د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف

تاند- د پاکستان دفاع وزیر وايي، دا هیواد ممکن په یوه میاشت کې د افغانستان پولې ته نژدې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک پرضد پراخ عملیات پیل کړي.

له پاکستاني طالبانو سره پر خبرو د پاکستان د حکومت ټینګار تر ډېره حده له دې ویرې دی چې د روان ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت له بشپړېدو وروسته به وسله وال سخت دریځي لا زیاته روحیه ومومي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف رویټرز خبري اژانس ته وویل:«که له افغانستانه د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته افغان طالبان پیاوړي شي او د افغانستان په جنوب یا ختیځ کې، چې د پاکستان پولې ته نژدې سیمې دي، د نفوذ لپاره کومه ساحه ومومي دا به داسي وضعیت وي چې موږ یې حتي په ذهن کې له ګرځولو هم ډډه کوو.»

د پاکستان دفاع وزیر له داسي یوه حالته د پاکستان د بېرې د علت په اړه وویل:«په داسي حالت کې به پاکستاني طالبان شا ته غښتلی مرکز لري چې د دوی ملاتړ وکړي. باید هرڅوک د داسي یوه حالت د مخنیوي لپاره هڅه وکړي.»

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په عین حال کې پاکستاني طالبانو ته د اوربند د سرغړونې په وړاندې خبرداری ورکړ.

د پاکستان دفاع وزیر رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، که طالبان د اوربند اعلان رعایت نه کړي حکومت به په قبایلي سیمو کې د طالبانو مورچې بمباري کړي او پراخ عملیات به هم پیل کاندي.

اصف د طالبانو د حملو په ځواب کې د حکومت د ځواب په اړه همداراز وویل:« دا به د میاشتو خبره نه وي، موږ به په مارچ کې عملیات وکړو.»

ده دا هم وویل:«که اوربند وي باید بشپړ وي، که داسي نه وي، له طالبانو یوازې خبرې د زغملو نه دي.»

د پاکستان دفاع وزیر چې د نوازشریف په حکومت کې له طالبانو سره د خبرو ملاتړی بلل کېده، اوس باور لري چې باید د پاکستاني طالبانو د مرکزونو پرضد سخت پوځي اقدامات وشي.

له ۲۰۰۷ څخه د پاکستان پوځ د طالبانو د مرکزونو پرضد یو لړ عملیات کړي او د سوات او جنوبي وزیرستان په شان یې ځینې سیمې تصفیه کړي خو شمالي وزیرستان لا هم د افغان او پاکستاني طالبانو لوی مرکز دی چې د پاکستان پوځ پرې عملیات نه دي کړي.

3 thoughts on “د پاکستان دفاع وزیر وايي په افغانستان کې د طالبانو له پیاوړتیا اندېښمن دی”
  1. اى لوده وزيره!ته فکر کوى چى خلک ټول د ٤٠ کلونو مخکى خلک دى !اوس چيرته دى طالبان ؟ کوټه چيرته ده وزيرستان ميران شاه…

    کنه دا يابو هم ريښتيا وايى دا خو ټوله د افغانستان خاوره ده!

  2. خود به اندیښنه لری ځکه همدوی وروزل او بیرته اوس تری اندیښنه لری ځکه اوس طالبان هم پوی شوی چی څوک ریښتنی دی او څوک شیطانان دی نو هدف دا ده چی دوی دی خپلی پښی د برستنی نه وباسی چی وروسته به له ډیرو خپلو کړنو اندیښنه لری او افسوس به کوي چی دا مونږ څه بد کړی

  3. اې ساد پښتنو. تا سو نه پون هیږۍ چې دپاکستان ددفع وزیر وايي چې افغانستان له انتخا با تو او د امریکا له و تلو پس په ییِ په نیغه د طالبانو پًه بها نه ، په افغانستان حمله و کړي، بیرته به یې طالبانو ته و سپاري،

ځواب ورکول Samarkand ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *