تاند، یکشنبه، د جدي ۲۹مه: د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو او امریکا د سولې د هوکړې په درشل کې په یو ناڅاپي سفر قطر ته رسېدلی دی.

نوموړي په دوحه کې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره کتلي او داسې ویل کېږي چې طالب سیاسي مشرانو سره به هم وګوري.

د پاکستان اکسپریس ټریبیون انګلیسي ورځپانې ویلي، ښاغلي قریشي له خپل قطري سیال سره په افغان سوله او په دې برخه کې د اسانتیاو په برابرولو خبرې کړې دي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر هیله ښودلې چې له لسیزو روانه افغان جګړه ختمېدو ته نږدې شوې ده.

قریشي د سولې په پروسه کې د قطر د همکاریو ستاینه کړې او طالبانو ته یې د دفتر له ورکولو هم مننه کړې ده.

ښاغلی قریشي په داسې حال کې قطر ته تللی او د پردې تر شا به له طالب مشرانو سره هم وګوري چې دغه ډله له زلمي خلیلزاد سره د سولې هوکړې ته نږدې شوې ده.

3 thoughts on “د پاکستان د باندنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر دوحې ته رسېدلی دی”
  1. له شیطانه تمه مه کړه د نیکیو
    هر قدم یې ور حساب کړه په بدیو
    امریکا ،روس او پنجاب کی توپیر نه شته
    ملایان یې بدل کړي په ملیو
    چې حرم ته دې بد ګورې سر یې غو څ کړه
    قریشی بیا ملا تړلې د ورانیو
    دا مسلم تر کافرانو لا کافر دی
    طالبان کړي ورځنې تمه د ښادیو
    د وطن د شمن سره چې څوک دوستي کړي
    ما ببرک ته حساب نه دي په سړیو

ځواب ورکول اجمل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *