تاند- په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې چارواکو شاوخوا یولک (۱۰۰۰۰۰) تنه، چې شک کېږي افغانان دي، پردي اعلان کړل.

کله چې د پاکستان د نفوس د ثبت او احوالو ادارې په خپل ډیتابېس کې د دوی په اړه څېړنه وکړه څرګنده شوه چې دوی د پاکستان جعلي تذکرې (د هویت کارتونه) ترلاسه کړي دي.

د پاکستان د نفوسو د ثبت او احوالو ادارې یا نادرا له څو میاشتو راهیسي د هغو بهرنیانو په اړه پلټنې کولې چې د پاکستان پېژندپاڼې یې ترلاسه کړي دي.

دا اداره وايي چې تراوسه پوري یې د یولک تنو کارتونه فسخه او بلاک کړي دي.

د دې ادارې ویندوی فیک علي چچر وویل، دا کسان پاکستانیان نه دي، اکثریت یې د افغانانو دی. ده زیاته کړه:«نادرا هغو کسانو ته پېژندپاڼې نه شي صادرولی چې د پاکستاني توب سابقه او تاریخچه ونه لري. که د چا سوابق په نادرا کې ثبت نه وي، چارواکي په څه اساس هغو ته پېژندپاڼې صادروي؟»

ویل کېږي چې د پېښور ښار په شاوخوا سیمو کې د ننګرهار او کونړ په لکونو اوسېدونکو په تېره بیا مومندو د پاکستاني پېژندپاڼو له ترلاسه کولو وروسته کورونه او جایدادونه اخیستي دي.

د کونړ قومونو په باجوړ او د لویې پکتیا قومونو په وزیرستانونو کې پاکستاني پېژندپاڼې ترلاسه کړي دي.

دغه راز ویل کېږي چې په بلوچستان کې په لکونو افغانانو پاکستاني پېژندپاڼې ترلاسه کړي دي.

د پاکستان د نفوسو د ثبت او احوالو اداره وايي چې د نورو خلکو اسناد هم څېړي څو بهرنیان معلوم او کارتونه یې بلاک کړي.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د حکومت اقدام غندلی او ویلي یې دي چې د پښتنو پېژندپاڼې یې بلاک کړي دي.

ویل کېږي چې د بلوچستان پښتانه، په تېره بیا د دې ایالت پښتانه ملتپال مشران غوره بولي چې ډېر تر ډېره افغانان پاکستاني شناختي کارتونه ترلاسه کړي څو په بلوچستان کې قومي انډول بدل کړي.

2 thoughts on “د پاکستان د نفوسو د ثبت ادارې د یولک افغانانو شناختي کارتونه بلاک کړل”

ځواب ورکول Hazbullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *