تاند- د کونړ ولایت چارواکو نن وویل چې د پاکستاني پوځیانو له لوري پر کونړ د درنو وسلو د ګولیو د لګېدو په نتیجه کې څلور ماشومان وژل شوي دي.
د افغانستان په ختیځ کې د سېلاب د ۲۰۱ نمبر قل اردو یوه ویندوی هارون یوسفي د پاکستان له لوري پر کونړ ولایت د درنو وسلو د مرمیو د لګېدو په اړه د کونړ د چارواکو راپور تایید کړ، ویې ویل چې څلور ماشومان وروسته له دې ووژل شول چې د پاکستان له خوا د راکټ ګولۍ د کونړ د مرورې ولسوالۍ پر یوه استوګنه سیمه ولګېده.
د یوسفي په وینا په دې برید کې د افغانستان یو پوله ساتی هم لګېدلی او وژل شوی دی.
د سېلاب قل اردو ویندوی په عین حال کې وویل چې تراوسه څرګنده نه ده چې ډزې د پاکستان پوځ کړې وې او که وسله والو سخت دریځو خو یادونه یې وکړه چې تر دې مخکې له تېرو نژدې درو کلونو راهیسي د پاکستان پوځ پر پر کونړ او نورستان ولایتونو ورته بریدونه کړي دي ځکه غالباً دا برید به هم د پاکستان پوځ کړی وي.
د کونړ او نورستان د اوسېدونکو په وینا د پاکستان د پوځ په حملو کې په لسګونو ملکیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
پاکستان مخکې د افغانستان پر خاورې د بریدونو ادعاوې ردولې خو په وروستیو کې یې ویلي چې دا بریدونه پر پاکستاني طالبانو کوي چې په کونړ او نورستان کې پناهخایونه لري.
افغانستان یې د اخوانیانو، چڼو او نورو ځناورو په لاس داسې کمزوری کړ لکه د محرقې ناروغ او اوس چې هره لوبه د پنجابیانو زړه غواړي هغه پرې کوي.