ډاکتر ماخان شینواری

پاکستان د افغانستان سره د افغانانو منځ کې جګړه کوي، چې د جنګ د غزېدلو قربانیان به دواړو لوروته افغانان وي. 

دوی یې هم وژني، موږسره هم  پخپلو منځونو کې سره په جنګ اچوي، چې موږ هم سره وژنو او په هرډول چې وي، دوی هڅیږي اودا جګړه به دوی زموږپه منځ کې تازه ساتي.

موږڅنګه کولی شو، چې جنګ د پنجاب په پوله کې سره وکړو؟ 

موږخو د دې کارله پاره د خپلمنځي جنګ څخه هم نه شو تښتیدلی. دا زموږ د هیواد له پاره یو تباه کیدونکی جنګ دۍ.

داسې به ووایو، چې پاکستان موږله خوږ- یا  زخمي ګوتې نیولي یو.

موږڅنګه کړی شو، چې د ډيورنډ کرښې هغه لور افغانان مرستې ته راوهڅوو، دوي خو هم همدا چغې وهي، چې پاکستان تباه کړل اونوریې هم پسې وژني. لنډه دا چې دا افغانان نه شيکولی چې څنګه یوله بل سره مرسته وکړي. 

د پاکستان په مخامخ باید یوه لار ولټول شي، چې دې تل ناخوالوته د  ورکیدو یوه لار پیدا کړ؟ 

نوڅه باید وشي؟

دا هغه غوره پوښتنه ده، چې راپیدا شي اود دولت  سره هم لارښوونه یا مشوره وکړي، چې څه ګامونه باید پورته شي؟

One thought on “د پاکستان سره باید څنګه یا کومه لار ونیول شي؟”
  1. دا نړیوال متحدین یا د موږ په کور میلمه په نوم راغلی امریکایان یا برتانیه یا سعودی او نوری اروپایی ټولنه د کومی ورځی لپاره ده آیا موږ دومره کدر نلرو چی نړیوالو ذهنیت د پاکستان د پوځ او سیاستوالو په ضد واړوو نو بیا موږ هیڅ هم نشو کولای

    نړیواله ټولنی، اروپایی ټولنی او عربی د متحدینو شورا یعنی ټول عرب هیوادونو په واسطه داسی لاری ولټوو ترڅو نړی دیته مجبور کړو چی پوځ یی له افغان وژنی لاس واخلی

    د همدی منظور پښتون غږ یا د اوسنی لاریون څخه باید هند او افغان دولت او نړیواله ټولنه ګټه پورته کړی او دوی په نظام اوپوځ باندی فشار راوړی چی ولس غوښتنی دی ومنی او عمران خان د خپله استعفی وړاندی کړی

    د افغانستان او هند حکومتونه له ۴۰ کاله را پدیخوا نعری وهی او ټولو نړیوالو او ملګری ملتونو او امنیت شورا او په ځانګړی ډول امریکا او برتانیی ته شکایتونه کوی چی پاکستان یو ترهګر او د انسانیت دښمن هیواد دی مګر تر نن پوری هیڅ نړیوال هیواد په پاکستان بندیز ونه لګوه مګر ددی پرځای چی بندیز ورباندی ولګوی برعکس د ټرمپ خبره ۳۳ ملیارده ډالر ورکوی او پاکستان د ترهګرو په وړاندی هیڅ هم نه کوی
    تیره میاشت بیا ۱۲۵ میلیون ډالر امریکا پاکستان سره اقتصادی مرسته وکړه کچیری پاکستان خپل اقتصادی مرسته ته اړتیا لری نو د طالبانو مالی مرسته څوک ورکوی که پاکستان ورکوی بیا د ۳۳ ملیارده ډالر او ۱۲۵ ملیون ډالر مرسته د پاکستان د څه په معنا ورکول کیږی
    ځکه د طالبانو زیاتره مشران په پاکستان کی له مینځه تللی لکه ملاعمر، ملامنصور او ځانګړی ډول آسامه بن لادن او اوس وختو کی هیبت الله د وژلو خبره کیږی

    همدارنګه د لشکر طیبه مشر شتون په پاکستان کی حافظ منصوراو چی زیاتره رسانی وایی چی د هند په حمله کی دده لاس وو کله چی پاکستان داسی ډلی او ټپلی ساتی نو دا معنا داچی پاکستان پخپله د انسان او مسلمان دښمن هیواد ده ځکه په تیر ۴۰ کالو زیاتره بی ګناه وکړی په داخلی جنګونو کی یا د طالب او شورای نظار په مینځ کی جنګ او همدارنګه اوس ددی نظام سره چی اخته دی دومره امریکایان ندی وژلی لکه افغانان یی وژلی چی زیاتره یی ماشومان او ښځی دی چی په زیاتره انتحاری حملو کی له مینځه تللی

    کله چی پاکستان طالبانو نظامی او مالی ملاتړ کوی مطلب دا چی دده جګړی کی امریکا هم ورسره مالی مرسته کوی
    ځکه امریکا ۳۳ میلیارده او ۱۲۵ میلیون ډالره مرسته ورسره کوی
    باید افغانان اصلی دښمن هیواد نړی ته ور وپیژنی او نړی باید افغانانو غږ نور شاته وانه چوی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *