تاند- د امریکا د حکومت له لوري پاکستان ته د ۲۵۵ ملیون ډالره مرستې د نه ورکولو د پرېکړې له اعلانه وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر توند عکس العمل وښود.
وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر پاکستان د تروریزم په ملاتړ تورن کړ، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په وړاندې په لومړني اقدام کې دې هیواد ته ۲۵۵ ملیون ډالره مرسته وځنډوله.
دا پیسې د ايتلاف له بسپنې څخه پاکستان ته ورکول کېدې. له دې بسپنې څخه په کال کې شاوخوا یو ملیارد ډالره پاکستان ته په څلورو پړاوونو کې ورکول کېدې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د امریکا د دې پرېکړې په غبرګون کې له واشنګټن سره د هوايي او مځکنیو ارتباطاتو د پرې کېدو غوښتنه وکړه.
خواجه اصف، چې پخوا ویلي و چې د امریکا مالي مرستو ته اړتیا نه لري، نن /جمعه/ د پاکستان له حکومته وغوښتل چې پاکستان ته د امریکايي چارواکو سفرونه وځنډوي او له دې هیواد سره هر ډول هوايي او مځکنی ازتباط ودروي.
پاکستان له امریکا سره مځکنۍ لار نه لري خو ښايي د خواجه اصف منظور د امریکايي پوځیانو اکمالاتي کاروانونه وي چې د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته رسول کېږي.
د ولسمشر ټرمپ حکومت ویلي، پاکستان ته ۲۵۵ ملیون ډالره مرسته تر هغو ځنډوي چې پاکستان په خپله خاوره کې د تروریستانو د پناهځایونو پر ضد اقدام کوي.
ولسمشر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ د اعلان په مهال ویلي و چې نور به په پاکستان کې د تروریستانو خوندي پناهځایونه ونه زغمي.
ده دا هم ویلي و «په داسې حال کې چې امریکا پاکستان ته د ملیاردونو ډالرو مرسته ورکړې، دغه هیواد د هغو تروریستانو ملاتړ ته دوام ورکړی چې موږ ورسره په جنګ یوو.»
د ټرمپ حکومت د سپټمبر تر دېرشمې پورې وخت درلود چې کانګریس ته ووايي چې ایا دا پیسې د ايتلافي ځواکونو د ملاتړ له صندوقه پاکستان ته ورکړل شي او کنه. خو د ټرمپ حکومت تر ټاکل شوې مودې یوه میاشت وړاندې اعلان وکړ چې دا پیسې پاکستان ته نه ورکوي.
Trump is real American.I Love you Trump,Pakistan is killer.
UNITED STATES NEED TO FALLOW THAT PROCESS WHICH,
IN NEW YORK TIME WROTE BY ZALMI KHALILZAD SAHIB/
HE EXPLAIN ALL WAYS HOW TO BRING POLITICAL, ECONOMICAL
PRESSURE ON FUCKISTAN, THANK YOU