د پاکستان نوی سفیر

تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /اپریل ۲۶/ په کابل کې د پاکستان سفیر د افغانستان پر سرحدي ولسوالیو او امنیتي پوستو د پاکستاني پوځیانو پر راکټي حملو د اعتراض لپاره احضار کړ.

د پاکستان پوځ، چې په افغانستان کې د نظم او ثبات د ګډوډولو لپاره د افغانستان د وسله والو مخالفانو پر ملاتړ تورن دی، په تېرو څو اوونیو کې په ننګرهار او کونړ کې پر افغان امنیتي پوستو د درنو وسلو پر له پسې حملې کړي. د دغو حملو له کبله یوازې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالي کې یو افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر ابرارحسین نن /سې شنبې/ د بهرنیو چارو وزارت ته وبلل شو چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پر له پسې یرغلونو په وړاندې اعتراض وروسپارل شي.

پاکستان دا بریدونه د هغو مداخلو ترڅنګ زیات کړي چې د افغان چارواکو په وینا له طالبانو سره یې په مالي، پوځي او مشورتي برخو کې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال نصیر اندېشه د پاکستان سفیر ته وویل چې افغانستان د پاکستاني پوځیانو حملې غندي او د پاکستاني پوځیانو د حملو د درېدو په کلکه غوښتنه کوي.

پاکستاني پوځیان په پکتیکا، ننګرهار، کندهار او کونړ ولایتونو کې له ډیورنډ کرښې مخکې راغلي او د افغانستان په خاوره کې یې پوستې او دروزاې جوړې کړي دي.

پنجابي پوځیانو په افغانستان کې له بل کړي اور څخه په استفادې د پکتیکا د انګور اډې په شان ځیني ښارګوټي او ډیورند کرښې ته نژدې یو شمېر کلي هم نیولي دي.

One thought on “د پاکستان سفیر د پاکستاني ځواکونو د حملو په اعتراض کې احضار شو”
  1. fهغه مهال به خوند وکړي، چې له پاکستان سره ډيپلوماټيکي اړيکې پرې کړي، ځکه له يوه لوري کونړ باندې توغنديز بريدونه کوي، په ګوشته کې يې پر افغان پوله ساتونکو بريد د هيڅ زغملو نه دی، همدارنګه په خپل هيواد کې زموږ د جنتي خاورې پر ضد ترهګر روزي.

ځواب ورکول مجيد ژړاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *