تاند- په لنډي کوتل یا لواړګي کې د پاکستان د پوځ یو لوی سلاکوټ تېره شپه وچاودېده او پکې ټوله وسله له منځه لاړه.
د راپورونو له مخې تېره شپه شاوخوا دوې بجې په دغه زېرمه کې چاودنې پیل شوې او تر نن سهار ناوخته پوري یې دوام درلود.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې ټوله شپه د غره په لمنه کې په دغه سلاکوټ اور بل و، د بمونو او توغندو د چاودنې اوازونه اورېدل کېدل.
په اتیایمه لسیزه کې اسلام اباد ته څېرمه په اوجړي کمپ کې دې ته ورته چاونو د پاکستان ستر سلاکوټ له منځه وړی و. د اوجړي کمپ چاودنو په اسلام اباد او راولپنډۍ کې یو شمېر کسان ټپیان کړي و.
خو د لوړاګي د چاودنو په اثر سیمې ته نژدې د چا د مرګ ژوبلې راپور تر اوسه نه دی ورکړای شوی البته له سیمې ښه لرې د دې سلاکوټ یو توغندی لګیدلی دی چې له امله یې یوه نجلۍ ټپي شوې ده.
شكر دي دير خه شوي بس افغانستان ته چي چوك په بد نظر گوري ده به يي حال وي
جاه كن در جاه است
شه خبره داده چي ملكي كسانو ته پكي زيان ندي رسيدلي
خدای ج د همداسې تباه کړه لکه څنګه چې افغانان مو تباه کړل!!!
هرچیز که کشت نمودید همان درو خواهید نمود چندان خبر خوش نیست مسلمان مومن به مصیبت مسلمان دیگر نباید خوش شود بلکه غمگین شود