسو چې د یوې تکړه، مسلکي او فعالې څارګرې اداره پرته د نړۍ پرمخ هېڅ هېواد نشي کولای چې هوسا او په سم سمکي سمبال ژوند ولري.
    یوه ورځ چېرته میلمانه وو، د افغانستان سیاست تر بحث لاندې وو، مختلفی خواوې سره را ټولې وې، چا د افغان حکومت، چا د اسلامي حزب، چا د جمعیت اصلاح او چا هم د طالبانو بره ویله. زه چپ ناست وم او دهر لوري نظر مې واورید. که څه هم زه په سیاست دومره زیات نه پوهېږم خو کله ناکله په دغه شان بحثونو کې د زړه د درد او غم تڼاکه ماتوم. نبیل صاحب پدغه یو یا دوه ورځو کې له ولسي جرګې خپله د باور رایه لاسته کړې وه او زمونږ سره یوه ناست درانه شخصیت ته مبارکي ویل کېده، وروسته را جوته شوه چې دغه کس د نبیل صاحب ورور وو. په دغه وخت کې په نبیل صاحب او د هغه په کړو او راتلونکي باندې هم تبصرې ترسره شوې. کله چې په یاد بحث کې لږ وړه شانته دمه راغله نو یو درانه مشر او قوماندان صاحب ماته کړه چې: ته څه پکې وایې؟
    ما ورته مخ ورواړاوه او ټولو په مجلس کې ناستو ته کړه چې: هیله مې داده چې زما په نظر باندې رانه نه دیموکراتان، نه حزبیان، جمعیت اصلاحیان او نه هم طالبان خفه شي. له یوه سره مې پرې چاړه را واخیستله او له هرچا څخه مې هغه څه لېرې کړل چې زما په آند یې دافغانستان له ملي ګټو، خپلواکۍ، تاریخ او ولسي غوښتنو سره اړخ نه لګاوه. له دې وروسته نبیل صاحب ته راغلم:
    • نبیل صاحب د ملي امنیت د ادارې یو نسبتاً ځوان مشر دی چې په خپله اداره کې د کورنیو او بهرنیو کارونو او دندو کې له لاسته راغلې تجربې او پایلې کار اخلي خو لاهم ورته ننګونې او خنډونه زیات دي.
    • د مسلکي، ژمن او باعزمه ټیم له کمي سره د یادې اداره په زیاتو برخو کې مخامخ دی.
    • اداره یې زیاته په مادي لحاظ پیاوړې کړې ده او له معنوي لحاظه لاهم په یاده اداره کې خورا لويې کمۍ لیدل کیږي.
    • د امنیت له عالي شورا سره او دهغې له مشرتابه سره په ټولو مهمو برخو کې لاهم یوه خوله نه ښکاري.
    • د ملي امنیت په اداره لاهم دا تور شته چې زیات کارکوونکي یې له یوې سیمې او یوه لوري دي.
    • په یاده اداره داسې باور نه دی پوره شوی چې دغه اداره دې په دې توانېدلې وي چې د کورني او بهرني سیاست او امنیتي غوښتنو او اړتیاوو په سمون او همغږۍ دې برلاسې شوې وي.
    • لا هم یاده اداره ددې ګواښ سره ډېره زیاته مخ ده چې نورې څارګرې اداره دې په دې وتوانیږي چې د دې ادارې کارکوونکي دې د پردیو لپاره په کار وګومارل شي.
    • د ملي امنیت اداره په ټولو کې پدې چې د هېواد له عامو خلکو او مخورو سره دې ډېرې نږدې او خوږې اړیکې ولري.
    اوداسې نور…
    سپارښتنې:
    • د کورنیو او بهرنیو تجربو عملي کول دې په داسې ډول ترسره شي چې د افغانستان له وضعیت او حالاتو سره سمون ولري او ددې په خواکې د زیاتو حریفانو دموندلو له پالیسۍ دې په دې باندې کاروشي چې د هېڅ لوري سره په ټکر کې نه وو.
    • د ملي امنیت په اداره کې داسې مسلکي، ژمنو او با عزمه کسانوته اړتیا ده چې افغانستان تر خپل هرڅه ورته زیات ګران او مخکې وي او په دغه لاره کې هروخت د مرګ په وړاندې کلکه او نه ماتېدونکې مبارزه ترسره کړي.
    • له دې سره سره چې باید د ادارې په مسلکي روزنه او مادي سمبالتیا باید کاروشي اما تردې زیات باید زمونږ دغه اداره په مذهبي توګه ښه سمبال شي چې خپل هر کار او دندې ته د الله تعالی په لاره کې له خپل هېواد او ولسه د دفاع او ساتنې نیت او کلک هوډ ولري. ددې موضوع کلک او غښتلي سلاکاران باید نبیل صاحب ته لازمه او په وخت مشوره ورکړي او د عملي کولو په لارو چارو کې هم ورسره ښه غوښنه برخه واخلي.
    • د ملي امنیت اداره باید لکه د نامه په شان یې ریښتیا هم ملي او ولسي وي یعنی له ټولو ولایتونو پکې خلک په کار وګومارل شي، چې دغه چاره به د دې ادارې په اجراءآتو کې خورا مهمې او اړینې آسانیتاوې رامنځته کړي.
    • له حده زیات زیار باید په دې وایستل شي چې د بهرني او کورني سیاست سره سم په خپلو کړنو کې داسي عملي او ملموسې چارې مخته کړي چې لږ تر لږه په هر وخت او هر ځاي کې زمونږ استخباراتي چارې له واقعیت او وضعیت سره سمون ولري او دغه شان څار او ارزونه باید استمراري او دوامداره وي.
    • ددې په خاطر چې له ولس او خلکو سره ټینګې اړیکې ولرو باید د عامو خلکو او د هغوي له مخورو سره ډېرې نږدې اړیکې ولرو ترڅو په دغه شان کړنو باندې سره له یوې خوا خپلې استخباراتي چارې د سمون لوري ته رهبري کړو او له بلې خوا د حکومت او خلکو ترمنځ واټن او پردیو ته ددې چانس ورنکړو چې زمونو خلک په یوه او بل نامه زمونږ په ضد وکاروي.

    په ګران افغانستان کې د یوه سپېڅلی او غښتلي ملی امنیت په هيله…

  4. تبصره می ډیره خوښه شوه پرځای وه خو مخکی ګورو چی نور څه راته کوی
    په تمه یو درته ښاعلیه نبیل جانه

  5. ښکلې او له معلوماتو ډکه لیکنه ده او مقالې مې هم ولوستې خو فکر کوم عبدالله اشنا ورور لیکنه نه ده لوستي او د لیکنې په عنوان یې دومره اوږده تبصره کړې ده

  6. ورونو زه نبیل خان نه پیژنم خو ما اوریدلی چه په پاکستان کی هم زدکړی کړی په هرحال اوریدلی می دی چه وطنپال شخص دی بریا ي غواړم خو دوستانو نه هیله کوم چه په دی هکله نور لیکنه مه کوی دا ډیر اساس ریاست هر کارکونکی ي با ید محرم وساتل شی ځکه دا هیڅ ګټه نلری چه میدا ته ي را څرګند کړو که ریشتا ورسره مینه لری همکاری ورسره پیل کړی نه چه رازونه عادتونه ي رسوا کړی لیږ پام وکړی نور ډیر مسایل شته چه دخپل ډیپلوم دفاع پی وکړی نه دا اساسه اداره مننه

ځواب ورکول شبیر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *