تاند- د پاکستان سترې محکمې د دغه هیواد د واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند د ملي جرګې د یوې استازې غړیتوب په دې خاطر لغوه کړ چې تعلیمي اسناد یې جعلي ول.

د اغلې سمیرا ملک د لیسانس ډیګري له څېړنې وروسته جعلي ثابته شوه.

د سترې محکمې له پرېکړې وروسته د اغلې سمیرا د یوه ملاتړ کوونکي پر زړه حمله وشوه او په محکمه کې ولوېده.

د سمیرا د اسنادو د جعلي توب په اړه د هغې انتخاباتي سیال ملک عمر اسلم محکمې ته عرض کړی و.

تر دې مخکې د پاکستان د ملي او ایالتي جرګو د څو نورو غړیو تعلیمي اسناد جعلي ثابت شوي ول.

سمیرا ملک تر دې مخکې په همدې جعلي اسنادو په ۲۰۰۸ کې پارلمان ته بریالۍ شوې وه خو هغه مهال ابتدايي او استناف محکمو د دې د تعلیمي اسنادو د جعلي توب په اړه د ملک عمر اسلم شکایت نه و منلی.

د سږکال د مې د میاشتې په انتخاباتو کې سمیرا ملک بیا د پنجاب د فیصل اباد له یوې انتخاباتي حوزې ملي جرګې ته بریالۍ شوه خو دا ځل د دې رقیب سترې محکمې ته شکایت وکړ. سترې محکمې ته د دې مدافع وکیل داسي کره اسناد ونه ښودلی شوای چې د دې تعلیمي اسناد تایید کړي.

سږ کال د سمیرا خور عایله ملک هم د پارلمان له غړیتوبه د جعلي اسنادو په خاطر محرومه شوې وه.

عایله ملک د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند له لوري په میاوالي کې ملي جرګې ته کاندیده او بریالۍ شوې وه.

4 thoughts on “د پاکستان د پارلمان د یوې غړې اسناد جعلي ثابت شول”
  1. چې د پاکستان غوندې پرمخ تللي هېواد کې خلک به جعلي اسنادو دولت کې کار کوي او د خلکو نماینده ګي کوي نو بیا خو په افغانستان کې دا مجاز دې

  2. Pakistan po shan pormakh tlalay Hiwad!!!!! hahahhaha

    Pakistan po har lihaz der wrasta pate Hiwad da. Da dawal amal po Pakistan ke dera adi khabara da.

  3. ډیر ښکلی صیرت دفر یب کاری ډک صیرت دا جوته خبره ده چه ښکلی اکثریت فر یب کاره او دوکه ما ر وی ددوی په ټو لو غو ښتنو کی ارزیا بی په کا ر ده

ځواب ورکول سید الرحمن زیارمل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *