تاند- د پاکستان د اقتصادي چارو او مالیې وزیر محمد اسحاق ډار د دوشنبې په ورځ وویل چې د ټپي یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د نللیکې پر پروژې د کار پیل به تر ټاکلې نېټې یو کال وروسته پیل شي.

د ښاغلي ډار په وینا په پام کې وه چې پر دې پروژې کار په ۲۰۱۷ میلادي کال پیل شي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د اقتصادي چارو او مالیې وزیر وویل:«۲۰۱۷ کال ډېر لنډ دی، ممکن بهتره وي چې په دې پروژې کار په ۲۰۱۸ یا دغه کال ته نژدې کوم بل وخت پیل شي. زموږ لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې دا پروژه بشپړه شي.»

روسیه او ایران په ځانګړي ډول د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد له پروژې سر ه مخالف دي.

ایران په خپلو رسنیو کې په ښکاره له دې پروژې سره مخالفت کوي او وايي چې که دا پروژه بشپړه شوه پاکستان او هندوستان ته به د ایران د ګازو د لېږد پروژه پاتې شي.

ایراني چارواکي تور لګوي چې امریکا د دې لپاره چې ایران له اقتصادي نظره ګوزار وخوري هڅه کوي چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو پروژه بشپړه شي.
روسیه بیا په دې خاطر چې د ترکمنستان ګاز د دغه هیواد د خاورې له لارې اروپا ته صادر شي او روسیه ورڅخه ترانزیتي حق واخلي، نه غواړي چې د ترکمنستان ګاز په نورو پایپ لاینونو نورو هیوادونو ته صادر شي.

همداراز ویل کېږي چې روسیه د ترکمنستان ګاز په ټیټه بیه اخلي او بیا یې په لوړه بیه پر اروپا پلوري.

د ترکمنستان د ګازو پایپ لاین به تر هند پوري ۱۷۳۵ کیلومتره اوږدوالی ولري. د دې نللیکې په وسیله به د کال ۳۳ ملیارد مترمکعب ګاز ولېږدول شي.

ګومان کېږي چې پر جوړولو به یې ۸ ملیارد ډالره ولګېږي.

د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان په وروستۍ موافقه کې ویل شوي چې دا پروژه به په ۲۰۱۷ میلادي کال پیل شي.

One thought on “د پاکستان د اقتصاد وزیر وايي، د ټپي پروژې کار به یو کال وځنډېږي”

ځواب ورکول روغ لیونی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *