په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین ته د افغانستان د بهرنیو چارو اداري مرستیال نصیر احمد اندېشه اعتراض سپاري

تاند- د پاکستاني پوځیانو د توپونو په ګولیو د ۴ نورو افغان ماشومانو له شهادته وروسته د پاکستان سفیر نن /دوشنبه/ په یوه اوونۍ کې د درېم ځل لپاره د احتجاج په دود د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، په کابل کې د پاکستان سفیر ابرارحسین نن /دوشنبه/ ماسپښین مهال احضار شو چې د کونړ ولایت پر خاص کونړ ولسوالي او همداراز پر شالي دره، نولي دره، ښادي خېل او شونګري دره د پاکستان له لوري د درنو وسلو پر ګوزارونو اعتراض څرګند کړي.

د باندنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو ۴ افغان ماشومان شهیدان شوي او دغه راز د پاکستان د پوځ هیلي کوپترونه د خاص کونړ ولسوالۍ په ساحه کې د افغانستان هوايی حریم ته داخلې شوي دي.

د پاکستان سفیر ته، چې دا یې په وروستیو ۵ ورځو کې درېم ځل دی چې د بهرنیو چارو وزارت ته احضارېږي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو د لومړي سیکرتر موسي عارفي له لوري د افغانستان شدید اعتراض لیک وسپارل شو او له نوموړي وغوښتل شول چې د افغانستان دا شدید احتجاج پاکستاني چارواکو ته ورسوي.

تر دې وړاندې د پاکستان سفیر پرون /یکشنبه/ د اعتراض لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته راغوښتل شوی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال نصیر احمد اندېشه پرون ابرارحسین (عکس) ته د کونړ په شنګري، سرکاڼو او د ننګرهار پر ګوشته ولسوالي د افغانستان احتجاج لیک وسپاره.

پاکستان وايي، پر افغانستان د درنو وسلو ګوزارونه د تروریستانو د ځپلو لپاره کوي.

2 thoughts on “د پاکستان سفیر یو وار بیا د احتجاج لپاره بهرنیو چارو وزارت ته وغوښتل شو”
  1. ښه دا ده چې سفیر او نور دیپلوماتان یې له افغانستان څخه وویستل شي، او سفارتي اړیکې ورسره پرې کړل شي

  2. ديپلوماتان او سفیران په نړیوالو اړیکو کې خورا مهم رول لوبوي. لکه څنګه چې په ټوله نړۍ کې معموله ده ، د دولتونو استازی او سفارتونه حتی د جنګ په وخت کې هم فعاله وي، هغوی د خپل فکر ، ژبې ، مهارت ، لیاقت او د خپلو هېوادونو له ګټو نه په مهارت سره دفاع کوی. په ديپلوماسي کې میدان پرېښودل د ناکامي مانا ورکوی.
    که تاسو پام کړی وی کله چې د دو هېوادونو سیاسي اړيکې خرابه شی بل دریم ګړي هېوادته د خپلو ګټو د ساتلو دنده سپارل کيږی. که فرضا زمونږ دهېواد په باب نور هېوادونه غونډه لري باید مونږ په ټول قوت سره کوشش وکړو خپل ځان هلته ورسوو چې دوی زمونږ په باب څه وایی ، که زمونږ د منافعو خلاف تصمیم نیسي باید ویې نه منو او مخالفت ورسره وکړو.
    په هر حال سره د افغانستان او پاکستان مناسبات لاتر اوسه دومره وخیم حالت ته ندي رسېدلي چې ديپلوماتیکې اړيکې پرې کړو. زمونږ سفیر او په پاکستان کې مېشت ټول ديپلوماتان دنده لري هره ورځ د خپلو مهاجرو ورونو له حاله خبر شي ، له زندانونو لیدنه وکړی ، بیګناه انسانان راخوشې کړی ، اختلافات د خبرو او مذاکرو له لارې حل کړی . نظامیان هېڅکله سیاسی اړیکې نشی جوړولی . دا کار باید سیاسیون او ديپلوماتان وکړی. ترټولو مخکې د افغانستان دولت باید یو باسواده ، په سیاسي مسایلو خبر ، ملي ګټو ته وفاداره د باندینیو چارو وزیر مقرر کړی، ځکه پخوانی وزیر کله د مليشو د مسلح کولو لپاره بدخشان ته روان وي او کله د جمعیت د ځوانانو ِغونډې ته د ملي مسایلو خلاف تبلیغ کوی. راځئ له خپل ځانه یې شروع کړو او بیا له پاکستان سره چنې ووهو . و ما علینا الاالبلاغ

ځواب ورکول سید افضل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *