تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف د سیاسي ګوندونو او پوځ له مشرانو سره له غونډې وروسته اعلان وکړ چې د تروریزم پر ضد یې د عمل پر یوه پلان موافقه وکړه.

د پاکستان صدراعظم په کلکه وویل چې له تروریستانو څخه به د پېښور د پوځي ښوونځي د وژل شویو ماشومانو بدل واخلي او ژر به یې واخلي.

نوازشریف وویل چې د ګوندونو او پوځ له مشرانو سره په لس ساعته غونډه کې یې پرېکړه کړې چې د تروریستانو لپاره به ځانګړې محکمه جوړه شي، د افراطیانو او سخت دریځو د مطبوعاتي او انترنټي فعالیتونو مخه به ونیسي او د هغوی شتمنۍ به مصادره او ضبط شي.

د پاکستان صدراعظم وویل چې سخت دریځو ډلو ته به اجازه ورنه کړای شي چې په بل نوم فعالیت وکړي.

ده وویل چې د مذهبي افراطیت او د کرکې د خپرولو د مخنیوي تر څنګ به د اقلیتونو د حقونو د ساتنې لپاره اقدامات وکړي.

د پاکستان صدراعظم وویل چې د پېښور له پېښې وروسته پاکستان بدل شوی دی او د تروریزم او افراطیت د ختمولو لپاره یې کلکه اراده کړې ده.

نوازشریف بې له دې چې د افغانستان نوم واخلي وویل، نور هیوادونه اجازه نه ورکوي چې د پاکستان پر ضد یې خاورې استعمال شي، پاکستان هم هیچا ته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل هیواد پر ضد استعمال شي.

نوازشریف تر دې مخکې د سیاسي ګوندونو او پوځي مشرانو په غونډه کې ویلي و چې افغانستان ژمنه کړې چې چا ته به اجازه ورنه کړي چې له خاورې څخه یې پر پاکستان برید وشي او پاکستان هم ورته ژمنه کړې ده.

ده د کډوالو په اړه وویل چې د راجستر شویو افغان مهاجرو لپاره به جامع پالیسي جوړه شي.

نوازشریف په دې اړه نور جزییات څرګند نه کړل.

تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویلي و چې افغان کډوال به په یوه میاشت کې له خپلې صوبې وباسي.

4 thoughts on “د پاکستان حکومت، ګوندونو او پوځي چارواکو له سختدریځۍ سره قاطع مبارزه اعلان کړه”
  1. ټک ده مونږ به داومنو چه صحيح عمل دی مګر که تطبيق شي دتطبيق کيدو حالت ته ئ مونږ لبيک وايو نه پر يکړي ته؟
    که واقعاء پاکستان دا پريکړه عملی کوی ضرورده؟
    ۱/هغه څوک چه دطرهګرو سازماندهي کوی بايدګرفتار شي اوعاجل محکمه شی.
    مخکی له دي چه نور څه وليکم لازم بولم ددی خلکو دمحاکمي دپاره يوه ځانګړی اختصاصی خارنوالي او يوه ځانګړي اختصآصی محکمه چه تر پنخو ديوانو کمه نه وی تشکيله شی.
    څارنوالي :بايد دتحقيقاتو دڅارنی امريت .ددوسيو دتعقيب قضآئ امريت,اودنظارت امريت ولری.
    او ددی خلکو دپاره دتحقيق يو لوی رياست تشکيل شی.بر علاوه ددی خلکو دتحقيق کولی شی دا دري واړه ارګانونه ټول سياسی موضوعات بررسی لاندی ونيسی.
    دا دری واړه ارګانونه مستقيماء دلمړی وزير تر اداري لاندی باېد اوسی.
    ۲/دهخه دمخه لازم ده چه جنرال حميدګل او دده دشاوخوا توله قرارګاه ونيول شی او ټول مکمل معلومات تری واخستلشي.
    ۳/دحميد ګل دمعلوماتو په استفاده دترهګري اودتروريستی ګروپونو مرکزونه محاصره مربيان ګرفتار او ددوي مرکزونه وتړل شی.
    ۴/اسلامي مدرسي او دهغو دتدريس پروګام ددولت تر کنتول لاندي ونيول شي.
    ۵/په اسلامی مدرسو کی دي دکنترول دپاره استخباراتی ګروپونه اويا استخباراتی اداری تشکيلی کړی.
    ۶/دمسجدو ملا ايماماء دی ددولت له خوا وګمارل شي.
    ۷/داسلامي ممالکو ددينی زده کرو به زده کړه دی دهغو په راتګ مخنيوی وشی.
    ۸/حکومت ته هم لازمه ده چه په خپلو چريکی مرکزونو هم بنديش راولی.
    ۱۰/ددی کار دپاره اول دڅارني او دتروريستیواوترهګيری مرکزونو تثبيت کول تعقيبول او بيا ګروپي حمله کول اشخاص جرمی نيول او مرکزونه ئ تړل آو يا تخريبول.
    که چيری داسي اقدامات وشي مونږ آفغانان به دنواز شريف فيصلي ته لبيک ووايو .
    غولول دی نه کوی په عمل دی اقدام وکړی ځکه چه پاکستان مرکز دتوريزم باندی تبديل شوي ددی بدنام نوم څخه دپاکستان خلاصول به نواز شريف ته په اسلامی ممالکو کی شه نوم پاتی شی.

  2. پاکستاني چې کلمه وویله په الفاظو به یې باور کوئ خو د کلمې په معنی به یې باور نه کوئ ځکه چې دوی نه په قران باور لري او نه په خدای. لعنت دې وي د پاکستان په ترهګره استخباراتي شبکه آی ایس آی.

  3. دروغ وايي، شیطان کله د شیطانت سره پریکون کوي. شیطان خپل پايښت په شیطانت کې نغښتی ویني.

  4. میا جی : زه به یی هغه وخت ومنم چی ستاسو حکومت ملا فضلو ، ملا سمیع الباطل ، جنرال حمید کل او نور هغه کسان چی ماران او لړمان ساتی او د نورو د چیچلو او زورولو لپاره یی لیږی، ونیسی او محاکمه یی کړی. پاته د نه وی ستا ملګری سرتاچ عزیز هم کله کله د تروریستانو اعلامیی خپروی او کله د ښو او بدو تروریستانو خبری او ملاتړ کوی. که تاسو ملا عمر او د حقانی شبکی نور غړی ونیول او افغانستان ته مو وسپارل نو زه به یی ومنم چی رښتیا مسلمان او په خپله وعده وفا کوی.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *