نوازشریف او راحیل شریف

تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف نن /سې شنبه/ د خپل هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د افغانستان په اړه د خبرو لپاره خپل دفتر ته وروباله.

د پاکستان د (دي نیوز) ورځپاڼې د راپور له مخې په اسلام اباد کې د صدراعظم د دفتر یوه ویندوی وویل چې دواړو مشرانو په ګاونډي افغانستان کې د سولې پر روان بهیر خبرې وکړې.

ویندوی همداراز وویل چې د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو د خپل هیواد د کورنیو او بهرنیو امنیتي حالاتو په اړه هم بحث وکړ.

نوازشریف او راحیل شریف دا غونډه وروسته له دې وکړه چې د امریکا د ملي امنیت سلاکارې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د پاکستان مېشتو سختدریځو له لوري په افغانستان کې حملې د منلو نه دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزن راييس د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت مشرانو ته په زغرده ویلي چې د طالبانو مشران، چې په کوټه کې دي، په افغانستان کې د لویو او خونړیو حملو پلانونه جوړ کړي دي.

دي نیوز هم ویلي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکارې پاکستاني مشرانو ته د کابل د وروستیو حملو، چې ویل شوي له پاکستان څخه تنظیم شوې وې، یادونه کړه او له پاکستانه یې وغوښتل چې له خپلې خاورې په ګاونډي افغانستان کې د حملو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

راپورونه وايي چې د افغانستان حکومت توانېدلی چې نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي چې د افغانستان د ناامنۍ سرچینه په پاکستان کې ده. د امریکا له اقداماتو داسي ښکاري چې پاکستان تر سخت فشار لاندې او د منزوي کېدو له خطر سره مخامخ دی.

همداراز ټاکل شوې ده چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په راتلونکو څو ورځو کې کابل ته لاړ شي او یوځل بیا هڅه وکړي چې افغان چارواکو ته د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړي.

2 thoughts on “د پاکستان صدراعظم او لوی درستیز د افغانستان په اړه خبرې وکړې”
  1. دا بد جنسه بد ذاته انسانان چه نه شرم لری او نه حیا, دوی به څه سترګه وکړی د ملل متحد نه ددوی کرغیړن اعمال به همداسی دوام ولری.

  2. فقط یوازی ډاډ ورکوی نور څه نه کوی! افغان چارواکوته ښایی چی ځانله خپله ستراتیژی جوړه کړی اود دوی په رحم او کرم ځان ونه غولوی: چا چی ځان د توپان رحم باندی پریښود««««»»»»» داسی ډوب شول چی بیا هیڅ ونه ختل

ځواب ورکول زلمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *