د کتاب نوم: د پاکستان راتلونکی

د کتاب لیکوال: سټیفن پې- کوهن

د کتاب ژباړه: حلیم شملزی

څو کرښې د کتاب د لیکوال په هکله:

سټیپن پې کوهن د امریکا د متحده ایالاتو د خارجه پالیسۍ یو تجربه کاره غړی دی،لیسانس (بچلر) او ماستري یې د امریکا د شکاګو له پوهنتونه ترلاسه کړي دي، او پې ایچ ډی یې په وینکونسن پوهنتون کې کړې ده، بیا یې د ایلې نوییس په پوهنتون کې د ساینس او تاریخ د پروفیسر په توګه تر اوږدی مودې پوري خدمت کړی دی، له دې څخه وروسته په ۱۹۹۸ کې بروکنګز ته لاړ، له دې وړاندې ډاکټر کوهن په نوي ډیلې کې د پورډ فاونډیشن د استاد په حیث هم کار کړی دی او د امریکا د متحده ایالاتو په بهرنیو چارو وزارت کې یې د پالیسي جوړولو په ډله کې د یوه فعاله غړي په توګه نه ستړي کیدونکي خدمتونه کړي دي. هغه له دې علاوه په هندوستان، جاپان او سنګاپور کې هم د پوهنتونونو د استاد په حیث دندې ترسره کړي دي.

نن سبا ښاغلې ډاکټر کوهن د نړیوال امنیتې اورګان په برخه کې د ډله ییزو وسلو د کنټرول په برخه کې د امریکا د ساینس د ملې اکاډمۍ غړیتوب لري، دی د دغه کتاب تر څنګ د نورو دیارلسو کتابونو مصنف او یا ایډیټر هم پاتي شوی دی. دا کتاب یې په اساساً د پاکستان د راتلونکې او بیا د ټولي سهیلي اسیا د امنیتې امورو په هکله دی، د ده نور کتابونه لکه بې مقصده جګړې، د هندوستان غوړیدل او ځواکمنتیا، د هندوستان په هکله لیکل شوی دې چې له دغه کتابونو څخه د یوه غښتلې سند په توګه  د امریکا د خارجه پالیسی په برخه کې کار اخستل کیږي.

د کتاب د پیل خبری:

 (زما کتاب)

دا کتاب د یوې غټې پروژې لپاره د یوه مهم مضمون حیثیت لری، دغه مضمون د پاکستان پر راتلونکو څو کلونو یعنې له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۷ باندی ږغیدلی دی، په دې کتاب کې په تیرو وختونو کې د پاکستان پر راتلونکي باندی د لیکل شویو وړاندوینو لنډیز او همدارنګه د ۲۰۱۰ کال د می د میاشتی په ایټالیا کې د راک فیلر د کانفرانس په مرکز کې د ترسره کیدونکې ورکشاپ لپاره چمتو کړل شوی ۱۴ مضمونونه هم شامل دی.

په هغه ورکشاپ کښې له مصنفینو غوښتل شوي وو چې د پاکستان د راتلونکې د ټاکونکو توکیو او تحولاتو په اړه په لنډه توګه خپل وضاحتونه وړاندې کړي، او د اټکل شویو پایلو انګیرنه وکړي، زما د کتاب مضامین هم پر همدې ترتیب لیکل شوي دي، پر اوسني پرمختګ باندی د بحث کولو تر څنګ زما کتاب یو لنډیز هم وړاندي کوي او بیا د ډیرو اړخونو جاج اخلي، له دې نه پرته زما کتاب په څلورو برخو کې داسې ترتیب شوی دی چې د راتلونکې په هکله د نورو متبادلو لارو د ښودلو تر څنګ شوې تیروتنې هم په نښه کوي په ځانګړي ډول د امریکا او غربي نړۍ هغه اړیکې چې له جاپان او هند سره یې لري.

په پای کې د بروکنګز له اړخه د فیلر فاونډیشن، کارټیج کارپوریشن، د امریکا د متحده ایالاتو د فضايي تحقیقاتو د انسټیټیوټ، د نارویجن پیس بلډنګ فاونډیشن ټولو څخه د دې پروژی په بشپړتیا کې له مرستې زیاته مننه کوم، هیره دې نه وي چې د دې کتاب وروستنۍ برخې داسې ښکاریدلې چې ګواکې دا کتاب کټ مټ د نارویجن پیس بلډنګ فاونډیش د پالیسې لنډیز بیانوي، ولې زه له ښاغلي چیمه او ارم حیدر څخه په ځانکړي ډول مننه کوم. دوی هغه څوک دي چې د پاکستان د راتلونکې په اړه یې د فکرونو ژورتیا د ستایلو وړ ده، د دې کتاب په تیارولو کې ښاغلي کانسټنټینو پر ډیر ښه وخت له مانه خپله مرسته ونه سپموله او موږ د دې جوګه شو چې د ده په مرسته د یوایس آی پې په ورکشاپ کې خپل کتاب د یو غټ شمیر کره کتونکو مخې ته وړاندې کړو.

 سټیپن پې- کوهن

6 thoughts on “د پاکستان راتلونکې/ سټېفن پي کوهن”
  1. تاند دتل تاند اوکارکوونکی یی بریالی ! ډیر مهم کتاب دی هیله ده چی دتاند عزتمن لیکولان او ځیرناک لوستونکی تری سیاسی او دسیمی اوزمونږ دځوریدلی ولس راتلونکی په کښی وګوری ، دښاغلی شملزی څخه یو نړی مننه
    په ډیر درنښت
    داکتر ثریا خادم

  2. قدرمنو دوستانو ستاسو له نیکو احساساتو او غوره څرګندونو نه مننه،
    ددی کتاب په اړه په لومړي ځل ما د بی بی د انګریزي ژبی د ویب سایټ نه په خبر کښی ولوستل چی په امریکا کښی د یوي غونډی په ترڅ کښی ددی کتاب د مخ کتنه شوی ده او له اروپایي هیوادونو څخه یو لړ د سهیلي اسیا او منځني اسیا د چارو متخصصین هم ور بلل شوي وو، څه موده وروسته مو چی کله په نیټ باندي په دی اړه پلټنه وکړه نو دغه کتاب پوره په نیټ کښی پروت وو، دکتاب له لوستلو ددی اهمیت او ارزښت له ورایه روښانه شو چې موږ افغانان دپاکستان غوندی یو ګاونډی په هکله چی تاریخی اړیکی او ستونزي ورسره لرو په هغه اندازه مالومات نلرو کوم چی د نړۍ نور خلګ یې لری، ما چې خپله دژوند زیاتره برخه په پاکستان کی تیره کړی او هلته مو له درس تدریس نه پرته بله چاره نه ده کړي په دی کتاب کښی د کارول شویو اصطلاحاتو په اړه ښه مالومات لرو او دهغه اصطلاحاتو اهمیت چی پاکستانیان یی په روزمره سیاسي ژوند کښی یادونه کوي، ددی اړتیا احساس مو هم وکړ چی که دغه کتاب وژباړل شی او د سیمه ایزو مطالعاتو په اړوند اداره کښی ورنه کار واخستل شی نو ګټه به یې دهیواد دخارجه پالیسی د جوړوني په برخه کښی څرګنده وي، دپاکستان غوندي وروسته پاتی او یا د پاکستانیانو په آند مخ پر ودي هیواد کښی د ډیموګرافی (دنفوسو په انډول اقتصادي وده) او د مډل کلاس ستونزی او رول په کومه اندازه مهم دی ؟ ددی کتاب له لوستلو ښه روښانه کیږی، پاکستان ته ورپیښي هغه ننګوني چی دغه هیواد یی د مخ پر ودي هیوادونو له سیالیو او حیثیته شاته پری ایښی دی کومی دی ؟ او دحل لاري یی ولی نشته او یا ولي ددغه ستونزو د حل دپاره اوس مهال وخت نشته او وخت ضایع کړل شوي دی؟ په دی کتاب کښی ښه په وضاحت سره ددی ذکر شوی او ددغه پیښو او حالاتو تاریخی تسلسل ذکر شوي دی.
    هیله ده چی ددغه کتاب په لوستلو کښی تر پایه سره ملګري واوسو.
    حلیم شملزی.

ځواب ورکول MUSAKLIM ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *