حمزه شهباز

د غبرګولي، جوزا ۲۱  مه  ۱۳۹۸

خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد 

د پاکستان د اداري فساد ضد ادارې (نېب)  نن (نهې – سې شنبه) په  پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزيسيون مشر حمزه شهباز د لاهور په  لوړه محکمه کې نیولی دی. پر نوموړي تور دی چې له هيواده يې پيسې په  ناقانونه  توګه  نورو هیوادونو ته  وړې دي. حمزه په داسي حال کې نيول شوی، چې لوړې محکمې د نوموړی د ضمانت موده  د غځېدلو او خوشي کېدو درخواست  رد کړی دی.

د نېب له لوري تر  نيولو وړاندې له  رسنيو سره د خبرو پر مهال شهباز ويلي، چې ورباندي د اداري فساد لګېدلي ټول تورونه  بې ځايه   دي، او په خبره  يې که  ورباندي يوه روپۍ ثابته  شي، له  سياست  څخه  به  لاس واخلي.

حمزه شهباز د پخواني صدراعظم  نوازشريف  د ورور او په  مرکزي پارلمان کې د اپوزيسيون  د مشر شهباز شريف  زوی دی. شهباز شريف په  تېرحکومت  کې د پنجاب اعلی وزير  وو.

پرون  د دوشنبې په  ورځ  د اداري  فساد ضد ادارې په  پلازمېنه  اسلام اباد کې پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري هم  په خپل کور کې نيولی وو. د هيواد د مرکزي پارلمان غړی او د وژل شوې  پخوانۍ  صدراعظمې بېنظير بوټو مېړه زرداري  په  ناقانونه  توګه  د ميليونونه ډالره  د تورو پيسو د سپينولو په  دوسيه  کې په لاس لرلو تورن دی. د اداري فساد ضد محکمه  وايي، چې  زرداري  د پنځه  زره  جعلي بانکي حسابونو له لارې د هيواد ميليونونه  ډالر په  بهرنیو هیوادونو کې بانکونو ته  لېږدولې دي. له  زرداري  سره  د نوموړي خور فريال  تالپورهم په  قضيه  کې تورنه  ده، خو تراوسه د هغې د نيولو په اړه  د محکمې له  لوري  څه  نه  دي ويل شوي. د پاکستان پيپلز ګوند مشر او د زرداري  زوی بلاول بوټو زرداري  پر پخواني ولسمشر  لګول شوي د اداري فساد تورونه  بې بنسټه  او سياسي غچ  بللی دی.

پر ټولنيزو رسنيو بيا د نوموړي  د نيولو په  عکس العمل کې ويل شوي، چې د اپوزيسيون د غړيو نيول په حقيقت کې له  کلنۍ بوديجې د ولس د پام  اړولو دسيسه  ده.

اصف  علي زرداري  چې تر دې وړاندې يې هم شاوخوا يوه  لسيزه  د مالي فساد په قضيه  کې په زندان کې تېر کړي، له  مېلادي کال ۲۰۰۸ بيا تر ۲۰۱۳ پوري د دې هيواد  ولسمشر و.

One thought on “د پاکستان د پنجاب د اپوزيسيون مشر د اداري فساد په تور ونیول شو”
  1. WHAT,S GOING ON IN PAKISTAN/
    PAKISTAN ARREST MANY POLITICAL LEADERS OF PEOPLES PARTY/MUSLIM LIKE N(nawaz)
    PARTY.MAHAJER QAWMEE MOMENT ELTAFF HUSSIN( in london)
    PTM LEADERS MOHSEN DAWER ALI WAZEER.GULALI ISMAEEL/ AND MANY MORE ,,,,

    ECONOMIC BALANCE IS GOING DOWN.IN MARKET PRICE FOR SUPPLIES GOING HIGH.
    BALOOCH BROTHERS ARE IN PROGRESSIVE FOR FREEDOM,
    BUT PASHTOONS ARE LITTLE QUITE(WHY?)
    P M MUDDY IS STRONG IN HIS POLICY,
    time of revulotion in PAKISTAN.pashtoons must weakeup for freedom.(GOLDEN CHANCE)
    thank you

ځواب ورکول RAZ MOHAMMED ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *