خواجه اصف

تاند- د پاکستان دفاع وزیر وايي چې د افغانستان د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره پکار ده چې د افغانستان له حکومت سره په خبرو کې د حقاني شبکه هم شامله وي.

خواجه اصف د بي بي سي اردو خپرونې ته پرون وویل چې یوازې د ملا عمر په مشرۍ د کوټې له شورا سره د سولې خبرې کافي نه دي.

ده تاکید وکاوه چې د سولې له خبرو د یوې ډلې څنګ ته پرېښودل به ګټه ونه کړي، پاکستان سوله غواړي او په دې برخه کې به خپل مثبت رول ولوبوي.

د مخکینیو راپورونو پر اساس ټاکل شوې وه چې روانه اوونۍ د سولې خبرې پیل شي.

د خبرو ځای تراوسه اعلان شوی نه دی خو ممکن په کابل یا اسلام اباد کې وشي.

وروسته له دې چې د پاکستان لوی درستیز کابل ته د سولې خبرو ته د طالبانو د تیارېدو پیغام ورساوه د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد پر له پسې د سولې خبرو ته د طالبانو د چمتووالي راپورونه رد کړل.

خو د سولې په خبرو کې د حقاني شبکې د ګډون په اړه د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو وښودله چې د سولې په خبرو کې ټول طالبان شامل نه دي او ذبیح الله مجاهد عموماً د حقاني شبکې استازیتوب کوي.

د پاکستان دفاع وزیر وویل چې دوی د حقاني شبکې په نوم کومه ډله په رسمیت نه پېژني او د دې ډلې د له منځه تګ غوښتونکي دي.

د حقاني شبکه د امریکا له لوري په تور لیست کې شامله ده او ویل کېږي چې په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ حملې همدا ډله کوي.

په داسي حال کې چې تر ټولو لویې او مهمې حملې د حقاني شبکه کوي، د سولې په خبرو کې د دې ډلې د نه ګډون په صورت کې به د سولې خبرې او احتمالي موافقه چندان ګټوره نه وي.

د ډېرو کتونکو په باور، په دوه زره لومړي کال چې د بون په کنفرانس کې طالبان او حزب اسلامي خبرو ته ونه بلل شول د افغانستان حالات په څو کلونو کې بېرته خراب شول. د دوی په باور اوس هم که یوه ډله اړخ ته پرېښودل شي ممکن هغه ډله نور ناراض خلک په ځان راټول کړي او د ګاونډیانو په مرسته جګړه بېرته پراخه کړي.

3 thoughts on “د پاکستان دفاع وزیر وايي، باید د حقاني شبکه هم په خبرو کې شامله وي”
  1. تش په نامه سوله به هیڅ ګټه ونلري ځکه چې پدې سیريالونو مليونونه ډالر او ډېر کلونه تیر شول خو پایله ېې صفر وه ، حقاني شبکه چې د هرې لارې ممکن وی باید د میز سرته وغوښتل شي ، دا څه معنا لري چې يوه ډله پیژنم اوبله نه پیژنم ، که سوله کوو د ټولو خواو سره ېې باید وکړو که نه دابه هم يوه د سطرنج شیطاني لوبه وی

  2. ګرانولوستونکوته ددرنښت سلامونه ،زموږ په کلی دوه ورونه وه چی دکلی ديو ځوان لخوابه دغه يوه سره ډيری بدی ټوکی کولی حتی دمورکنځل به يي هم سره کولی نو بل ورورته به يي ويل چی ته خو ښه سړی يي خو ستا دورور مور اسی اسی …….کړم نوهغه ورته ويل چی زمامورخو دهغه هم مور ده ،نه هغه ښه سړی ده خوستا مور و……حقانی دطالبانو زيږنده لکه دوه ورونه دی ، نوراځو اصلی خبری ته چی پنجايان دخپل غټ بادار په مصلحت خپل لاس په تبر نه وهی،،خلص حقانی بايد په خبروکی ګډون وکړی اودابايد دافغانستان له لوری يو ضروری شرط وبلل سی.

ځواب ورکول akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *