تاند – د پاکستان په لاهور ښار کې د هیرا منډیي کارکوونکې ښځې او سړي وایي چې د نوې ټکنالوجۍ په راتګ سره د هغوی په کاروبار باندې بد اثر پرېوتی دی.

د فرانسې خبري اژانس (ای اېف پي) وایي چې د فحاشۍ کاروبار په دغه ښار کې د مغولو له وخت راهیسې روان دی،‌ خو اوسنیو ټکنالوجیکو پرمختګونو په دغه کار باندې منفي تاثیر کړی دی.

اژانس د هیرا منډیي د یوې فاحشې ریما له قوله وایي چې، سېکس د هغوی کورنی کاروبار دی چې تر دې مخکې د هغې مور او نیا هم کاوه.‌ ریما وایی،‌ «ما ته له وړوکتوب نه دا درس راکول شوی دی چې کله چې یو څوک راځي مونږ باید ورسره په ادب خبرې وکړو. مونږ ته دا روزنه راکول شوې ده چې دا زمونږ کاروبار دی،‌ او مونږ باید له خلکو سره ښه چلند وکړو، خو هغه فاحشې چې له بهر څخه دې منډيي ته راځي هغوی بیا دا اخلاق نه لري.»

د سوان په نامه د هیرا منډيي یوه بل کارکوونکي ای اېف پي ته ویلي چې،‌ پخوا به موزیک په ۶ کسانو لوبول کېده خو اوس دغه کار یوازې یو کس په یوه لپټاپ سره کوي، نو پاتې ۵ کسان به څه کوي.‌ سوان وایي چې زما په شمول ګڼ خلک اوس بې کاره دي.‌

کاسمیټیک سرجنه او عصري دلاله مهک
کاسمیټیک سرجنه او عصري دلاله مهک

ای اېف پي د هیرا منډيي د کار د کمزورتیا یو بل سبب دا ښیي چې دغه کاروبار د ښار یوې عصري سیمې ته لېږدېدلی دی چې هلته ترې دلالان لا ډېره ګټه پورته کوي.‌ اژانس د مهک په نامه د کاسمیټیک سرجنې (د ښکلا جراحه) خبره کوي چې وایي د ورځې له مخې خپله کاسمیټیک یا د ښکلا جراحي کوي او د شپې له خوا نجونې او هلکان د نڅا او فحاشۍ له پاره لوبوي او کار یې ښه روان دی.‌

ویل کیږي چې،‌ هیرا منډيي په ۱۶مه میلادي پېړۍ کې د مغولو د واکمنۍ په وخت کې د هنرونو د یوه مرکز په توګه رامنځته شوی وو، چې په سیمه کې د انګرېزانو د واکمنۍ په ټینګېدلو سره د نڅا او فحاشۍ په مرکز باندې واوښت او تر اوسه پورې د فحاشۍ مینه والو ته خدمتونه وړاندې کوي او د پاکستان حکومت پرې مالیه ترلاسه کوي، دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا حمایه کېدونکې افراطي ډلې په افغانستان کې د نجونو تعلیمي مرکزونه او ښوونځي په بمونو الوځوي.‌

11 thoughts on “د لاهور د هیرا منډیي کارکوونکي وایي چې نوې ټکنالوجۍ یې کاروبار خراب کړی دی”
  1. اې کاش چې دا زمونږ خړسري په دې پوه شوي وای چې اصلي جهاد په افغانستان کې نه په پاکستان کې دی

  2. وایی ملا بل ته مصلی کوی خپله پری خملی کوی پاکستان خپله رنډی خانی چلوی او مونز افغانو باندی دجهاد دعوی کوی دی ته وایی سیاست ولاکه چی هغه افغانان چی دپاکستان په خاطر په افغانستان کی جنګیزی هغه بی عقلان او جهلان به سه وخت پوهیزی بی ادبی معاف وایی طالبانو شزی په هیرامنډی کی کوس ورکوی او افغانانو ته نصیخت کوی

  3. طالبان اوس بايد په دي پوه شي چه جهاد په پاكستان كي دير ضرور ده نسبت په افغانستان كي

  4. مخکی به هیرا منډی ځکه د فاحشی لپاره ښه جای چی نورو ښارونو به د یادی سیمی په څیر جایونه نه لرل لینکن په اوس وخت کی په زور دی ملاصایبانو او مفتیانو د دهغه هیواد په هرکلی پارک د سړک غاړی او هوټلنو کی ښه پریمانی ده او بی له کوم ترځ نه کاروبار پکی روان ده
    نو ځکه ی د هیرامنډی د کاروبار په بازار اثر پروت

  5. هر څه چې دي خو افغانان یې پخپلو کې د حیواناتو په څېر وجنګول. یوه ورځ یوه پنجابي را ته وویل چې ستاسو له تاریخ نه خبر یم، ما ویل څنګه ویل یې ستاسو د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ تاریخ په هکله!

  6. زه هم پخپل وار سره خپل قدرمند خلکو څخه غواړم چی لږ وطن دوستی ځان کی پيداکړی

  7. پاکستان د نړی پرمخ هغه هیواد ده چی خپله پررنډی خانو هم ټکس اخلی او د هغو رنډی خانو ثمره بیا د خپل خلاف جنګوی

ځواب ورکول اميد سمكني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *