د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- پاکستان د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته وروباله چې ډیورند کرښې ته څېرمه په خیبر ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې د افغانستان له خاورې د برید په وړاندې اعتراض وکړي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د وسله والو طالبانو له لوري د افغانستان له خاورې په خیبر ایجنسۍ کې د اخوندواله پاس پر پوستې په راکټي برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. (نور تفصیل)

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سفیر جانان موسي زي ته د پاکستان سخت احتجاج واوراوه.

د راپور پر اساس پاکستان د افغانستان سفیر ته وویل چې د افغانستان له حکومته وغواړي چې د دا ډول اقداماتو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې له راکټي حملې وروسته یې د سختدریځو حمله کوونکو پناهځای ویجاړ کړی او ترهګر یې وژلي دي.

د پاکستان دي نیوز ورځپاڼه وايي چې د افغانستان سفیر تر دې مخکې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د دې لپاره احضار شوی و چې افغانستان د کابل په وروستیو بریدونو کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ او رسنیو یې د پاکستان پر ضد تبلیغات وکړل.

3 thoughts on “د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا د افغانستان سفیر احضار کړ”
  1. پاكستان دي لږ فكر وكړ ي او ستر ګي دي وغړ وي او دغو ږ وخخه دي پخته لري كړ ي جه ددوي عسكر څه واي عسكر ءي وي دطالبانو او تر هګرو حمله مو په شا وتمبوله .
    نو دوي دطالب او ديو دولت فرق نشئ كولي او كه بهاني جو ړوي او خپل اعمال پټوي

  2. خپل درد خو ډیر زراحساسوی خو دتل درد نه درته ښکاری تاسو به دقیامت په ورځ به سه جواب ورکوی

  3. پاکيستان چى هر وخت دى افغانستان په خاوره توغنديز بريدونه کوى هغه خو هيڅ خبره هم نده

ځواب ورکول موسئ افګار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *