په لاهور ښار کې د کرکټ د لوبو لپاره د درې ورځو په مخه د جوماتونو بندېدا، اردو پواینټ

تاند – د پاکستان حکومت د دغه هېواد په مشهور ښار لاهور کې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) ۲ د پایلوبو په مناسبت په سیمه کې ټول جوماتونه تر درې ورځو پورې بند کړل.

د پاکستان اردو پواینټ ورځپاڼه لیکي چې د قذافي سټیډیم، چې دا لوبې په کې کېږي، خواوشا ټولو جوماتونو امامانو او خطیبانو ته امر شوی دی چې تر درې ورځو پورې دې رخصت وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې حکومتي چارواکو په سټیډیم کې دننه جومات په شمول د خواوشا سیمو ټولو جوماتونو او د ودونو تالارونو ته کولپونه ورواچول.

اردو پواینټ لیکي چې یاد جوماتونه به درې ورځې وروسته بېرته پرانستل شي.

که څه هم چې په بیت الله شریف کې د حج طوافونه د لمانځه او جماعت لپاره ودرول کیږي خو د پاکستان حکومت چې ویل کیږي تل یې دین او دیني ارزښتونه د خپلو سیاسي او اقتصادي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره کارولي دي د کرکټ د لوبو لپاره ګڼ شمېر جوماتونه بند کړي دي.

6 thoughts on “د پاکستان حکومت په لاهور ښار کې جوماتونه د درې ورځو په مخه بند کړل”
  1. Please forward this massage to Afghan players and cricket board that no one must go to this final to play because the band of msajids

  2. دغه کار که په افغانستان کې شوی وای، نو د خلاصی کیداني او قدوری متخصصینو به لا د وخته د مرتد ټاپه پرې لګولې وه، نه پوهېږم چې پاکستان ته ولې دوی خدای (ج) کاڼه او ړانده کړي دي؟او د هغوی هر امر په سر او سترګو یې مني

  3. اوس خه بکشی وایاست افغانانو ملایانو مسلمانی دلته ده که هلته
    وکوری دا د انکریز زامن
    افسوس د افغانانو به حلت چی لا اوس هم نه بوهیزی

  4. کا ش چی اوس زمونګ مولایان فکر اوکړی چی څنګه تراوسه په هیڅ کومه دردیدلی پیښه کی زمونګ حکومت مسجد ته دتګ څخه منع نده کړی خو کفرستان منفور او دمنا ففا نو سر لاری حکومت دقماربازی . دلوبی لپاره مسجدونه بنده وی چی نه ملا فضلو، نه سراج الخق او نه اشرفی شرابی خپل عژ اوچټوی ، اوس خو دی هغه خلک لژ فکر اوکړی چی زما انجنر سر له تنی جداکوی، زما دقوم سپین ګیری په شهادت رسوی.

  5. طالبانو واوری چی ستاسی پلاران څه کوی تاسو ددی خلکو په خوله خپل خلک په وینو کښی لمبوی او دوی د کرکيټ لپاره د الله ج کورونه بندوی ډیر وشرمشږی

ځواب ورکول شمس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *