د پاکستان نوی لوی درستیز

تاند- د پاکستان د پوځ د قوماندانانو په غونډه کې د افغانستان د سولې پر روانو هڅو خوښي ښکاره شوه او وویل شول چې دوی به د پاکستان د دښمنانو دسیسې شنډوي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن /دوشنبه/ د پوځ په مرکزي قوماندانۍ (راولپنډۍ) کې د لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه په مشرۍ په غونډه کې د افغانستان د سولې لپاره پر روانو هلوځلو غور وشو او ټولو په دې د نظریووالی وښود چې تر دې دمه د افغانستان د سولې بهیر د ډاډ وړ دی.

د پاکستان د پوځ د جګپوړو قوماندانانو او د قول اردوګانو د قوماندانانو په دې غونډه کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان د دښمنانو د دسیسو د ناکامولو هڅې دوام لري او دوی به اجازه ورنه کړي چې د دښمنانو هلې ځلې بریالۍ شي.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې له دښمن څخه یې منظور څوک دی او یا کومې دسیسې یادوي.

خو ظاهراً رضایت یې د قطر له وروستیو خبرو دی چې امریکا او طالبانو ویلي چې پرمختګ پکې شوی دی.

پاکستاني رسنیو ویلي چې په دې خبرو کې طالبانو یوازې د ځان لپاره نه بلکې د پاکستان د ګټو لپاره هم خبرې کړي دي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې لیکلي، طالبانو ویلي چې بلوچ وسله وال به پرېنږدي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخلي او طالبانو پر دې موضوع د قطر په غونډو کې له امریکایانو سره خبرې کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د قطر د خبرو په اجنډا کې د پاکستان اندېښنې هم شاملې وې.

له بلې خوا د پاکستان پوځ وايي چې نن /دوشنبه/ په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله مشعل د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال باجوه سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې پر پروسه خبرې وکړې.

One thought on “د پاکستان د پوځ قوماندانانو د افغانستان د سولې پر پروسه خوښي ښکاره کړه”
  1. د پاکستان د پوځ قوماندانان، آی اس ای او په سپینو جامو کی کاذب غلام عباس ستانکزی به هیڅکله د افغانستان په اصلی سوله نه خوشحاله شی، او نه به دغه سوله وزغمی. فقط او فقط مکار پاکیستان پدی خبرو سره غواړی چه امریکا ته بیا ځان نیژدی کړی او میلیاردونه ډالر ترلاسه کړی.
    مکار پاکیستانیان دا فکر کوی چه ښاغلی خلیلزاد او ښاغلی محمد اشرف او یا امریکا او افغانستان به مونږ په دغه خبرو سره په خپل مینځ کی د ستونزو سره مخامخ کړو. ځکه د ښاغلی محمد اشرف غنی وروستی بیانیی غلام ملاعباس او دده پاکستانیان ملګری وارخطا کړیدی.

    مونږ د ښاغلی خلیلزاد ذیرکتیا او هوښیاری د پخوا څخه پیژنو چه هغه د پاکیستان په دغه اوتو بوتو او شیطانی حرکتونو بلد دی، او هغه کار به ونکړی چه د شیطانانو په کی خیر وی.

ځواب ورکول دورانی افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *