عطاءالله خان حیران

پاکستان د یوه ټروریسټ هېواد په توګه په ټوله نړۍ کې مشهور هېواد کڼلی کیږي، ټولې نړۍ اوس دامنلې ده چې پاکستان په سیمه کې یوازینی ټروریسټ تولیدونکی او ټروریسټپالونکی هېواد دی پاکستان په وزیرستان کې له ټروریزم سره مبارزه کوي که خپلو نويو تولید شويو ټرریستانو ته ځالې جوړوي؟

غواړم همدې پوښتنې ته مستند ځواب ووایم پاکستان له نن څخه کابو دېرش کاله وړاندې غوښتل چې وزیرستان ترخپلې ولکې لاندې راولي ډول ډول طرحې په کار واچولې ځکه چې وزیرستان خپلواکه سیمه وه او خلک یې میړني او ننګیالي خویونه لرل د چا احسان یې په ځان نامانه او خپله خاوره او خپل ختیار یې خوښولو، نو پرهمدې اساس پاکستان د وزیرستانیانو د مزاج له مطالع وروسته هلته خپل جاسوسان په مذهبي جامو کې ور ولیږل ترڅو معلومه کړي چې څنګه کولی شي وزیرستان ترخپل کنټرول لاندې راولي پاکستان پوهېده که چېرته له زور نه کار واخلي هم به ځان خراب کړي او هم به په نړیواله ټولنه کې بدنام شي او هم به ځان ټوټه ټوټه کړي هلته ورته بلوڅان پورته شوي دلته که ورته وزیر مسید او نور پښتانه پورته شو نو پاکستان هم تیارد ګړنګ په غاړه دی نو ډېر ژر به تجزیه شي نویې د خپل بادار انګریز په مشوره یې یاده سیمه لومړی د ترهګرو ځاله وګرزوله چې ښه یې په نړیواله کچه بدنامه کړه او ټولې نړۍ ته یې وزیرستان یوه خونخواره سیمه معرفي کړه د دنیا ترهګر یې هلته میشته کړه چې پاکستان ته داموقع په لاس ورشي چې نړۍ ورباندې غږ وکړي چې باید یاده سیمه له ترهګرو پاکه کړي همغه و، چې امریکا بار بار ټینګار ورباندې کو چې وزیرستان باید له ترهګرو پاک شي نو پاکستان دا ساعت له خدایه غوښت ځکه چې ددې وخت لپاره خو پاکستان کلونه کلونه انتظار کړی و پاکستان چې د شیطان نه هم چلاک دی په شیطانۍ کې نو یې ددې دیرشو کلنو لګښت یې یو په څو له امریکې نه هم واخست او خپل کرایه شوي ۱۰۰ مفتیان راوغوښتل چې فتوا ورکړي له فتوا اخستلو نه ورسته یې په خپل فوځ کې وکتل پښتانه پښتانه یې راټول کړل او پښتانه جنرالان یې د یادې جګړې د رهبرۍ لپاره غوره کړه ترڅو پښتون په پښتون ووژني او دی ورباندې ډالرې واخلي ځکه چې پاکستان غوښتل همد اسې په وزیرستان کې ټوله جګړه د پښتنو جنرالانو پرلاس پرمخ ځي بهانه یې هم منطقي ده چې د یادې سیمې خلک ټول پښتانه دي نو باید پښتانه یاده جګړه پرمخ بوزي.

پاکستان په کې څو ګټې وکړې یو خو یې په یاده سیمه کې د خپل لاس روزل شوي ترهګر ورته بلا شوي و هغه یې ورک کړل بل څو چنده ګټه یې وکړه په مادي لحاظ درېیم هغه سیمه چې پاکستان یې تر خپلې ولکې لاندې راوستل غوښتل ډېره په اسانه یې ترولکې لاندې راوسته.

اوس ولې یاده جګړه دومره وږده شوه؟

پاکستان دا وخت په اسمان غوښت خدای ورته په زمکه ورکړ او س پاکستان د ترهګرو په تجارت کې دومره ماهردی چې دا سیمه او دا تجارت به هېڅ کله له لاسه ورنه کړي په دې توګه پاکستان خپل مخالف طالبان څه ووژل او همغه یې هدف و او هغه طالب چې د پاکستان خپل طالبان دي او دپاکستان د موخو لپاره کار کوي هغه اوس هم له دوی سره دي په همدې وزیرستان کې هغه خوندي ساتل شوي و مشران یې په اسلام اباد کراچۍ ایبټ اباد کې ساتل کیږي جنګیالي یې په وزیرستان کې ساتل کیږي، اوس پاکستان په دې پوهیږي چې که داسیمه له لاسه ورکړم دومره تباهي او دومر قتلونه چې دوی کړي هغه کله د وزیرو او مسیدو پښتنو له زړه نه وځي نو پاکستان غواړي چې داخلک همداسې ترغۍ په ترغۍ وساتي او دوی خپلو شومو موخه ته ځانونه په ستراتیژیک ډول ورسوي، ځکه چې یاده سیمه د پاکستان لپاره حیاتي ارزښت لري پاکستان د ترهګروو کاروبار کوي اوس د طالب نوم هغه شان بازار نه لري اوس د اعیش لوی نوم پیدا کړی دی نو پاکستان له خپلو طالبانو څخه سپینه ټوټه لرې کړه او توره یې ورپه سر کړه همدا اوس په وزیرستان کې هره ورځ ۱۵۰ جنازې خاوروته سپارل کیږي همدا اوس د وزیرو او دمسیدو فکري قومی مشران یا خو په زندان کې دي او یا وژل شوي دي هغه وحشت چې د پاکستان فوځ په وزیرستان کې پیل کړی دی برما کې نشته هېچرته یې بېلګه نشته د پاکستان حرموني پوځ د وزیرو څاروي هم قتلوي ځوانان یې نیسي جنسي تیري ورباندې کوي وژني یې هغه څه عملونه ورسره کوي چې د انساني ژوند په تاریخ کې یې بیلګې نشته رسنۍ علما هغه څه واي چې ای ایس ای ورته وايي د پاکستان رسنۍ هغه څه خپروي کوم چې ورته د ای ایس ای جنرالان وايي نو په وزیرستان کې جګړه له تروریزم سره نه له وزیرستانیانو سره ده او دا جګړه ختمېده نه لري دا جګړه به په یو نوم او په بل نوم روانه وي او داسیمه به همداسې ورځ تربلې ناامنه کیږي ترڅو د پاکستاني پوځ شتون ته بهانه جوړه وي.

پاکستان لکه څنګه چې په حرامیتوب کې سیال نه لري پوی شو چې ددوی مخالف طالبان له سیمې څخه یو خوا بل خوا تښتیدلي او دوی ته د بلا جوړیدلو په هڅه کې دي نو پوی شو چې افغانستان سره یې اړیکې ښې نه دي که هلته لاړشي بیا به څه کوي نویې ژر ژر له نوي حکومت سره سیاسی مینه پيل کړه راشه درشه بیخی زیاته کړه حتا تړون یې هم ورسره لاس لیک کړ چې طالب ګډدښمن دی او باید دواړه هېوادونه یې په وړاندې مبارزه وکړي په دې توګه یې هم هند ته سیاسي ډز ورکړ او بل هغه طالبان چې د پاکستان په دوه مخي توب باندې یې کوپړی خلاصه شوې وه هم یو اخطار وچې اوس خو هلته هم رانه نشی خلاصیدی او بل لکه څنګه یې چې په تړون کې یادونه هم شوې بلوڅو ته او همدارنګ ازادي غوښتونکوته هم یو اختاریه وه چې ټولې لارې درباندې وتړل شوې باید د پاکستان هرڅه د پخوا په څېر ومني او غاړه ورته کیږدي.

پاکستان همدا اوس په دې روژه کې د وزیرستانیانو کورونه د شپې مهالې تلاشي کوي وژنې کوي ترڅو روب داب یې په وزیرستان کې حاکم وي په کوم ځای کې چې ددوی مخالیفن وي او دوی ورسره نه شي مخامخ کیدی ډرون حمله ورباندې کوي هغوی ته وایی چې دلته ترهګر دي.

زموږ حکومت لاهم پاکستان تشویقوي چې په وزیرستان کې له تروریزم سره یې جګړه روانه کړې ده او یاده سیمه به له ترهګرو پاکه کړي.

موږ ډېر وروسته حقیقتونه درک کوو بیا هغه وخت رانه وخت تېر وي تراټکه که زه دعوه لرم که زه ډیورنډ کرښه نه منم که زه دلوی افغانستان ارمانجن یم بیا خو زما ننۍ پالیسي زما سیاست خو زما د ارمان برعکس روان دی.

دوی په تړونونو کې د باډر کلیمه کاروي زموږ چارواکي ورته غلي ناست دي دوی د بیلتون غوښتونکو خبره کوي دوی غلي ناست دي افغانستان کې کله بیلتون غوښتونکی شته دا خبرې څه معنا؟

زموږ حکومت باید له پاکستان سره په سیاست کې بیخي زیات پام وکړي پاکستان سره دوستي له مار سره دوستي ده او مارسره دوستي له مرګ سره لوبه ده.

موږ باید پاکستان ته اجازه ور نه کړو چې بې ګناه په یونوم او په بل نوم زموږ وزیر روڼه شهیدا کړي.

زما په خاوره کې زما وروڼه راو شهیدانوي او زه ورته ګورم لایې هڅوم زه به څنګه بیا هغوی ته وایم چې ته زما ورور یې ماسره یو ځای شه چې بېرته خپل تاریخي لوی افغانستان جوړ کو؟ پاکستان له پیل نه ترننه په ټوله پښتونخوا کې د پاکستانیزم لپاره د پښتنو په ذهنونو کار کوي او موږ له پیل نه تردې دمه کومه ذهنت جوړونه باندې کار کړی بیا موږ وایو هغه خلک موږ سره نه یوځای کېږي هغه خلک څنګه له موږ سره یوځای شي چې زه یې نه خپل ګڼم نه مې خوشحالۍ ورسره شریکه کړې او نه غم له مانه خو ورته هغه تور پنجابی خود ښه دی، موږ په ذهنت جوړونې کارنه دی کړی ځکه مو هېود وال د مرسي او برمالپاره واټونوته راوځي خو دوزیرستان او بلوڅو لپاره غږ قدرې هم نه پورته کوي برمایان ورته مسلمانان ښکاري خوخپل وزیر ورور خپل لوڅ ورور ورته هېڅ شی نه ښکاري، موږ لوی افغانستان غواړو خو دبړستنې لاندې موږ ډیورنډ نه منو خو په زړه کې موږ باید ستراتیژک فکر وکړو کنه تبا یو او تباکیږو.

درست پښتون له کندهاره تراټکه

سره یو دننګ په کار پټ اواشکار

2 thoughts on “د پاکستان دومخی سیاست او وزیرستان/ عطاءالله خان حیران”
  1. Khoday t`aala de la pooda mola Fazlo aw haramony Imranxan aw hemiedghol saxa nevaly tir be-sharafa pok gerneylano( xosusen pashtane-baloch Kaldar mordar perestyno) ta pa de mobarakh Roja-e myasht ki d` ttolo jinayato;wajino; jail ta achawlo; der-badara kawlo sezagany verkrry; +- d` bacha-e saccao aw citemyano (Pashtun zed aodola-noor-mohamedy?– mohakik etc…) csheytany moselasato sarah taht-ul Saqkker yi zay krri.Aamin.

    26 d`Changax nejdy dey, KHODAY t`aala de1 bal Daud khan, aw Naderxan peyda krri.Amin

  2. ALLAH DE TALA DR UMER DARKE ZMA JOURNALIST RORA …..TA HO DER SA LEKALY D .ZA D TOLO ZAWAB NASHM DAR KAWLY.HO DA ALPAZOO SAHEE ESTMAL KAWA…TA ZMNG PAK PAWJ ta harmyan waeele d….zma rora hpa nashe ho ta hpl milly urdu ASKER wle tata na hkare 6e da angrez na mahke rwane y aw da afganau pa koro hamle kawe aaw jency tashdud pre kawe ,…haramyan mng u?….bl taso hpl kur wadan ky aw 330million afganan mo waps darwly,,,,,bs d mng der wasatl….awl hpl kor jor ky bia zmng islah kawy………mananaaaaa

ځواب ورکول salahuddin ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *