د پاکستان د دولتي ترهګرۍ په وړاندې هند میشتي افغانان خپل غږ پورته کوي. په دې چاره کې زمونږ سره لاسونه او فکرونه یو ځای کړئ. د افغانستان د ملي ګټو، د هیواد د روښانه راتلونکي، په هیواد کې د پاکستان د لاسوهنې د مخنیوي او په نړیواله کچه د پاکستان د دولتي ترهګرۍ په خلاف غږ پورته کول زمونږ او ستاسې ملي او ایماني وجیبه ده.
وخت: د چارشنبه ورځ، د غرمې یوه بجه د مۍ د میاشتې ۱۴ نیټه.
ځای: لاج پتنګر ۲، کابل ډیلي رسټورانټ ته څیرمه، نوی ډیلی.
اړیک شمېرې: ایمل څړوال: 00919555905249
ژمن میرزکوال: 00918587875059
عبدالقدیر مطفي: 00919643660299
یادونه: که ملي ګټو ته ژمن یاست د ترهګرۍ د روزونکي، پالونکي او نړۍ ته د صادرونکي د شیطانت د نړیوالې ځالې په خلاف زمونږ غږ را غبرګ کړئ.
All Afghans are with those people who are going to work hard with full honesty to Afghans and Afghanistan and I am sure they will success in their struggle Inshallah.
da gha yaw nabar ham das na khkare che dadi rajestar we, aw pati shaw da gund khabr ya da tolne jorawlo khabar kha dagha kasn waqyan afghanan we aw ghware khpal watan ta khedmad wkre no da kor lare kar na kege, pa khpal pa aman faza ke prot ye terso nor ta support warkre che haga ba da yaw gharm sare zwe aw ya ba kom napoha Ihsasati shakhs we. ka rehtya ham gawre che khedmat wkre no rash aw pa khpal watan ke qurbani warka na pa pradi watan ke .
d
ګران الهام صیب او نور صیب!
سلامونه او نیکې هیلې.
وروڼو، زمونږ خوځښت د (افغان یون سراسري ولسي خوځښت) تر نامه لاندې د افغانستان د عدلې وزارت کې ثبت او راجستر دی،په کابل کې مو هر وخت د ټولو ناروا کړنو په وړاندې خپل غږ په میړانه پورته کړی
مونږ هم په کابل کې اوسیږو، د امن او نا امنۍ خبره نه ده، مونږ په کابل کې د پاکستان بیرغ ته اور ورته کړی،مونږ په کابل کې په لومړي ځل د ایران بیرغ ته اور ورته کړی، مونږ د کانکور د درغلیو په وړاندې پراخ لاریونونه کړي.
د هیواد د چوپړ لپاره مو هڅې کړي، زه په نړیواله سوداګرۍ، اقتصاد او سیاسياقتصاد کې مسلکي زده کړې لرم،کابل کې د ډیرو وزارتونو تر دروازو ورغلی یم،کوښښ مې کړی چې دنده تر لاسه کړم او هیواد ته د چوپړ جوګه شم، خو له بده مرغه نه یم توانیدلی، ځکه نه مې کوم وکیل پیژندلو او نه هم وزیر.
مونږ خپل فکر،شعور او ایډیولوژۍ ته ژمن یو، د نړۍ په هر ګوټ کې چې وي د خپلو ملي ګټو او ملي نوامیسو څخه به ننګه کوو او د ناولیو او کرغیړنو کړنو په وړاندې به خپل غږ پورته کوو.
پاکستان زمونږ نیمه خاوره غصب کړې، په کنړ یې په زرګونه راکټونه را وورول، هره ورځ یې په هیواد کې د وینو سیلابونه روان کړي خو مونږ باید غږ پورته نه کړو؟
دا څه مانا؟
که ملاتړ مو نه شی کولای هیله ده بیځایه او غلط تبلیغات هم مه راپسې کوه.
مونږ همدا اوس هم په کابل کې دفتر لرو،ملګري مو په عملي چارو بوخت دي.
مونږ هم دلته د تل لپاره نه دي اړولي، نن دلته سبا به بیا وطن ته درځو.
هیله ده خوا مو نه وي درنه شوې
مینه او مننه
ایمل څړوال.
د افغان یون د لوړواکې شورا غړی