تاند- پاکستاني طالبانو د نوي مشر له غوره کولو وروسته د پاکستان حکومت ته د بدل اخیستونکو حملو خبرداری ورکړ.
د پاکستاني طالبانو د مشرتابه د شورا غړي عصمت الله شاهین نن رویټرز خبري اژانس ته وویل، تحریک طالبان پاکستان به د خپل پخواني مشر مسود د وژلو غچ د پاکستان پر امنیتي ځواکونو، حکومتي تاسیساتو، سیاسي مشرانو او پولیسو د حملې په وسیله واخلي.
شاهین چې له څرګند ځایه د ټيلفون له لارې خبرې کولې دغه راز وویل، د طالبانو په هدفونو کي به د نواز شریف د اصلي ټاټوبي پنجاب ایالت پوځي تاسیسات هم شامل وي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان پر پنجاب د حملو ګواښ کوي. د خیبر پښتونخوا مشرانو په ځلونو ویلي چې پنجاب د خیر په غونډۍ ناست دی او د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې د پښتنو د وژنو ننداره کوي.
له بلې خوا د طالبانو د مشرتابه د شورا یوه بل غړي او د امیر مرستیال شیخ خالد حقاني، چې د صوابۍ اوسېدونکی دی، نن اعلان وکړ چې د پاکستان جمهوري نظام او اساسي قانون کفري دي.
خالد حقاني د ملا فضل الله مرستیال ټاکل شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې خالد حقاني د اکوړې خټک په حقانیه دارالعلوم کې پوځي زده کړې کړي دي.
نوموړی د پاکستاني طالبانو د فتواوو په صادرولو کې مهم رول لري او د دې تحریک له لوري تقریباً ټولې خپرې شوې فتواوې د ده له لوري لاسلیک شوي دي.
ده د پاکستان د اوسني نظام او اساسي قانون په اړه وویل چې دواړه کفري دي.
زه به پری ډير پری خوښحاله شم
الله تعالی دې همت درکړي ،لکه څنګه مو چه افغانستان دړې وړې کړو چه همداسې پاکستان هم دړې وړې کړی.
او که دا کار مو وکړو بیا به ګوری چه ډیری خلک به درته د پنجاب غلامان هم نه وایي.
همت مو په برخه شه ،او یو بل ته چړې او غوښې شی.
الله تعالی دی ورته توفیق ورکړی پنجات په اصل کی دکفر هډه
یاره زه وایم چی که دی افعانستان ملی امنیت کی غقل وی نو باید دیر کار وکری چی دی پاکستانی طالبانو سره مالی مرستی وکری تر سو هعوی وکولی شی پنجاب په نحه کری
دا ازادی بښوونکی غورځنګ دی باید ټول پښتانه یی شاوخوا ودریږی تر څو پنجاب مات کړی.
که قول او عمل یو وی هر کار کیږی.
بی له شکه چي د حکیم الله میسود په وژنه کې د پاکستان لاس شته.ما پخپله د خدای بخښلی حکیم الله میسود څخه اوریدلی دی چې فرمایی: د پاکستان استخبارتی ادارو په امریکا باندی د ۴۰۰۰ امریکای ډالرو په بدل کې عرب او نور مجاهدین خرڅ کړی دی نو بیا څنګه کیدای شی د ۵۰ لکه امریکا ډالرو په بدل کې دی د حکیم الله میسود د سر سوده د امریکا سره ونشی؟؟؟
بل دلیل دا دی چې د پاکستان حکومت د هندونستان یوه مرمی (کارتوس) په پاکستان کې نشی زغملی نو د امریکا دا بی شمیره ډرون جهازونه څنګه هره ورځ د پاکستان په خاوره کې ګرځي او مجاهدین ترور کوی؟؟؟ نو ددی نه معلومیږی چې د پنجاب برلاسی او لاس پوڅي پاکستانی حکومت د حکیم الله میسود په ترور او د نورو مجاهدینو په وژنه کې پوره پوره لاس لری که څوک یې شک ګڼی نو پخپل ایمان د ویریږی. الله دی په ټوله نړۍ که اسلامی نظام رایج کړی.
زه د شیخ ابو یزید ددی قول سره موافق یم چې فرمایی: د ټولی نړۍ ته لاره په اسلام اباد او په ریاض باندی ده. الله دی ډیر عمر ورکړی