خاقان عباسي

تاند- د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي وايي، د امریکا وروستۍ هڅه به د تروریزم پر ضد جګړه کمزورې کړي.

خاقان عباسي د دې خبرې له کولو وروسته چې «که امریکا د پاکستان د کمزوره کولو هڅه وکړي» مکث وکړ، ویې ویل«موږ به په یوازې سر د تروریستانو پر ضد مبارزه وکړو.»

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، صدراعظم عباسي په عین حال کې وویل «موږ د افغانستان په جګړو کې ډېرې قر بانۍ ورکړي، امریکا یې باید بې ارزښته ونه ګڼي.»

عباسي دا هم وویل «موږ له تروریزم سره په مبارزه کې د خپلې ارادې د ثابتولو لپاره امریکا ته اجازه ورکړې چې د پاکستان له لارې په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته لوژییستیکي وسایل ورسوي.»

د پاکستان د صدراعظم په وینا د ټرمپ څرګندونې او ټویټونه بیخي د پاکستان پر ضد دي او له دې داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر توند سړی دی.

ولسمشر ټرمپ د نوي میلادي کال په لومړني ټویټري پیغام کې وویل چې امریکا په تېرو ۱۶ کلونو کې پاکستان ته ۳۳ ملیارد ډالره ورکړي خو پاکستان یې په وړاندې له دروغو پرته بل څه نه دي ورکړي، او په خپله خاوره کې یې ترهګرو ته خوندي پناه ورکړې ده.

پرون /دوشنبه/ د سپینې ماڼۍ ویندویې یو وار بیا له پاکستانه وغوښتل چې یا طالب مشران ونیسي او یا یې له خپلې خاورې وباسي.

د پاکستان د پوځ ویندوی نن پاکستاني رسنیو ته وویل چې د حقاني شبکې اکثره غړي له شمالي وزیرستان څخه وتلي او لږ شمېر غړي یې د افغان کډوالو په منځ کې پاتې دي.

4 thoughts on “د پاکستان صدراعظم وايي، د امریکا هڅې به تروریستي مبارزه کمزورې کړي”
  1. Look at this joker. To you Pakistan means only Punjab. You are right, just Pashtoons and Baluchs have given sacrifices, but Punjabis never care about their lives.
    Your struggle against terrorism is to send them to Afghanistan and the entire world. USA knows your black face now and hopefully the world will eliminate you from world map soon.????

  2. د امریکایانو مور په خره … که د افغانانو درد ورسره نه وي د خپلو خلکو غم خو دې وکړي. قسم په خدای چې زما پرې وس رسېدلی چې داسې بلاګان مې په پاکستان ورغورځولي وای چې ټیزونه مې ترې اېستلي وای.

  3. موږ کله دا امید کولو که اسلامی ملکونه ساینس اوتکنالوجی ته ښه لاسرسی پیدا کړی نو کیدای شی چی بشریت او بیا خصوصا ګاونډیو ته ډیر مفید واقع شی خو برعکس پاکستان او ایران داسی په انسانی معیارونو سم ونه ختل او دواړو اول تیری او شراچوونه یی په ګاونډیو هیوادونو کی پیل کړه ، اول دواړو په افغانستان کی دټولو انسانی او اسلامی معییارونو پر خلاف شر ااچونی ته ترننه دوام ورکړ او بیا ایران د آیت الله تر اداری او قیادت لاندی دملحد حاکم بشارالاسد ملا د سوریی دمسلمان ملت په وړاندی وروتړله او د سوریی مظلوم ملت یی تباه کړ .
    عجیبه خو داده چی د ایران مفسد او جاهل حکام تر سنی ملت نه ، ملحد شیعه ته ترجیح ورکوی چی دا ډول ترجبحات ایمان او اسلام تر سوال لاندی راولی
    په همدی ډول فاسد حکام او مولانا په پاکستان کی انسانیت اواسلامیت شرموی کومه ناروا نده چی دوی د مسلمان افغان په حق کی روا نه بولی…
    نو دا بد اخلاقه او د انسانی اخلاقو نه بی خبره حکام په اړه د شاعر دا بیت صادق دی چی وایی:
    نسازد علم بی اخلاق فخر مرد را ظاهر
    ګربه ظاهر درس دهد صد فخر رازی را
    نو ویلی شو چی تعلیم یافتګان بی تربیه د بشریت لپاره مصیبت دی

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *