د جګړې او سولې د انستیتیوت هغه رپوټ د زړه له تله غمجنه  کړم چې وایی د پکتیکا د ولایت د هغو سیمو په ښوونځیو کې چې طالبان پکې واکمن دي، افغان! افغان ماشومانو ته د پاکستان تاریخ، په اردو ژبه تدریس کیږي.

اکثر وایي پاکستان،  د افغانستان تیر، اوسني او راتلونکي ویاړ د له منځه وړلو دپاره ملا تړلې ده. راځۍ دا مسله له څو اړخه وڅیړو، او تر غور وروسته بیا په گډه پرې پریکنده پریکړه وکړو.

په تیرو ویاړونو کې افغان ملاله چې د افغانانو دپاره د زړه ورتیا او میړانې سمبول دی، د سوات د ملالې په پرتلې تته ښکاري. پاکستان نړیوالو ته نوې اتله، په لری پراته سوات کې په پوره انگریزۍ بلده ملاله وړاندې کړه! ایا دا د افغانستان د تیر ویاړ د له منځه وړلو دپاره د پاکستان هڅه نه بولئ؟  هغه هڅه چې افغان ملاله یی یوازې د افسانوي کیسو په چوکات کې ایسار کړه او پخپله په عمل کې د ملگرو ملتونو پر نړیوال ستېژ باندې د محمد علي جناح ستاینه کوي!

د پاکستان د کورنیو چارو د پخوانی وزیر نصیر الله بابر پر کړو وړو هم ځغلنده نظر مهم گڼم. بابر چې پنجابیانو ته یی د زړه له تله او د صآدقانه خدمت سوگند یاد کړی، په ښکاره، پخپل کور کې د افغانستان د لرغونو آثارو یو موزیم جوړ کړ. دده په وینا به دا آثآر د طالب مشرانو په لاس، ده ته لاس په سینه،  وړاندې شول. آیا دا له خاورو سره د افغانانو د ویاړ یو کول نه بولئ؟  پداسې حال کې چې طالبانو د خپلو پاکستاني بادارانو په امر په بامیانو کې د بودا مجسمه د بت په نوم له منځه یوړه، حیرانونکې دا ده چې په عین مهال کی د نصیر بابر په کور کې د افغانستان د لرغونو اثآرو موزیم، له سلهاو بتانو ولې ډک و او موجودیت یی دوي ته د اسلام له نظره ناروا کار نه، بلکه اسلام ته خدمت او ځانته ویاړ ولې ښکاري؟

د پاکستاني صآدر شوي اسلام تر نامه لاندې انتحاري بریدونو ته د افغان ځوانانو د روزلو،  د افغانستان د قومونو او ژبو ترمنځ د تعصب او د کورنیو جگړو اور ته د لمن وهلوسلسله به هم نه یادوو ځکه اکثر افغانان دې تازه  زیار ډیر اندیښمن کړي او د ویجاړونکي گواښ سره یی مل بولي. طالبانو چې پخوا یی د ښوونځیو سوځول غوره گڼل، اوس په واقعي بڼه  افغانانو او افغانستان ته د دایمي زیان رسولو زیار پیل کړی. دوي په لرې پرتو او تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د پاکستان پرتاریخ باندې د ویاړ زهر د راتلونکی نسل په ذهنونو کې شیندي. افغانان دا پاکستان ته د طالبانو د وفادارۍ او د پاکستان د هغه ارمان لوی ثبوت گڼي چې غواړي افغانستان په کنډوالو بدل وگوري. ستاسو په نظر به اوس د پورتنۍ پوښتنې ځواب څه وي؟

دا د لرغونو اثآرو غلا نده بلکه د راتلونکی نسل او د ځوان افغان له زړه او دماغ څخه د تر ټولو لویی شتمنۍ لوټول دي، د وطن او وطنوالو د مینې تالان!  هغه شتمني چې که په غلا یی بریالي شي نو نور به هیڅ هم نه وي ورپاتې!

زما په نظر اساسي پوښتنه دا باید وي چې څنگه یی مخه ونيول شي؟

افغانستان د قیامونو هيواد دى. د راتلونکي نسل د ژوندي ساتلو دپاره د ټول ولس پاڅون پكار دى. ځانته د گټو نه پرته د مورنۍ ژبو د ژغورلو او د وطن د ښېگڼې په مقصد سپېڅلی پاڅون!

تر څو دا نسل چې د فساد او خیانت  په اور کې سوځي، راتلونکي نسل ته یو څه ویاړ هم په میراث پریدی او دوي يى خپلو راتلونکو نسلونو ته د ژغورونکواتلانو په توگه ور وپیژني!

14 thoughts on “د پاکستان بل نوی زیار!/ ښایسته سعادت لامع”
  1. Sorry for writing in English becoz I dont have pashto fonts in my P.C , by the way
    Dear and Respectful sister Sadat Lameh is totaly right and I realy thanks her for her patriotic feeling that she has, and we all proud of you, our respectful sister.
    Thankssssssssssss alottttttttttt

  2. Dear Shaiasta Sadat lame,

    Thanks for your article, Allah reward you for your patriotic thoughts and words. In the current situation our sweet country needs such honest and patriots’ writers to use their energy and pen for our national interests.
    But anyway, I would like to explain that Pakistan is not such powerful country that we think the main problem is our communality people especially is our weak and corrupt government. I am strongly believe that if we remove corruption from the government sectors and make strong administrative building, all our problem will be solved one by one including terrorism. We are always blaming of our neighbors this is right that our neighbor are interfering in our county and not leave us to improve but the ‘’root of the problem is only Afghans’’ because Afghan are bullets and Pakistan is gun.
    You know that without bullets gun is nothing

    Apologizes me for any mistakes.

  3. ښایستی جانی! ډیر دقیق اړخونه دی راڅیړلی دی ، خو یوه خبره بله چی زما په ذهن کی د ډیره وخته پاته ده هغه داسی چی : زموږ ډیر افغانان اوس د پاکستان لپاره کار کوی ،او خدمت ورته کوی. که څه هم د افغانستان حکومت یی په ښکاره ډول وینی ، خو هیڅ اقدام نه کوی . د کندهار څخه نیولی تر هلمنده ، روزګان ، زابل ، غزنی ، پکتیا ، پکتیکا ، خوست ، او ننګرهار په دغه ټولو ذکر شویو ولایتونو کی یوازی سبزیجات او ترکاری په افغانیو رانیول ،او خرڅول کیږی نور ټول کارونه په پاکستانیو روپیو دی . حکومتی چارواکی هم دا وینی. عامه افغانان هم داکارونه کوی ، او تجاران هم .
    د تجارانو څخه چی پوښتنه وسی، چی ولی داشیان په افغانیو نه ورکوی ؟ دوی وایی : چی ولا یاره موږ خو په هلته په کالدارو اخستی دی دلته مو بیا حسابونه سره ګډوډ کیږی موږ ژر حساب نه سو ورته کولای . او په هغه سرحدی سیمو کی افغانی د کالدارو سره په یو برابر اخلی . مثلآ: که یوی نانوایی ته ورسی د ډوډی د رانیولو لپاره ،او پوښتنه ځینی وکړی، چی داپه څوده؟ وایی: په شل روپی. چی ورته ووایی چی په افغانیو په څو ده؟ وایی: فرق نه کوی، که افغانی راکوی، او که کالداری. چی ورته ووایی : وروره یوه افغانی خو د کالدارو دوه برابره ده، نو ته ولی وایی، چی فرق نه کوی ؟ وایی وروره! که یی غواړی وایی خله او که یی نه غواړی ځه الله دی مل سه. دماغ می مه راخرابوه . دایی یو مثال وو . دغه رقم نو ډیر مثالونه نورو ډیرو خلګو ته هم ورمعلوم دی .

  4. اغلې سعادت هیله لرم چه ښه روغتیا ولری. ځینو ټکوته مو په خپله لیکنه کی چه زما په نظر ډیر مهم دی اشاره نه ده کړې او داچه هغی ملالی انګریزان وژل خو دا ملاله انګریزان لمانځي، هغه ملاله د کلي او کور ښځه وه کوچۍ وه خو دا ملاله کوچۍ نه ده د کور او کلي ساده نجلی نه ده بلکه ډیره هوښیاره او ځیرکه نجلۍ ده او په دی هم ښه پوهیږی چه له وخت څخه څنګه استفاده وکړی له حالاتو څنګه ګټه پورته کړی او خلک څنګه د خپلو خبرو تر جادو لاندی راولئ؟ ستاسو څه خیال دی چه دا ملاله باید د ظاهر شاه، داودخان ، ترکی، امین، کارمل، نجیب، مجددی، رباني او زموږ نورو له ویاړه ډکو څیرو نومونه واخلئ او که د محمد علی جناح چه هغي ته یی یو ملک او هیواد ورکړۍ او هغی ته یی د تعلیم زمینه مساعده کړی ده، نوم واخلئ؟ که تاسو ددی ملالی پر ځای واۍ نو ایا تاسو به په خپله وینا کی ددی کسانو نومونه اخستی واي؟ هیڅکله نه ! که فرض کړي دا سوات په افغانستان پور اړه درلودلاي نو ایا دا ملاله بیا هلته ژوندی پاته کیدله او یا هم چا دومره عزت ورکاوه لکه دی ملالی چه دلته تر لاسه کړ؟
    دی ملالی په خپله وینا کی د پیغمبر دیوه خوی ددرلودلو دعوه هم وکړه او داسی چه ویل یی که هغه کس چه زه یی ویشتلی یم زما مخی ته راشی او زما په لاس کی ټوپک وی زه به یی ونه ولم حال داچه زموږ ملالی د غچ او انتقام چیغي وهلی او دوښمن یی ژوندي نه پریښودی

  5. ښایسته خور منننه کور مو ودان. وطن سره مو مینه له ورایه په دې لیکنه کې ښکاري خوشاله اوسې. کله چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سپیناوي خبري کیږي ما په کې تل خپل افغانان ګرم بللي. په دې، چې همدا زمونږ افغانان دي چې د پاکستان خولې باندي هم خپل هیوادوال وژني هم یې ښوونځي ورسوځوي او هم یې ویاړونه تباه کوي. نن د کندز په الچین کلی کې د انجونو ښوونځی سوځول کیږي آیا هغه به پنجابي سوځولی وی؟ هر ګز نه. کله چې افغان په خپله پورته کیږې د پاکستان په خوله خپل ورور وژنې، خپله مور بوره کوي، ماشومان یې له تعلیمه محرموی، ویاړونه يې د خاورو سره خاورې کوي نو د پنجابي نه څه کیله. ځما ګیله د افغانانو ځکه راځې چی دومره اندازي ته ولي دوي کم عقله دي چي هر څه ورته پاکستانی وایی هماغه کوي؟ ځان وژونکي بریدونه خو لا په ځای پریږده. کله چې یو ځای کې ځانمرګی برید وشی بیا زمونږ دا په خپلو کې غلې غلي څه وایي!! د پلاني ځوې نه خبر شوی پروني فدایی خو د په پلانی ځوي وو نوش جان یې هغه دی هم یې دنیا شوه او هم یې د خدای جنتونه خپل کړل. بیا بل هم ورته وایی . بس خدای ورباندې لوریدلې وه نوش جان یی…. په داسی حال کې چې …. ورکه څه ووایم….ښه اوس د افغان نه ګیله وکړو که د پاکستان نه؟؟؟ې

  6. sllamona aw nekehile mo womana shayestajane , grane khorjane zmong de pashtano de badbakhty asli awamel pakistan panjabian di de dero khabre sra de mowafeq ym likn ph da wos halat ke de pashtano weshl kha nh de sok ph eo nom aw ph bal nom iada wi grane zh pohegm chi dir de panjabiano ejntan shta ph afghanistan ke likn de sta ph shan hoshiara peghla de etefaq traf khabre woki zka chi mong poshtana domra pate eo chi serf de gondo khbre woke biye pashton etefaq nh qablawi allah de noore malaly pai da ki , ka asli wi ka naqli likn mong etefaq zarorat laro aw talim bia mong doshman pezandlai sho chi sok malaly da aw sok ejant de kla kla shayestajane dase kigi chi pakistan taye de dosty ph jama ke da malaly de pashtano de yowaly sabab wogrzi zka khorjane chi nn saba de estkhbarato jang de de misal ph toga de U.S.A wazire khareja waye chi karzai kha dost de aw sder ye waye chi bad srai de loydestis ye waye chi kha de kangras ye waye bad de wo da nh sho malomawlai chi de doy sa palesi da da nn saba da loba rawana da mong ta ph kar da chi etefaq khabre wo ko de be etefaqi mo bia de talebano dawre ta biaye che de afghanistan de peshrat makha ye ni wlye wa ph har gond ke ph watan mayan khalq shta likn serf eo kha shpon ghwari bal pakistan wos de akhter pasa de akhter pasa khpla chrh ph awbo ke wini da de pashtano de yowaly aw amona ter attka de loy afghanistan ph hila ph dransht staso wror Qudratullah watanyar

  7. شایسته خوری رشتیا وایی خو یو خبره زما ذهن ته راخی هغه داچی که پاکستانیان پدی فکروی چی په مونگ باندی اردو زده کوی او افغان تاریخ مو دیاده باسی خو بلی خو د پارسی زبو استعمار زمونگ پخوانی نومونه هغه چی زمونگ تاریخ نو ایا مونگ ددوارو خواوو دیوهدف شکار نه یو ستاسی تبصره پری غوارم بشنه غوارم زما کیبورد سوچه پشتو توری نلری

  8. Deera Manana, for bringing up these type of important issues.
    Sister Khaista Sadat, you have done a lot for Afghanistan, we Afghans need to be aware of any plans planed by Pakistan. As most of the Afghans believe and understand that Pakistan is using Afghanistan as it’s backyard. I am very sad and stressed when, I see my fellow Pashtons working for the good well of Pakistan. I wish they could see the big picture of the Country, not the short term solutions. plus, the current Administration of Afghanistan is very weak and reckless.

    this is the time where every neighbor of Afghanistan is stubbing us from the back, to get together as a nation and protect our identity, independence and work hard toward a better future. I mean work it in practice not by saying.

    Deer Manana Khaista Khori, for your helpful information.

  9. shayesty khory sta la tolo khabro sara motafiq yam se waqye da ranga da sanga se ta leky ,da Maywand da Malaley noam aow kirdar da donya yao taqaq la bayna nasy wary waly agha laka Pashto da tolo Pashtano pa zarono leak shaway da hoas pakar da se da Sawat la Malaley sara ;Malala sani; wa lekal se ya ;Malala da sawat; aow da Panjabayno da qabzagerai seysat por khpal zay kho moaz Pashtano ka ham dear kar pata dai, waly moaz ham la salgono kalo rasy da bal cha gato ta kar kawao aow pa dear kam ojrat bandy khpal koar warna o ka agha Moghal wao ka Angreez aow ka hoas Panjab dai her wakhat k da wakhat Gulbadenan aow nam nehad Molyan war sara mulgry v

  10. دا په خپله د هغو سیمو پختنو بیشرمی دی.که د پکتیکا خلک د خپلی ژبی ساتنی په خاطر د یو بی وجدانه طالب په مقابل کی نشی ودریدی نو د خپلو کورنیو پت او غزت به سنگه وساتی؟

  11. !شایستی خوری
    .دیرو ښو نقطو ته دی اشاره کړی. دمسایلو نه داګا کسانو مسؤلیت دی ترڅوخپل ولس له داسی حساسو موضوع ګانو نه خبرکړی

    ستاسی دلا بریاؤپه هیله

  12. Miss khaista lameh
    I usually see your writings which,unfortunately do not have any substantive content but are usually full of hatred and enmity for Pakistan and it’s people.It is a matter of great concern for educated Pakhtuns like me.Remember my dear you are increasingly becoming instrumental in sowing the seeds of hatred between our two brotherly people and time will come when you will definitely realise your mistakes.Please use your education and sensibility for the promotion of friendship and love between our two nations instead of promoting hatred between them.

  13. islam shinwari
    dear sister thinks to much to being worked for our great country afghansitan. dear now every country nations work for their improvment and development for their nation. and our country people inplace of development they are working for destraction. except it we should not regret the other country we should regret our own self there is no country in the world where another people came for the construction.every one struggle for their own progress.and as a brother gave a nice example that we are the bullets and other are guns same now a day this kind of rules is runing in afghanistan. but may Allah bless on us to work just for the progress of this country. and may Allah creat a lover of afghanistan to work this soil.
    with best regard

  14. که. څوکــــ اوس هم په دی نه پوهیږی چی بابر او د هعه نورو دوستانو افغانستان نه څه وړیدی ..
    نو دا پوښتنه به یی هلته ځواب شی کله چی هعه د بابر حجری ته ورشی دافغانستان زرګونو تاریخی اثارو شکلونه به وګوری د افغانستان په ورانوالو لوټوالو کی هیچا هم صرفه نده کړی زموژ لیدرانو زموژ مولایانو زموژ سیاستمدارانو …
    افغانستان به تر هعی ړنګ وی تر څو مو افغانستان ته خپل ځان افغانستان ویلی نوی یعنی دخپل ځان مو ورته نوی ویلی

ځواب ورکول islam shinwari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *