د پاکستان دفاع وزیر

تاند- د پاکستان دفاع وزیر د خپل هیواد ملي جرګې ته پرون /چهارشنبه/ وویل چې دغه هیواد په ګاونډیو هیوادونو کې د مداخلې پالیسي پای ته رسولې ده او له خپلو ختیځو او لوېدیځو ګاونډیو یعني هند او افغانستان سره ښې اړیکې غواړي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تاکید وکاوه چې هیواد یې د ګاونډیو په چارو کې د لاسوهنې پالیسي بس کړې او د دې یوه څرګنده نښه دا ده چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د پروسې لپاره هلې ځلې کوي او له هند سره یې د سولې درېدلې خبرې بیا پیل کړي دي.

پاکستان تل د افغانستان او هند له لوري په خپلو کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کېږي. دواړه هیوادونه وايي چې پاکستان د افغانستان او هند د ویجاړولو لپاره په خپله خاوره کې سختدریځي ترهګر روزي، په وسلو او پیسو یې سمبالوي او بیا یې ورلېږي.

خو اصف چودري وايي چې د پاکستان په پالیسي کې بدلون راغلی او د دغه بدلون له کبله اوس ښې نتیجې ترلاسه کېږي.

د پاکستان دفاع وزیر د خپل هیواد ملي جرګې (نشنل اسمبلي) ته په وینا کې په ګاونډیو هیوادونو کې د پاکستان پر لاسوهنو او نیابتي جګړې اعتراف وکړ، ویې ویل:«پاکستان په ۳۰ – ۴۰ کلونو، بلکې په خپل ټول ۶۸ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره متفاوت رول لوبوي. که څه هم موږ پخوا د نیابتي جګړې رول لوبولی او یا په یو نه یو ډول د لاسوهنې وسیله ګرځېلي یوو، خو اوس پاکستان له خپلو ګاونډیو سره د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې، سولې او د ټولې سیمې د ثبات خبرې کوي او حتي د دغو خبرو مشري کوي.»

ځینو پاکستاني جنرالانو هم په اسلام اباد کې د څلور اړخیزې غونډې د افغان پلاوي غړیو ته ویلي وو چې پاکستان نور نه غواړي په افغانستان کې نیابتي جګړې ته دوام ورکړي. هغوی حتي په زغرده ویلي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان به سولې ته راولي او که چا سوله نه کوله سخته سزا به ورکړي.

13 thoughts on “د پاکستان دفاع وزیر وايي، نور د افغانستان اوهند په چارو کې مداخله نه کوو”
  1. خدای پاک د وکړی چه ددوی په زړه کی داسی مخلصانه ارادی او عملی ګامونه پورته شی……………………

  2. فکر نه کوم، چې دوی به له دغه شيطاني فکر او کړنو څخه لاس واخلي، خدای دې وکړي چې ژمنه عملي کړي.

  3. دروغ وايي ددوي بنياد په دروغو ايشودل شوي . مونژ افغانان ددوي په هيس خبره باور نكرو.

  4. چودری لالا ستا مزدورانو خو پرون هم په کابل کی خلک په وینو کی ولمبول. هیله ده خپل اعترافونه په عمل کی تطبیق کړی.

  5. امرېکه دالر پرې بند کړېدې. پاکستان د افغان نسل تبا کړه کم او زېاد درۍ ملېونه افغانان د پاکستان له لاسه خپل ژوند له لاسه وار کړۍ او ېو ملېون معېوبه شوې او دېرش ملېونه بې سواده را لوۍ شوې. هره اشتبا کول ېوه جزا لرې پاکستان باېد د دې اشتبا بدل هم وار کړې

  6. په شیطان باور کول لوی تیروتنه وی..دا د شیطان او فرعون نسل دی پر دوی باور کول د زان تباهی دی

  7. زما فارس زده نه ده خو زه به د فارسى يو متل تير کړم او بښنه غواړم دغلتى املاچى واى ازموده را ازمودن خطا است نو افغانان بايد فوهشى

  8. هسي نه چې مونژ يي په خبرو خطا شو او دوې د خپلو شيطاني اغراضو په پلښت بې درنګه کار وکړي

  9. که وینا او عمل یو شان نوي، ببولالې ډیرې ویل شویدې. اوس د عمل وخت دي.
    د پاکستان پرمختګ یوازي او یوازي په
    سوله ایز افغانستان، پورې تړلې دي.
    د افغانستان سوله یوازي او یوازي د پاکستان پورې اړه لرې.

ځواب ورکول ولي خان دومړ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *