تاند- د پاکستان د ولسمشر، د سترې محکمې د ريیس او د پوځ د لوی درستیز د کار دورې مخ په بشپړېدو دي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو میاشتو کې د درې واړو چوکیو لپاره نوي چارواکي وټاکل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په راتلونکو میاشتو کې به د ولسمشر اصف علي زرداري د ولسمشرۍ دوره پوره شي او د هغه پر ځای به مسلم لیګ ن ګروپ، چې په پارلمان کې اکثریت لري د خپل ګوند یو غړی د پارلمان په رایو غوره کړي.

د راپورونو له مخې، نوازشریف غواړي چې د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز، چې په خټه پښتون دی، ولسمشرۍ ته کاندید کړي.

دغه راز د پاکستان د سترې محکمې د جنجالي ريیس قاضي افتخار چودري د کار موده هم بشپړېدونکې ده. که څه هم ښاغلي چودري له نوازشریف سره ښې اړیکې لري خو د نوموړي پر ځای د یوه بل قاضي الاقضات ټاکنه به د نوازشریف راتلونکې اندېښنې لږې کړي.

د پاکستان له قوانینو سره سم باید د سترې محکمې د هر ريیس د دورې په پای کې د دې محکمې هغه قاضي په اتومات ډول قاضي الاقضات شي چې په دې محکمې کې یې تر ټولو زیاته موده کار کړی او تر نورو یې رتبه لوړه وي.

د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني د لوی درستیزۍ دوره هم ختمېدو ته نژدې شوې ده.

د پاکستان له قوانینو سره سم نوی لوی درستیز باید رتبې او د کارسابقې ته په کتو د صدراعظم له لوري ونومول شي.

په خپله کیاني په وروستیو کې په یوه مرکه کې ویلي و چې لېوال نه دی چې د کار موده یې تمدید شي.

ځینو پاکستاني ورځپاڼو اټکل کړی چې ښايي د پوځ د لوژیستیکي چارو اوسنی رييس سترجنرال هارون اسلم، چې په خټه پنجابی دی، د جنرال کیاني ځای ونیسي.

د آی ایس آی د اوسنی رييس جنرال ظهیر السلام او څو نورو جنرالانو نومونه هم د کیاني د احتمالي ځای نیوونکو په توګه اخیستل کېږي.

دا هم ویل کېږي چې نوازشریف له ظهیر السلام سره ښې اړیکې لري.

ګومان کېږي چې نوازشریف به، چې تېر ځل یې له پوځه بد ګوزار خوړلی، هڅه وکړي داسي څوک د پاکستان د پوځ مشر(لوی درستیز) وټاکي چې د مشرف او ضیا الحق په شان د ټول قدرت د انحصارولو شوق په سر کې نه لري.

د نوازشریف حکومت د هیواد د انتخاباتو له کمیسونه غوښتي دي چې په راتلونکو اوونیو کې د نوي ولسمشر د انتخاباتو لپاره نېټه وټاکي.

له قانون سره سم د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه باید د ولسمشر د کار د مودې تر بشپړېدو یوه میاشت مخکې وي.

د پاکستان ولسمشر، چې د کار دوره یې پنځه کلنه وي، د خلکو په مستقیمو رایو نه غوره کېږي بلکې د پارلمان غړي رایې ورکوي.

د ښاغلي زرداري د کار موده د سږکال د سپټمبر په نهمه (سنبله ۱۸مه) پای ته رسېږي. د پوځ د لوی درستیز جنرال کیاني د کار موده په اکتوبر یا میزان او د سترې محکمې د ريیس افتخار چودري ماموریت د سږکال په نومبر یا عقرب کې بشپړېږي.

4 thoughts on “د پاکستان تر ټولو جګپوړي چارواکي بدلېږي”
  1. په عنوان باندې په لومړي نظر مې سره مې زړه خوشحاله شو ما ویل تاسو به لیکلي وي چې تر ټولو لوی مشر یې هلاک شو خو وروسته خبره بلې خوا ته تللې وه. دعا به وکړو چې اوس خالق تعالی د پوځ او آی ایس آی مشر یې هلاک کړي. هغه زرداري خواره کی خو هسې بې زبانه شی دی.

  2. محترمو زما له نظره که هرڅه بدلون په پاکستان کي راسي کومه ګټه به ونلري ځکه چي دپاکستان پالیسي دنورو دخوا آداره کیږي کله چي د یو هیواد دآداري ریموټ دبل چا په لاس کي وي نو هرڅه چي هغه وغواړي څرخ به ورکوي خو الله دي دغه بد بختی زموږ له هیواده او دټوله نړی نه خصوص داسلامي هیوادونو نه ورکي کړي

  3. که کتې هر څومره بدلې کړي خو یابو خو یې همغه زوړ دﺉ . تر څو چې دافغانستان په اړه سترا تیژیک عمق او د پاکستان په نامه نقشه بدله نه شي نه به افغانستان او سیمه ور سره آرامه شي او نه هم نړۍ . امریکا خوشې بازي خوړلې آخر به امریکا هم د پاکستان له خوا ړنګېږي چې بیا به امریکایان ګوتې مروړي او څه به په لاس نه ورځي . بېغیرته امریکایانو افغانان په دوستۍ دوستۍ کې له شا نه ووهل . او پاکستان ته باج ور کوي . انشا ءالله العزیز چې ډېر ژر به پاکستان امریکایان هم داسې ووهي لکه دوی چې افغانان وهلي . ځکه د درواغو مزل لنډ او د ظلم کاسې تل نسکورې وي .ژوندي دې وي پر آزادۍ مین افغانان او افغان باتور ټبر . تل دې وي افغانستان . مړه دې وي د افغانستان کورني او بهرني معامله ګر او تو طیْه ګر شخوند وهونکي ځیره خواره دښمنان
    احمد

  4. بلا می دی ورپسی وی چی بدلیږی کنه هر خر یی چی راشی د افغانستان لپاره یی ستراتیژی یوه ده او هغه عملی کویی په مظلومو افغانانو باندی

ځواب ورکول ahmad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *