کابل

تاند- د هند او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په نتیجه کې د پاکستان له فضا څخه د افغانستان او هند ترمنځ د الوتنو د تګ راتګ د بندېدو له کبله افغانان له کړاوونو سره مخامخ شوي دي.

د پاکستان له لوري د خپل هوايي قلمرو بندېدا په ځانګړي ډول هغه افغانان له ستونزو سره مخامخ کړي چې هند ته د درملنې، سوداګرۍ یا زده کړو لپاره تلل.

پاکستان په فبرورۍ میاشت کې وروسته له دې خپل فضايي قلمرو منع اعلان کړ چې هند په خپل کشمیر کې د پاکستان پلوه جېش محمد ترهګرو ډلې د حملې په خاطر پر پاکستان هوايي بریدونه وکړل.

که څه هم پاکستان له نورو هیوادونو سره مسافروړونکو الوتکو د تګ راتګ لپاره خپله فضا پرانیسته خو لا هم هغو الوتکو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان او هند ترمنځ تګ راتګ کوي.

د هند هوايي شرکت افغانستان ته الوتنې یومخ درولي دي خو افغان هوايي شرکتونه د پاکستان د فضا د بندېدو له کبله هند ته د ایران له لارې تګ راتګ کوي. د ایران له فضا څخه هند ته تګ راتګ د پاکستان تر فضا څو برابره اوږد دی.

د سفر د اوږدېدو له کبله د الوتکو د سونګ مصرف ډېر شوی او له همدې کبله یې د ټکټونو بیه لوړه کړې ده.

افغانستان په وروستیو کې له هند سره څو هوايي دهلیزونه پرانیستل چې په نتیجه کې یې په سلګونه ټنه افغاني محصولات د هند بازارونو ته ورسول شول. د پاکستان د هوايي قلمرو د بندېدو له کبله د هوا له لارې د هند – افغانستان راکړه ورکړه په ټپه درېدلې ده.

رویټرز خبري اژانس ته د کابل یوه دوکاندار ۳۷ کلن قاسم ویلي چې په منظم ډول به د قند د ناروغۍ د درملنې لپاره هند ته تو خو اوس یې په وس نه ده پوره ځکه چې د نوي ډیلي ټکټ دوه برابره شوی او ۷۰۰ ډالرو ته رسېدلی دی. دی وايي چې دوا یې خلاصه شوې ده.

د هند په هریانا ایالت کې افغان محصل ۲۵ کلن میرزايي وايي، فکر کوي چې سږ کال به په رخصتیو کې خپل هیواد ته لاړ نه شي ځکه چې د ټکټ وس نه لري.

د پاکستان د هوايي ملکي ادارې چارواکي وايي چې ممکن نن پرېکړه وکړي چې خپل هوايي قلمرو، چې قسماً بند دی، پرانیزي او که نه.

د پاکستان د هوايي قلمرو د بندېدو له کبله اریانا افغان هوايي شرکت په تېره یوه میاشت کې ۵ لکه ۵۰ زره ډالر تاوان کړی، کام ایر وايي چې یو ملیون ډالره تاوان یې کړی دی.

5 thoughts on “د پاکستان د هوايي قلمرو بندېدو افغانانو ته ډېر مالي تاوانونه اړولي”
  1. کله چې خبره داسې کېږي بیا باید افغانستان هم منځنۍ اسیا ته د پاکستان د تلونکو الوتکو او لاریو مخه ونیسي ځکه له دې نه معلومیږي چې پاکستان دا کار په قصدي توګه کوي.

  2. Afghanistan is landlocked country and the only easy and economical way to send goods to India and get access to Indian ocean is thru Pakistan. Afghanistan to have good relations with Pakistan is more important than India. Other alternatives have been tried many many times in 50’s and 60’s but did not work. Afghanistan needs to have good relations with neighbouring countries especially with Pakistan.

  3. Afghanistan can not have too close relation with Pakistan, because as usual Pakistan establishment then expect the Afghans to pay the price of permanent animosity between the two cousins with blood.

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *