تاند- د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر وايي، اسلام اباد په افغانستان کې د هند د هرراز رول مخالف دی او په دې برخه کې د پاکستان او امریکا په دریځونو کې اختلاف دی.
پاکستاني رسنیو نن /سې شنبه/ راپور ورکړ چې د دغه هیواد د اطلاعاتو او نشراتو مرکزي وزیر فواد چودري له افغانستان سره د پاکستان د نوي حکومت د اړیکو په اړه وویل چې د پوځ لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه دوه ځلې کابل ته تللی دی او ده د دې کتنو په لړ کې د امریکا د پلانونو او په افغانستان کې هند ته د رول ورکولو په باب خبرې کړي دي.
د ښاغلي چودري په وینا جنرال باجوه د پاکستان دریځ په واضیح ډول څرګند کړی او افغان چارواکو ته یې ویلي چې هند باید په افغانستان کې هیڅ راز رول ونه لري خو له دې سره سره اسلام اباد د سیمې له ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو د لرلو هڅه کوي.
تر دې پخوا د پاکستان مخکیني صدراعظم خاقان عباسي هم ویلي و چې پاکستان په افغانستان کې د هند له سیاسي او پوځي رول سره مخالف دی.
پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې د هند رول د طالبانو د ملاتړ لپاره توجیه کوي.
افغانستان او امریکا وايي چې هند په افغانستان کې هیڅ راز پوځي رول نه لري او یوازې له افغانستان سره په اقتصادي پرمختګ کې مرسته کوي.
هند په تېرو ۱۷ کلونو کې له افغانستان سره نژدې څلورنیم ملیارد ډالره مرسته کړې چې ګڼې مهمې پروژې پرې جوړې شوي دي.
چودری هسی خوشی غول خوری . ستا څه کار دی چی د هند رول زیات دی او یا کم دی هر هیواد خپلی اړیکی ښی ساتی. په تا باندی چا پابندی لګولی ده چی فلانی سره اړیکی ساته او فلانی سره یی مه ساته. همدومره دی بس دی چی په افغانستان کی ټولی دونیا ته وشرمیدی خو هغه متل دی وایی شرمیدلی په څه شرمیږی
It must be difficult for Pakistan to cope withe severe pain – that in the absence of India, Pakistan has difficulty establishing her own Identity. But trying to seek a remedy for foot pain in eyebrows, expecting Afghanistan to cut off relationship with over one billion people of India is insanity. Afghanistan should not be a duel field for two Indian causins.