تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون د ترکیې له مشرانو سره په کتنه کې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ خبرې وکړې.

خواجه اصف د ترکیې له صدراعظم رجب طیب اردوغان، صدراعظم بن علي یلدرم او بهرنیو چارو وزیر مولد چاوش اغلو سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې وکړې.

د دواړو خواوو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې ترکیه او پاکستان په افغانستان کې سوله د سیمې د ثبات لپاره مهمه بولي او ژمنه کوي چې په ګډه به په افغانستان کې د سولې لپاره کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې د ایران او چین له مشرانو سره هم په همدې موضوع خبرې کړې وې.

2 thoughts on “د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ترک مشرانو سره د ټرمپ پر ستراتیژۍ خبرې وکړې”
  1. پاکستان هم کري او هم یې رېبي.
    پاکستان د تروریزم زانګو او روزنتون دی . د نړۍ تر ټولو منحوسې تروریستي ډلې هلته نړۍ ته راځي، لوېږي او له خپل کرغېړن ژوند تېرولو وروسته هلته مړه کيږي.
    ښه مثالونه یې د بن لادن ، ملا عمر ، ملا اختر محمد منصور ، ملا جاسوس ملایاسر …. او نور دي.
    پاکستان زمونږ د دوه میلیونو افغانانو قاتل دی، د دوی له لاسه زمونږ ملی اردو له منځه لاړه ، د نړیوال ایتلاف په مقابل کې دوی خنډونه جوړ کړل ، هره ورځ زمونږ ځوانان ، ماشومان او سپین ږیري ددوی د روزل شویو مزدورو ډلو له لاسه وژل کيږي.
    اوس غواړی د سولې ابتکار هم په لاس کې واخلي ، چین ، ایران او ترکيې ته منډې وهي.
    پاکستان خپله دیپلوماسي فعاله کړيده خو زمونږ د باندينیو چارو وزارت لا تر اوسه د جمعیت اسلامي ، شمال ایتلاف ، د افغانستان د فلاکت او بدبختۍ د شورا ګانو له عهدې او غړیتوبه ندي وتلي.

  2. پاکستان اوس هم دسولي تپ او تلاش نه کوي پاکستان دخپل ځان دخلاصون په خاطر تپ او تلاش کوي.
    دامکاري ګيدړي دخپل پلار آنګريز شيدې چښلي دي .په مازي سترګه کتل وپاکستان ته به يوه ستره اشتباه وي او يا داچه پاکستان دآمريکاه دستراتيژۍ څخه وبيريدئ نه داسي نه ده.پاکستان به وخپلو رزيلانه کړنو ته ادامه ورکړي تر هغه وخت تر څو چه ئې په نس کي يو څوک سم دم نه وي ورغورځيدلۍ.

ځواب ورکول Bashir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *