تاند- پاکستان نن /پنجشنبه/ طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته د پناه ورکولو په اړه د امریکا پر انتقادونو غبرګون وښود، ویې ویل امریکا باید په افغانستان کې د خپلې ماتې پلمه پاکستان ونه ګرځوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف د خپل هیواد (جیو) تلویزیون ته په مرکه کې وویل«د تروریزم پر ضد زموږ جګړه بې مثاله او نامتزلزله ده.»
ده همداراز وویل«د یوه موتلف هیواد په توګه زموږ قربانۍ، رول او ونډې ته درناوی نه دی شوی او په څه سترګه ورته نه دي کتل شوي.»
ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ د سې شنبې په شپه خبرداری ورکړ چې د پاکستان له لوري د افغان طالبانو په شان سختدریځو ډلو ته د خوندي پناهځایونو ورکول به نور ونه زغمي.
«موږ نور د پاکستان پر پناهځایونو غلي نه شو پاتې کېدای. پاکستان په افغانستان کې زموږ په هلوځلو کې له ګډونه ډېر څه ترلاسه کولی شي. خو د تروریستانو د ملاتړ د دوام په صورت کې ډېر څه بایللی شي. ده همداراز وویل «پاکستان ډېر ځلې د ورانکارۍ، تاوتریخوالي او ترور عناصرو ته پناه ورکړې ده. »
همداراز پرون /چهارشنبه/ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل، که پاکستان د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو پر ضد اقدام ونه کړ، د امریکا متحد ایالتونه کېدای شي له پاکستان څخه هغه مهم مقام او درجه واخلي چې له ناټو دباندې یې دغه هیواد ته ورکړی دی.
ټیلرسن وویل چې که پاکستان ونه غوښتل چې خپل چلند بدل کړي، دا او نور انتخابونه پر مېز شته.
ټیلرسن دا احتمالي اقدامات د ولسمشر ټرمپ د افغانستان د نوې ستراتیژۍ په رڼا کې مطرح کړل.
د افغانستان د دولتي چارواکو په ګډون اکثرو افغانانو د امریکا د وروستي دریځ ملاتړ څرګند کړی. افغانان له ډېرو کلونو راهیسې د پاکستان په وړاندې د امریکا په دریځ کې د بدلون غوښتنه کوله.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن وویل، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتېژي هر اړخیزه ده او د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه او دغې پدیدې ته د ماتې ورکولو په برخه کې ډېره مهمه ده.
د افغانستان ولسمشر پر پاکستان ږغ وکړ “موږ له پاکستان سره د دولت په دولت سوله غواړو، یو بېثباته افغانستان د هیچا په ګټه نه دی او په ځانګړي توګه پر پاکستان به ډېر منفي اغېز ولري، دا چې نن یوه اجماع رامنځته شوې چې پاکستان باید پر خپل پخواني دریځ باندې نوی فکر وکړي دا یوه موقع ده.”
ټاکل شوې ده د پاکستان د ملي امنیت شورا سبا /پنجشنبه/ د امریکا پر وروستي دریځ او له پاکستان څخه د تروریزم د ملاتړ د بس کولو د غوښتنې په اړه مهمه غونډه وکړي.
ښايي ظاهراً له دې غونډې وروسته د پاکستان حکومت د تروریزم پر ضد د خپلو قربانیو یادونه وکړي او د امریکا تورونه رد کړي خو باور کېږي چې پاکستاني مشران به د طالبانو د ملاتړ د دوام یا نه دوام په اړه هم پرېکړه وکړي.
پاکستان فکر کوي چې امریکا او نړیوالو د اسامه بن لادن هستوګنځي په ابیټ آباد کې ، د ملا اختر محمد او ملا عمر وژل کېدل د دوی په هېواد کې نه وي لېدلي.
دوی د پښتنو او بلوڅو ملی آزادي بخښونکي جنبشونو ته د تروریزم نوم ورکوي . دوی عملا له ټالیبانو ، داعش ، جیش م…. ، او نورو سلګونو تروریستی ډلو ملاتړ کوي .
د افغانستان حکومت کی شامل عناصرو نه د بهرنیانو پټ او رقابتی ملاتړ د حکومت د ننه د بهرنیانو نیابتی جنګ دی. دغه جنګ د قانونواکی مخه یی ډب کړی او د دولت شخصیت او څیره یی مسخه کړی ده. د قانونواکی نه شتون د افغانستان دولت اول درجه بی ثباتوونکی عامل دی. د طالب نه د پاکستان ملاتړ دویمه درجه عامل دی. بنا دلته دوه نیابتی جګړی روانی دی، یوه د حکومت د ننه او بله د حکومت نه بهر. دواړی جګړی د دولت اول او دویم درجه بی ثباتووونکی دی.