د پاکستان نوی سفیر

تاند- په داسي حال کې چې پاکستان ته د ولسمشر غني د لیک له لېږلو وروسته ځیني کسان د افغانستان او پاکستان د اړیکو د خرابېدو د احتمال په اړه خبرې کوي، په کابل کې د پاکستان سفیر وايي چې د دواړو هیوادونو له لوري سختو هلوځلو ته اړتیا ده څو دوه اړخیزه همکاري زیاته شي او په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر سید ابرارحسین د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې له رييس عبدالروف ابراهیمي سره په کتنه کې وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې کوي ځکه چې سوکاله، امن او باثباته افغانستان نه یوازې د پاکستان بلکې ټولې سیمې په ګټه دی.

ده همداراز وویل چې پاکستان غواړي چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ پراخې کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې رييس ښاغلي ابراهیمي پاکستاني سفیر ته وویل چې افغانستان او پاکستان دوه داسي ګاونډي هیوادونه دي چې کلتوري، مذهبي او تاریخي مشترکات لري او پکار ده چې دواړه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره په ګډه کار وکړي.

ابراهیمي د دوو هیوادونو له لوري په خپل منځ کې د دوستۍ د زیاتولو لپاره پر نویو پیل شویو هڅو خوښي ښکاره کړه.

د پاکستان سفیر د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني سره هم وکتل او د دوو هیوادونو د رسنیو ترمنځ د همکاریو په پراختیا یې خبرې وکړې. دوی وویل چې د رسنیو ترمنځ همکاري د دوو هیوادونو له نژدې کولو او د دواړو ترمنځ د اعتماد له ډېرېدو سره مرسته کولی شي.

د پاکستان سفیر ابرارحسین د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل سره هم وکتل.

پاکستاني سفر د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ته ژمنه ورکړه چې په لوګر کې د نایب امین الله خان دوه سوه بستري روغتون او په کابل کې د جناح څلور سوه بستري روغتون به ژر بشپړ شي.

2 thoughts on “د پاکستان سفیروايي د ترهګرۍ پر ضد د دوو هیوادونو سختو هڅو ته اړتیا ده”
  1. په اسلام آباد کی به زمونږ سفیر ته هم دومره موقع ورکړل شی چی په یوه ورځ کی د ولسی جرګی له رییس ، د اطلاعاتو او کلتور اود قومونو او قبایلو چارو له وزیرانو سره وګوری ، داسی د زړه له خلاصه خبری وکړی . بل دا چی ښاغلی ابرار حسین د داسی مهمو خبرو ویلو آدرس غلط کړی دی . که د خپل دولت رسمی موقف اعلانوی نو بیا د د افغانستان د باندینیو چارو له وزیر یا سیاسی معین سره مطرح کړی. دا نور ملاقاتونه یواځی د خلکو ذهنونه مغشوشوی.

  2. دير ده شرم حّاى دى لا تَر اوسه هم موز افغانان بازي خورو او بد بخته افغانان مار هر
    حّه خه شيئ بيا هم مار دى پاكستان هيحّ وقت ده أفغانستان نشي دوست كيدلى پده هغه ده مار خاصيت لري
    ولى تَر مار نه هم موضر دى

ځواب ورکول Hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *