تاند- د پاکستان تر ټولو د لوی ښار کراچۍ پر نړیوال هوايي ډګر وسله والو حمله کړې چې په نتیجه کې یې د هوايي ډګر یو شمېر ساتونکي او امنیتي ځواکونه وژل شوي خو اوس (د دې خبر د خپرېدو شېبه) د پوځ او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.

راپورونه وايي چې د جګړې له کبله د هوايي ډګر تاسیساتو او یو شمېر الوتکو ته تاوانونه اوښتي دي خو د پاکستان د ملکي هوايي چلن د ادارې ویندوی عابد قایم خاني وویل چې لا وختي دی چې د تاوانونو په اړه څه ووايي. د ده په وینا له «ترهګرو» سره د امنیتي ځواکونو جګړه روانه ده ځکه نه شي ویلی چې څومره تاوان به پېښ شوی وي.

هوايي ډګر ته نژدې د یوه روغتون مسوولانو ویلي چې تراوسه پوري د څلورو کسانو مړي وروړل شوي دي. خو الجزیزه تلویزیون د فرانس پریس خبري اژانس له قوله وايي چې لږترلږه پنځه تنه وژل شوي دي.

په هوايي ډګر کې د الوتکو د تګ راتګ په شمول هرراز فعالیت درېدلی دی. له هوايي ډګره تورې لوخړې او لوګي پورته کېږي او د هوايي ډګر په ځسینو برخو کې د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

ویل کېږي چې د کراچۍ په زاړه هوايي ډګر کې هم د ډزو ږغ اورېدل کېږي.

د کراچۍ امنیتي چارواکي وايي چې پنځه یا شپږ تنه هوايي ډګر ته ورننوتي خو له ډزو داسي ښکاري چې د حمله کوونکو، چې ګومان کېږي طالبان به وي، شمېر تر دې زیات دی.

د کراچي د پولیسو مشر ملیر راو انوار وايي، چې نه پوهېږي چې د حمله کوونکو دقیق شمېر به څومره وي هو فکر کوي چې پنځه شپږ تنه هوايي ډګر ته ننوتي او په لاسي بمونو یې چاودنې کړي دي.

د الجزیرې تلویزیون د راپور له مخې راوانور وویل چې حمله کوونکي له اتومات وسلو او بمونو سره هوايي ډګر ته ننوتي دي.

د شپې ۳ بجې

1پاکستاني طالبانو ویلي و چې پر وزیرستان د پوځ د بې رحمانه بمباریو بدل به واخلي. دا برید د پاکستان په وخت د شپې په ۱۱ بجې پیل شو او دا دی تر اوسه چې په پاکستان کې د شپې ۳ بجې دي، جګړه روان ده. پاکستاني رسنۍ وايي چې لږترلږه ۳ الوتکې سوځېدلي، ۴ امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.

پاکستانیان وايي چې پوځ حتي د هوايي شرکتونو د عملو په راایستلو نه دی بریالی شوی. ځینو کسانو له خپلوانو سره ټېلفوني خبرې کړي او ویلي یې دي چې دوی ته دې صرف دعاوې کوي کنې وضعیت ډېر خراب دی.

4 thoughts on “د پاکستان تر ټولو پر ستر نړیوال هوايي ډګر حمله شوې”
  1. this politics learnt from america…..attack your own city to attack another country….pakistan also attack a popular destiantion of themself and then attack waziristan and kill pashtoon nation and their villiages ..

ځواب ورکول Mangal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *