تاند- د پاکستان یوې تروریستي ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مهم مشر او د پاکستان د ملي جرګې غړی محسن داوړ د پېښور مرکزي محبس ته واستاوه.
دې محکمې پر محسن داوړ تور لګولی چې تېره میاشت یې د شمالي وزیرستان په خړکمر سیمه کې د پوځیانو پر پوسته په حمله کې لاس درلود.
د مې د میاشتې په ۳۰ مه په دې حمله کې، چې پښتون ژغورنې غورځنګ یې د پوځیانو له لوري پر بې وسلو مظاهره چیانو برید بولي، شاوخوا ۱۳ مظاهره چیان ووژل شول او ۳۵ نور ژوبل شول. پوځ وايي چې ۵ سرتېري یې ژوبل شوي دي.
ښاغلي داوړ پر ځان او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر نورو غړیو لګېدلي تورونه بې بنیاده بللي دي.
د داوړ تر بندي کېدو مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشر او د ملي جرګې غړی علي وزیر هم بندي کړای شوی دی.
داوړ نن /جمعه/ په بنو کې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړل شو، پولیسو له نوموړي څخه د اقرار اخیستلو لپاره د نور وخت غوښتنه وکړه خو محکمې دا غوښتنه ونه منله او پرېکړه یې وکړه چې د ملي جرګې دا برحاله غړی د پېښور مرکزي زندان ته ولېږي.
د محکمې له پرېکړې سره سم به داوړ د جون په نولسمه بیا محکمې ته حاضرېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې له پښتنو سره د پوځ د زور زیاتیو د پای ته رسېدو او د لسګونو زره بې درکه کړای شویو پښتنو د موندل کېدو لپاره مبارزه کوي.
د منظور پښتون په مشرۍ دې غورځنګ په لنډ وخت کې لسګونه زره خلک له ځان سره ملګري کړای شول او د پاکستان پوځ یې له جدي چلنج سره مخامخ کړی دی.
پښتونخوا کې له یولک کسیزو غوڼډو یوه ۱۰۰۰ کسیزه ډیر اثر لري خو چې د هیګ نړیالی جنایی محکمی اروپایی پارلمان سپینه ماڼی له دیوالونو چاپیر شي
او ښه پاخه وطني تولانت په سیاف بن لادن ګلبدین بن حمیدګل هیبت الله بن وحشت غنی بن جان کیري چې ګنګیان دي