تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۲مه؛ په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، د افغانستان ملي امنیت د دغه هېواد یو بل مسلکي کارکوونکی نیولی دی.

د پاکستان سفارت دغې نیونې ته په کابل کې د پاکستان د سفارت په چارو کې د خنډ جوړولو د منظم کمپاین نوم ورکړی دی.

د پاکستان سفارت وايي، سعید الله په کابل کې د ملي امنیت له لوري له ځان سره وړل شوی دی او پاکستان یې د نیول کیدو پخ اړه د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ته خپل شکایت هم رسولی دی.

د پاکستان سفارت وايي، دا په تېرو دوه میاشتو کې د پاکستاني ډیپلوماټانو د تښتولو او نیولو دریمه پېښه ده.

بلخوا دپاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروق هم د سعید الله نیول کېدو تصدیق کړی دی.

بلخوا پاکستاني رسنیو ته په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل له پېښې ناخبري ښودلې، خو زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ته یې د پاکستاني چارواکو غږ په دې اړه رسولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو د سعید الله د جرم په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتره پاکستانیان په افغانستان کې د سفارت د دپلوماتانو او نور دندو ته د راغلیو کارمندانو په جامه کې اسلام اباد ته په جاسوسۍ تورن دي.

تر دې وړاندې دوه پاکستانيان ډاکتر وقارچې د ننګرهار طب پوهنځي محصل و او انجینر فرخ حسین شاه چې په کندهار هوايي ډګر کې یې لوژستیک وسایل نصبول، هم ملي امنیت د جاسوسۍ په تور نیولي وو

One thought on “د پاکستان سفارت: د افغانستان ملي امنیت مو یو بل وګړی هم راڅخه ونیو”
  1. ماته دا خبر ناسم مالومیږي. په اخري پاراګراف کې ویل کیږي:
    « تر دې وړاندې دوه پاکستانيان ډاکتر وقارچې د ننګرهار طب پوهنځي محصل و او انجینر فرخ حسین شاه چې په کندهار هوايي ډګر کې یې لوژستیک وسایل نصبول، هم ملي امنیت د جاسوسۍ په تور نیولي وو» . دا دوه کسان خو ديپلوماتان نه دي . د هغوي دنده مالومه ده چې یو محصل او بل هم تخنیکي کارګر دی.
    له دې مالوميږي چې سعدالله هم دیپلومات ندی . هغه به هم مالوم الحاله جاسوس وو.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *