تاند- د پاکستان حکومت په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو پر تبادلې ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له افغانستانه یې وغوښتل چې په دې برخه کې تحقیقات وکړي.

د پاکستاني اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د صدراعظم د ویاند دفتر وویل، د پاکستان حکومت د افغانستان د امنیتي ځواکونو د یکشنبې د ورځې د ډزو د راپورونو په تړاو د افغانستان پولې ته نژدې د خپلو پوځیانو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه ښيي.

د پاکستان د صدراعظم ویندوی همداراز ویلي:«موږ دا بې موجبه حملې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په تاوان ګڼو او تمه لرو چې د افغانستان حکومت د پېښې په اړه فوري څېړنه وکړي.»

خو افغان امنیتي ځواکونه وايي چې پاکستاني پوځیانو پاروونکي حرکتونه وکړل او دوی یې اړ ایستل چې ځوابي اقدام وکړي.

ویل شوي چې افغان ځواکونو پاکستاني پوځیان له خپلې خاورې د ډیورند کرښې پوري غاړي ته واړول او د افغانستان یوه پخوانۍ پوسته، چې د اوبو په بدل کې یې پاکستان ته موقتاً سپارلې وه، بېرته نیولې ده.

د پاکستان پوځ د خپل یوه پوځي ټپي کېدا تایید کړې ده.

خو ناتایید شوی راپورونه وايي چې ممکن ۲۰ پاکستاني او ۵ افغان پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي وي.

4 thoughts on “د پاکستان حکومت وايي، د افغانستان حکومت دې د تورخم د پېښې په اړه تحقیقات وکړي”
  1. د افغانستان سرحدی قواوو نن په تورخم کی د تروریستانو (داعیشیانو، القاعده او طالیبانو د غټ پاچا) څو پوستی ړنګی کړی، او په لس ګونه تروریستان یی په حلاکت رسولی دی، امید دی چه ځمونږ امنیتی قواوی د دغه تروریستانو کور ( اسلام اباد) ته ځان ورسوی. چه افغانستان اونړی دترور او وهشت څخه په آمن شی

    ژوندی اوسر لوړی دی وی دافغانستان قهرمان او زړور امنیتی ځواکونه

  2. د تاند له ادارې غوښتنه کوو چې ملي ګټې په پام کې ونیسي او افغان ځواکونو ته شهید ولیکي، ځکه چې هغوی معترض دي

  3. افغانستان خو هسی په وینو رنگ دی اودا 40 کاله یی دودی په وینو رنگ ده رازی پی دا د شیطانه پیدا ای اس ای خو هم زان سره رنگ کرو او شته چی ووایی سر یی زما مالی ستاسو نو قسم که خو هغه مخکینی بیا تم کری —– اما هوائی بریدونه دی نه وی

  4. د افغانستان ملی قهرمانانو او داحمدشاه ابدالی اصلی بچیانو ته دی ډالی وی
    اې سربازه یاره خیژه په مورچل باندې
    بیا به دې ویده کړمه سیوری د اوربل لاندې
    ما هم ملا تړلې ده ځمه د وطن په ننګ
    ګوره چې په شا نه شې ځه په ټینګ تکل باندې
    ځار دې له مېړانې شم شا ته له دښمن نه شې
    ورکړه د همت ګذار نیغ په دې ګوګل باندې
    دا پاکستاني دښمن مه پرېږده دې خاوره کې
    سترګې یې وروباسه تش په یو کتل باندې

ځواب ورکول dawud ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *